زاړه ليکنه
فيروز
د خیبر تیلیوژیون نا لوستی کوربانۀ….
لیک فیروز افریدې
فيروز
د خیبر تیلیوژیون نا لوستی کوربانۀ….
لیک فیروز افریدې
میډیا نن صبا په یوه معاشره کښې د اظهار هغه حساسه وسیله ده ،چه د ابلاغ سره سره تهزیبی او معاشرتی قدرونه پلنه او روزنه هم کوی او د عام وګړی د علمیت او تربیت درجه هم لوړوی.
د عام وګړی د پاره د ابلاغ د حصول ارزانه او اثرناکه او د نوی کول د پاره د زده کړی او د وړاندې تګ مهمه زریعه هم میډیا ده.
خو که چلونکی یې جاهلان او غرضیان وی نو لکه د کلو بانډو د چڼو او نم خوانده ملیانو په شان نه صرف بے اثره او بے خونده کردار لوبوی بلکه په معاشره او چاپیریال کښې د ضرر باعث هم وګرځی .دغسې د عام وګړی د پاره د ابلاغ وسیله خو څه چه د خلقو د خندا یوه مشغوله هم ترې جوړه شی.

خیبر ټیلیوژن چه په اول اول کښې راغلو نو د ډیرو پښتنو ورته طمع وه چه د نوی صدئ د تقاضو عین مطابق به خپل کردار ولوبوی او پښتون قوم به د نورو قومونو په سیالئ کښې ودروی.
خو افسوس دا دې چه لکه د نورو پرمټونو غوندې د دغه ټیلیوژیون پرمټ هم بدقسمته پښتون ته چا ور نه کړو او لاړو داسلام اباد سرمایه دار یې په نور هم موړ کړو ،چه په پښتون قوم د پیجانی واکدار هیڅ ګټه پیرزو نه وه..
بیا هغوئ له چه د پښتون قوم د سپاکوی او د نوی نسل د ګمراه کولو کوم چلونه ورتلل هغه یی رامخ ته کړل او د نوې زمانې نوې فیش په نوم یې زمونږ دروند لباس او سوچه پښتو ژبه داسې تالا تارغه او تس نس کړه چه د پنځوسو شپیتو کالو راسې په خارجی هیوادونو کښې میشتۀ پښتانۀ او د هغوئ نسل هم ورته حیران ګوته په خله پاتې شو.
چه دا کومه پیښه رامخې ته شوه ؟
چه دا کومه پیښه رامخې ته شوه ؟
درې کاله پس یو ځل بیا د پښتون بدقسمته اولس په نوم د دغه ټیلیویژیون بادارانو د موجوده پنجابی واکدارانو نه یو بل لاسینس هم واخیستو او د دریم لائسینس حقدار یې هم وګرځولو ځکه چه بقول د دوئ په پښتنو کښی خو نه څوک سرمایه دار شته نه چا خواهش کړی دې او نه ېې څوک په چلیدو پوهیږی.
حالانکه داسې خبره هر ګز نه ده..هم سرمایه دار شته هم یې چلونکی مخې ته راغلې وو خو اصلی خبره داده ،چه اغیارو واکدارانو پښتنو ته اجازت یا لائسنس ورکول یو ډیر خطرناک قدم وګڼلو .
چه ګنې څوک پښتون وګړې یا ګروپ په په خپل قوم کښې د خپل حق غوښتلو شعور پیدا کړی، چه هسې نه چرته پښتون د خپل ذپلی اولس د حق غوښتلو د پاره اواز پورته نه کړی او د عالمی قوتونو نه تقاضه ونه کړی.چه راشئ په بر صغیر باندې تر څو صدو پورې حکومت کونکو زړه ورو او مدبرو پښتنو د بربادئ دا حال هم وګورئ ؟،چه عاصبانو په یوشتمه صدئ کښې هم د بنیادی حقوقو نه محرومه ساتلی دی.

اوس به راشو د دغه تیلویژن کار ګردګئ ته چه په دې درې کاله کښې یې کوم بدلون راوستلې دے.
کله چه خیبر ټی وې خپل نشریات شروع کړل نو د خپرونو د پاره یې اولینی شر طونه دا وو:
چه په دغه ټی وی به څوک په قمیص پرتوګ کښې نه راځی.
دوئم شرط یې دا وو :
چه تجربه کار او زاړه کارکونکی پرودیوسران،فنکاران،سندرغاړی او موسیقاران به نه راولی.
چه په دغه ټی وی به څوک په قمیص پرتوګ کښې نه راځی.
دوئم شرط یې دا وو :
چه تجربه کار او زاړه کارکونکی پرودیوسران،فنکاران،سندرغاړی او موسیقاران به نه راولی.
دریم شرط یې دا وو:
چه نوې موسیقی به متعارف کوی او ویډیو به هغه چلوی په کومه کښې چه جینی او هلک په پینټ شرټ کښې ماډلنګ کوی.
چه نوې موسیقی به متعارف کوی او ویډیو به هغه چلوی په کومه کښې چه جینی او هلک په پینټ شرټ کښې ماډلنګ کوی.
او بیا به یې اناونسرانو په ډیر فخر سره اوئیل چه دنیا بدله شوه اوس پښتون هم بدلیدل غواړی ،ځکه چه دغه خبره امریکه او یورپ هم کوی چه په ننی دور کښې زاړۀ روایتونه ،او پښتنی اولسی قدرونه نه چلیږی بلکه د مغرب په شان به ټوله دنیا مدر پدر ازاده وی.ځکه چه اسلامی پښتنی یا مشرقی اخلاقی قدرونه د ترقئ لارې نیسی.
هغوئ ته شائد دا پته نه وه چه دلته خو خلق ابله پښې ګرځی د یو وخت دوډئ وی او د بل نه وی.د څښلو اوبه نیشته ،بیماران په کورونو کښې بے علاجه پراته وی،د تن د پټیدو د پاره کپړا جامه نیشته مونږ په داسې حال کښې د مړې ګیډې فارسی څنګه اویو؟
څلورم شرط یې دا وو:
چه په لهجه کښې به خامخاه انګریزی وئیلې کیږی او په اول اول کښې چه کوم اناونسران /کوربانه راغلل نو هغوئ چرته په کورونو او مجلسونو کښې په قسم هم پښتو وئیلې نه وه ،او نه د اصل نه هغوئ پښتانه وو خو چه د ایکسپوژر خبره راغله نو د هر چا نه وړاندې هم دغه پښتو دشمنه خلق رامخې ته شول .او ځان یې خلقو ته د سوچه پښتون اولس نمائینده و
بیا وروستو د خلقو په بے کچه اصرار د ټی وې د څو سنجیده کوربنو په وساطت د تی وی واکدارانو خپل شرطونه نرم کړل او زاړۀ فنکاران ،زاړه موسیقی او د اولس د پاره څو ګټه ورې خپرونې یې هم پئیل کړی خو سنجیده خلق د دوئ سره کله او تر کومه پورې تللې شول.؟
ځکه چه واکدارانو هم نه غوښتل او معاش یې هم نه ورکولو.چه خپله او د بچو خیټه یې په ډکه کړې وې.

اوس به راشو د نن صبا حال ته ،چه خیبر ټی وی کومو کوربانو او پروډیسرانو ته ماشاالله پاتې شوې دې .
په هغوئ او په اوریدونکو د الله پاک رحم وکړی چه تر کومه پورې به د سزا په توګه دغه کسان د خلقو د ذهنونو او بصارتونه د پاره
لکه د مسلسل غذاب جاری وی
.
د خیبر ټی وی پروډیوسر ان او کیمرامینان هغه کسان دی چه په ودونو کښې به د جنج ډولئ او د پټاخو ویشتلو فلمونه جوړول.نن صبا د الله په مهروبانی بقول د دوئ د انټرنیشنل سټنډرډ (کچ) تخنیکاران دی .په ۵۵ -۶۰ هیوادونو کښې د دوئئ د کار په سوب خلق په غذاب مبتلا دی. نن صبا دغه مخلوق په دغه ټی وی کښې د پرودیوسر،ډائیرکټر،پینل اپریټر،ریسیپشنسټ او د ستوډیو د ننه د صفائی او څوکیدارئ سره سره د ټی مین کار هم کوی.
نو په داسې حال کښې په سینئر ، سنجیده ، تعلیم یافته باعزته سفیدپوش وګړی څنګه دغه نوکرئ ته غاړه کیږدی؟

د خیبر تی وې ایکتړانو هم دغه حال دې چه په یوه ډرامه کښې نوشابه ببو د عارف قاضی مور وی،ورپسې په بله ډرامه کښې یې مشره خور او په دریمه کښې یی ښځه یا معشوقه وی.
اوس به راشو د کوربانو خواته ، نو الله تعالې دجمشید علی خان او د ذکی الرحمن د انګریزئ وئیلو نه مومین مسلمان په امان کښې وساتی .
دا تش په نوم لوسته غریبانان ډیر کوشش وکړی چه بے تعلیمه یا چرته نیم خوانده میلمنو په مخکښې په فل سپیډ کښې څه غلطه ملطه انګریزی اوئی چه رعب یی برابر شی ځکه چه تعلیم یافته خلق خو هسې هم دغه پروګرام اوریدل یا لیدل خپل وخت بربادول ګڼی خو که چرته کومه ورځ ډاکټر یا انجنئیر وغیره یې میلمه وه نو د جملې سر په انګریزئ کښې راواخلی مینځ ته اردو یا پښتو ته راکوز شی او په اخیر کښې په داسې ټکې تورې یې ختم کړی چه والله که خو دا غریبان پخپله هم په پوهه شی او نه ورته مخامخ ناست میلمه په پوه شی ،هغه غریب میلمه د دوئۍ دا بے مطلبه جمله چرته د ټیکنیک کومه برخه وبولی.الله الله خیر صلا.
دغه غریبانان د احساس برترئ او احساس کمترئ په مینځ کښې چرته د احساس خرترئ ښکار شوی دی.
زما دغو غریبانانو ته ّمخلصانه مشوره دا ده ،چه اول د په سوچه پښتو ځان پوه کړی بیا د وروستو چرته انګریزی د بل کار د پاره زده کړی ځکه چه د دوئ دغه د ټی وی جاب د پښتو وئیلو په سوب دے..که بل ټې وی کښې یا این جی او کښې ورته چانس میلاویږی نو بیا د د انګریزی د پاره چرته کورس نیم هم وکړی ،یا د سر دوباره چرته په میټرک کښې داخله واخلی.

اوس به راشو نورو پروګرامونو ته د یو څو ورځو نه راپه دیخوا ګورم چه یو کوک (باورچی خوان ) احمد شیر په انګریزئ کښې پروګرام کوی،ما چه د هغه پرو مو واوریده نو تر ډیرو ورځو پورې خو مې دا ګمان وو چه ګنی دا سړی په چینی ژبه ګویا دے خو اوس پوه شوم چه په خیبر ټی وی کښې دغسی انګریزې هم وئیل کیږی او دا هم غنیمت ده ..بیا د یاسر کامران او ثنا یوسف په نوم دوه ماشومان د ګوډاګو لوبولو په وخت چه کوم زوږ او شور زمونږ تر غوږؤنو رارسوی زما یقین دے چه د چا خیرې راپسې دی.
ګنی والله که دغه دوه خو چا خیر غوښتو له د پاره په کرایه هم نیولی وئ.
خو دا به هم د خیبر ټی وی د مفتو نوکران وی.چه په مونږ یې بطور سزا مسلط کړی دی.
ګنی والله که دغه دوه خو چا خیر غوښتو له د پاره په کرایه هم نیولی وئ.
خو دا به هم د خیبر ټی وی د مفتو نوکران وی.چه په مونږ یې بطور سزا مسلط کړی دی.
یوه بله بلا په دغه ټی وی کښې د نجیبه فیض په نوم هم کار کوی. کار څه کوی د بے شرمئ او بے حیائ چه کوم درس زمونږ خوئیندو لوڼو ته دغه ښځه ورکوی د هغې مثال نه میلاویږی.
دا کردار د پښتون او افغان په نوم یو تور داغ دې،چه زمونږ سترګې یې د شرمه ټیټی کړې دی.الله د زر تر زر مونږ د دغه بلا نه خلاص کړی امین.
دا کردار د پښتون او افغان په نوم یو تور داغ دې،چه زمونږ سترګې یې د شرمه ټیټی کړې دی.الله د زر تر زر مونږ د دغه بلا نه خلاص کړی امین.
اوس به راشو سرکاری ملا،خطیب طبیب،حکیم،شاعر،ادیب،صحافی ،ژبوهان حضرت مولانا عبد الرحمن بیتاب صیب ته…
دا غریب په اخیر عمر کښې خدائ تعالی وشرمولو.الله پاک په خپل بنده څلوښت ځله پرده اچوی خو چه بیا هم هغه پوهه نه شه نو د بیتاب غوندې یی په شرمونو وشرماوی
یو خو افسوس چه د ریډیو پاکستان سدا بهار کلین شیو قاری فدا محمد ما لیدلے نه وے او بل ارمان دا چه غریب زمونږ د بدقسمته معاشرې وګړې نه وی..
دا هغه کس دے چه په یو وخت کښې د ملا برخه هم خوری،دحکیم په نوم هم شخوند وهی .د شاعر او ادیب مخه یې هم نیولې ده او د عربئ او پښتو ژبې د استاذ دعوی هم کوی.د جاهل یوه ورځ وئیلی وو چه خیبر ټی وې د پښتو مرکز دے.اوس پښتو دومره میراته ژبه شوه چه بیتاب غوندې خلقو ته پاتې شوه؟

تر څو چه دا بلا ژوندې وی په والله که د خیبر په دروازه بل څوک حقداره انسان قدم دننه کړی.
مونږ پښتانه د خپل ورور مخه په خپله وهو،د خپلې ژبې ژرړې په خڅله پری کوو،د خپل قوم حیا او ناموس پخپله اخلو ،او د خپل ذپلی اولس نوړئ په خپله شوکوو
او خپله جامه په خپله تار تار کوو .ځکه خو آغیار زمونږ په حقوقو خیټه اچولې ده چه په مونږ کښې د تالی څټو،ضمیرفروشو او بے ناموسه خلقو کمئ نیشته.
او خپله جامه په خپله تار تار کوو .ځکه خو آغیار زمونږ په حقوقو خیټه اچولې ده چه په مونږ کښې د تالی څټو،ضمیرفروشو او بے ناموسه خلقو کمئ نیشته.

Comment