Announcement

Collapse
No announcement yet.

نشریاتی ادارې او پښتون لیکوال فیروز لیکون

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • نشریاتی ادارې او پښتون لیکوال فیروز لیکون

    نشریاتی ادارې او پښتون لیکوال
    : فیروز خان آفریدی په نېټه: زیارت، 20 ستمبر
    http://afridi.destaar.com/

    2007
    میډیا نن صبا د جنګی اسلحه ځائی نیولې دې..هر کله په جنګ کښې چه د جنګجو په لاس کښې اسلحه څومره مهینه ،روغه ،اسانه روانه او د اعتماد جوګه وی هومره ښه جنګ په کیږی.
    دغه شان په میډیاکښې چه ژبه څومره روغه ،پاکه، صفا روانه،.صحېح،اوفصیح وی نو داوریدونکی لیدونکی او لوستونکی توجه ځان طرف ته را کاږی.

    دوه درې کاله اګاهو کله چه تش په نوم د پښتو اولینئ چینل مینځ ته راغلو ،نو د هر پښتون وګړی په زړه او مخ د بے کچه خوشحالئ او سیالئ نخښې راښکاره شوې.هر چا ورته په روڼ تندی هرکلې اوئیل ،چه مونږ ایله اوس د سیالو قومونو سره سیال شو.
    خو د بده مرغه د هغه چینل دا شعوری کوشش وو چه پښتون قوم دسیلانو سره سیال نه کړی بلکه سیالئ نه راوغورځوی ، او زمونږ قومی غیرت ،ژبه،اخلاقیات او معاشرتی اقدار تباه کړی.

    که تاریخ وکتے شی نود پښتون قوم په مقابله کښې ډیر قومونه راوتل او ډیر زر د منځه لاړل.دمثال په توګه د مغلو تاریخ زمونږ د وړاندې دې.
    د مغل قوم چه هر کله خپله ژبه ،کلتور ،لباس او روایاتی قومی تشخص ختم شو ، نو په نورو قومونو کښې ضم شو.او ورک شو. په بر صغیر کښې که نن چرته خال خال د یو فرد په حیث په نورو قومونو کښې ضم شوې خوبه په نظر راځی ،ولے د قوم په حیث ئې نوم او نشان هم په خپل محکوم وطن پاتے نشو.
    حلانکه لږه موده وړاندې دغه خلق د بر صغیر حکمرانان وو. او یادګارونه او باقیات ئی له تر ننه د لاهور باد شاهی جومات ،بادشاهی قلعه ، شالیمار باغ ،د هند تاج محل ،د ډیلی لال بادشاهی مسجد د ډیلئ قلعه،د پښاور وزیر باغ او مهابت خان جماعت په شکل موجود دی.
    ولې بل اړخ ته پښتون من حیث قوم تر نن پورې ژوندې دې او په خپل چاپیریال کښې د اهمیت وړ ګنړلې شی.
    د دغه ژوندی پاتې کیدلو بنیادی وجه د پښتون قوم او وګړی خپل پښتنی مظبوط روایاتی اقدار دی.

    پښتون قوم په خپل قومی غیرت، پښتو، پښتونولئ ،ژبې او کلتور دومره شتمن او مئین دې چه د نورو قومونو کلتوری پنګې او طرز معاشرت ورته هډو څه د اهمیت وړ نه ښکاری.
    او نه ئی تر نن پورې په ځان کښې د څه بدلون فکر او سوچ کړې دې.
    دغه سیال فکر اومغرور طرز ژوندون د پښتون قوم نوم او حیثیت د پیاوړو او خود مختاره قومونو په صف کښې ممتاز مقام جوت ودرولے دې. او دغه مظبوط تړون د پښتون قوم د تل پاتی ژوندی پاتے کیدو سبب هم ګرځیدلې دې
    .

  • #2
    ښتانۀ په هندوستان هم خوار دی…لیک….فیروز

    ښتانۀ په هندوستان هم خوار دی…لیک….فیروز افریدیلیکونکے: فیروز خان آفریدی په نېټه: جمعه، 23 نومبر 2007
    پښتانۀ په هندوستان هم خوار دی

    د هند نه پاکستان له اوس اوس مهاجر شو پښتنو کډوالو په حقله یو نظر
    -----------------------------------------------------------------------------
    درې څلور ورځې وړاندې د آج تیلیوزیون په یو ویډیوی خبر (رپور) کښې چه کوم ۱۷۰ کورونه هندی کشمیریان تازه تازه را مهاجر شوی وو ، هغه پښتانه وو.
    د نیلم دریاب په غاړه په خیمو کښې اباد مهاجرو سره چه کله د آج تیلیوزیون خبریال خبرې کولې نو یو نارینه یې په اردو کښې اوئیل چه زمونږ خو د سیاست سره هیڅ کار نیشته او تر اوسه پورې په کشمیر کښې شپږ اوه لکه هندی فوځیانو شته خو هغوئ زمونږ سره څه کار نه لرلو نو ځکه مونږ هم د خپل وطن نه د هجرت په بابت څه فکر نه لرلو، خو اوس هندی فوځیانو زمونږ دری څلور بے ګناه کسان ونیول او نامعلوم ځائ ته یې بوتلل، نو مونږ په دغه سبب رامهاجر شو.چه خپل اولادونه د امن ځائی ته ورسوو.
    تر دا وخته پورې خو زما فکر دا وو چه د کشمیریان دا شکلونه او کړه وړه د پښتنو سره یو شان بریخې ،خو

    کله چه د تیلیوزیون خبریال د زناناؤ سره خبرې وکړې نو هغوئ په خالص پښتو کښې اوئیل چه زمونږ نارینه یی نیولی دی هغه د راخوشی کړې شی.

    کله چه د دغه زنانه پښتو ما واوریدله نو نور زیات ورته په توجه شوم ..بلې زنانه اوائیل

    چه خدائ او رسول او زمونږ دغه جولئ ته د وګوری، چه زما بچې د راخلاص کړی.
    زه یقینا چه ډیر په تعجب کښې شوم او عجیبه غوندې اثر راباندې وشو چه دا وګوره مونږ اوده او څومره لا علمه یو ،او د تاریخ او جغرافیې نه خبر نه یو
    چه زمونږ دا عزیزان چرته چرته پراته دی.؟

    ما ډیر مخکښې د بی بی سی راډیو نه د صفیه حلیم د دیارلسو قسطونو د یو پروګرام څه برخه د نیټ په وسیله اوریدلې وه ، هغې په هند کښې په پښتنو دا پروګرامونه جوړ کړی وو ..هغه په هندوستان کښې په مختلفو ایالاتو کښې میشته پښتنو کورنیو پسې ګرځیدلې وه او د هغوئ خبرې او سندرې ئی هم ریکارډ کړې وې..هغې په کشمیر کښې د ابادو ۳-۴ کلو بانډو د سوچه پښتنو،پښتو ویونکو ذکر کړې وو او د هغوئ په پښتو غږیدل یې هم ثبت کړی وو.

    دغه شان په رامپور،کوټ ،پټهان کوټ،کشمیر، پټنه،دهلې اور نورو علاقو ګرځیدلې وه، او د هندی تعلیم یافته پښتنوسره ېې مرکې هم کړې وې هغه وخت د یو اندازې مطابق په هند کښې
    تقریبا د ۳۵ میلیون یعنی درې نیم کروړ پښتنو ذکر یی کړې وو.

    نن پښتانۀ څومره په مشکلاتو کښې د ژوند ورځې شپی تیروی،او پخوا هم د بدې ورځی له کبله چرته چرته د خپل وطن نه لرې میشته او اباد شوی وو.
    که مونږ تاریخ وګورو نو پښتون پخواه هم تس نس وو او اغیارو روغې او ښې ورځی ته پریخولې نه وو .او نن هم د پښتون وګړی دغه ځال دې.

    بدې ورځی کله په یو در او کله په بل در کډه په سر د خپل نسل د بقا د پاره ګرځولو ،او چرته به چه د امن او رزق لږ ډیر درک او امکان وو هلته به میشته شو.

    نن د پښتون قوم د بقا مسئله یو ځل بیا راپیدا شوې ده،او د امن او رزق په تلاش کښې د خپل ټاټوبی نه کډې لیږدی کله د بره خواه پښتون په پاکستان او بهرینی هیوادونو کښې د خپل بقا په خاطر در په در کډې په سر ګرځی ، او کله لرې خواه پښتون هم په خپل وطن کښې د وزیرستان او سوات پښتانه خپل کلی او کورونه پریږدی او د امن په تلاش کښې در په در کډې په سر ګرځی.

    اول خو به د مټو په زور خلقو ځانونه ساتل خو اوس د مټو زور نه بلکه د قلم د زور خبره کیږی.پښتون قوم د قلم د زور ښکار خو دې ،خو خبر ترې نه دې چه زه هم دغه قلم خپل طاقت څنګه جوړولې شم.

    اوس زمونږ تعلیم یافته پښتنو دا وظیفه ده چه یو ځل بیا د خپل نسل د بقا د پاره راپاسو او هغه طبقه چه څوک د جهالت په تیارو کښی په هر څه سبب چه وی، ورکه او بے درکه شوې ده ،راپیدا کړو او د علم په رڼاګانو ته یې راوباسو ..
    اخر تر کومه به زمونږ دا خوار اولس د دنیا د قومونو نه ډیر وروستو په سختو او مشکل حالاتو کښې په تیندکونه راروان وی.؟

    Comment

    Working...
    X