افغانستان خپلواک دﺉ که بلواک ؟ (ن.صمد)
چارشنبه, 18 A لیکوال : نثار اugust 2010 11:19 نثاراحمد صمد
چارشنبه, 18 A لیکوال : نثار اugust 2010 11:19 نثاراحمد صمد
حمد صمد
Code:
[CENTER]خلک وایی چی د اسد ۲۸مه د افغانستان د خپلواکۍ ۹۱ یمه کالیزه ده . مګر په واقعیت کی [SIZE=6]دغسی نه ده ، بلکی د دې ۹۱ کالو څخه « لس کلنه » شوروۍ نیونه او « نهه کلنه » امریکایی نیونه اصولأ باید منفی سی چی پدې حساب افغانستان د ۱۹۱۹ کال راهیسی جمعأ ( ۷۲ ) کاله د خپلواکۍ له نعمت نه برخمن سوﺉ دﺉ او بس .[/SIZE] [SIZE=6] که یو څه شاته ولاړ سو ، نو و به ګورو چی افغانستان هغه بد نصیب هېواد دﺉ چی په صرف ۸۲ کالو کی درې ځله د وخت د ستر ځواک تر پوځی نیونی لاندی راغلی دﺉ . افغانستان په نولسمه پیړۍ کی انګریزانو نیولی و ، په شلمه پیړۍ کی شورویانو نیولی و ، او دا دﺉ په یوویشتمه پیړۍ کی هم امریکایانو نیولی دﺉ . لومړني اشغال د افغانستان ریښې ولړزولې ، دوهمي اشغال هغه سُستي کړې ، او درېیمي اشغال له بېخه پسی وکښلې .[/SIZE] [SIZE=6] افغان ولس تل د پردي یرغل او بهرنۍ نیوني پر ضد کلک مقاومت کړﺉ او یرغلګر یی هر ځل د سترو تلفاتو او شدیدو سر خوږیو سره مخامخ کړي دي . د هندوستان مرستیال واکمن « لارډ لارنس » حق په جانب و چی ولیکي « افغانان به فقر حتی له خطره ډک ژوند وګالي خو د پردیو تر واک لاندی راتلل هیڅکله هم نه زغمي .»[/SIZE] [SIZE=6]همدا علت دﺉ چی افغانان د « ملی مبارزینو » په نوم د انګریزانو سره وجنګېدل ، د « مجاهدینو » په نوم د شورویانو سره وجنګېدل او د « طالبانو » په نوم هم نن د امریکایانو سره جنګیږي . سابقه او تجربه ښیٍٍیًً چی تر څو د افغانستان نیونه جاري وی نو مقاومت به هم موازی ور سره رهی وی . دا به حق تلفي او ناځواني وی چی د افغانانو دا غیرت او سرښندنه د پردیو ( مثلأ پاکستان ) په پله کی ور واچوو او د افغاني همت اعتبار ټول نورو ته وقف کړو حال دا چی په باطن کی ښه پوهیږو چی دا هر څه بنا پر کومه خاصه عُُُقده او عقیده باندی کوو .[/SIZE] [SIZE=6] په هر صورت ، که موږ ووایو یا نه ، او که نړیوال ووایی یا نه ، افغانستان نن د امریکا تر باالقوه اشغال لاندی دﺉ . افغان عوام ګرم نه دي چی وایی موږ « د غلام هېواد آزاد خلک » یو چی پر سر مو د بلیونونو ډالرو سیاسی تجارت روان دﺉ . د کابل رژیم خو هسی هم د واشنګټن لخوا خلق سوﺉ ، اوبه سوﺉ ، لوی سوﺉ ، او «مشروع ؟!» سوﺉ دﺉ نو ځکه په حساب کی نه راځی . دغه رژیم د امریکا تر پوځی مداخلې وروسته وزوکېد چی په مصنوعی توګه یی د « ویټامین بي- ۵۲ » په زور ژر ژر لوی کړ او په چل ول ، ټګۍ او تذویر سره یې پسی « قانونی ؟! » کړ . ځکه نو هغه اصلأ خپلواک نه بلکی بلواک دﺉ .[/SIZE] [SIZE=6] وګوری ، بهرنۍ نیونه خو هغه وي چی په زرګونو بهرني پوځیان ( د اشغالی ولس د اجازې او موافقې نه پرته ) پخپل سر اړونده هېواد ته ور ننوځي ، خپل مخالف رژیم نسکور کړي او پر ځای یی خپل ګوډاګیًً یا د خپلي خوښي رژیم نصب او تحمیل کړي ( امریکا ته پر افغانستان باندی د حملې اجازه نه افغان ولس او نه هم ملګرو ملتونو ورکړې وه ، بلکی د امنیت شورا د ۲۰۰۱ په سپټمبر کی صرف دا اختیار ورکړﺉ و چی د تروریزم پر ضد خپله دفاع وکړي « نه دا چی پر افغانستان حمله وکړي » . په دې پریکړه لیک کی هیڅ د افغانستان نوم هم نه دﺉ ذکر سوﺉ .)[/SIZE] [SIZE=6] بهرنیًً اشغال خو هغه وی چی یرغلګر پوځونه صرف او صرف پخپله اراده او خپله قومانده سره په اشغالی هېواد کی بی کنټروله او بی مسؤلیته پوځی عملیات ، بم ورۍ ، نیوني او وژني وکړی ، هیڅوک او هیڅ مرجع یی هم مخ نسی راګرځولای که هغه ګوډاګیًًً رژیم وی او که بهرنی جهان وی .[/SIZE] [SIZE=6] بهرنۍ نیونه خو هغه وی چی د اشغالی هېواد ځمکنۍ بشپړتیا او ملی حاکمیت په روزمره توګه پایمال وی . په سلګونو بهرني پوځیان هره ورځ په خپلو طیارو کی دې هېواد ته داخلیږی یا له هغه نه وزی ، نه د رژیم مشر او نه یې هم د دفاع وزیر او نه هم هیڅوک په خبر وی چی هغوی له کومه راځی ، چیری ځی ، څه شی راوړي ، څه شی وړي ، څه کوي او پر کومه ولسوالی یا کوم کلي باندی د بمونو باران لوروي او څومره انسانان پارچه پارچه کوي .[/SIZE] [SIZE=6] بهرنۍ نیونه خو هغه وی چی اشغالګر پوځونه د نیولي هېواد پر مځکه او فضا مطلق حاکمیت ولری ، هیڅ کوم ګوډاګی مقام هم نه پوهیږی او نه هم پدې خبر وی چی د ورځی څو نظامی پروازه له خارج نه داخل ته یا له داخل نه خارج ته کیږی .[/SIZE] [SIZE=6] بهرنۍ نیونه خو هغه وی چی د هېواد په عمده پوځی هوایی اډو کی د رژیم آن یوه پوځی طیاره یا هوایی قوت موجود نه وي ، بلکی مطلق کنټرول یې د اشغالګرو په واک کی وي .[/SIZE] [SIZE=6] بهرنۍ نیونه خو هغه وی چی د پورتنیو کوایفو له امله هېواد تقریبأ د ملی حاکمیت ، ځمکنۍ بشپړتیا او ملی او سیاسی مشروعیت څخه بی برخی وی . اصلی اراده او اداره باالکل د پردیو په لاس کی وی او د هېواد د برخلیک تصمیم د هغه د پولو څخه بهر نیول کیږی . همدا علت دﺉ چی د اشغال په صورت کی د خپلواکۍ ، دیموکراسۍ ، آبادۍ ، انتخاباتو او لویو جرګو جوړول . . . ټول هغه غولونکي او ساختګی لوبی دي چی نتایج یی له مخکی څخه لا معلوم او ثابت وي .[/SIZE] [SIZE=6] بهرنۍ نیونه خو هغه وی چی د نړۍ د سرمایدارترینو هېوادو د شتون او نیونی سره سره د اشغالي هېواد ولس د غربت او مصیبت شپې سبا کوی او پر سر یی ښه سیاسی بزنس روان وی .[/SIZE] [SIZE=6] بهرنۍ نیونه خو هغه وی چی هېواد یو تولیدی حالت نه بلکی یو بشپړ مصرفی حالت ولری او ملی اډانه په خټو کی بنده وی . صادرات پر مځکه خو واردات پر آسمان ګرځی . مافیایی او مخدره اقتصاد په اوج کی وی . د ارتشأ او فساد بازار ښه په موج کی وی .[/SIZE] [SIZE=6] بهرنۍ نیونه خو هغه وی چی هلته بیا رغاونه د میږي په رفتار سره روانه وی او که کوم څه هم کیږی نو هغه تش په نوم او غیر تولیدی یا غیر عایداتی جنبه لری ، او یا هم دا چی تبلیغاتی یا سیاسی هدف لري .[/SIZE] [SIZE=6] آیا د پورتنیو څو لنډو انګیرنو څخه کومه یوه یی په افغانستان کی صدق نه کوی ؟ نو داچی د نړۍ لومړنیًً شتمن هېواد یعنی امریکا دلته د خپل اشغال سره سره مؤثره پانګه نه اچوی ، د ترازو د « پوځی حل » پله یی له مځکی پورته کېدای نسی خو د « سیاسی حل » پله یی بیا مځکی ته را کوزیدای نسی ، نو دا ترې ثابتیږی چی افغانستان د یوویشتمي پېړۍ یو بلواک هېواد دﺉ ، او واشنګټن افغانستان د یو بل هدف لپاره استعمالوي او پخپله یی هغه په کار نه دﺉ . اوس شواهدو ثابته کړې چی « تروریزم » یوه پلمه وه او اصلی غایه د کسپین د حوزې او منځنۍ آسیا نفتی زیرمتون ته ځان ور رسول دﺉ چی دروازه یی همدا افغانستان دﺉ . دوهم دا چی افغانستان د درو عمده ستراتیژیکی سیمو د تړلو نقطه ده چی هغه منځني ختیځ ، منځنۍ آسیا او جنوبی آسیا ده او واشنګټن همدې نقطې ته سخته اړتیا لری . پدې حساب ، افغانستان نن د خپل حساس موقعیت قرباني سوﺉ دﺉ او د خپل دغه مهم دریځ سزاوي ګالی .[/SIZE] [SIZE=6] هو ، دا هر څه د تاریخ تکرار دﺉ . وګوری برتانیې په ۱۹ مه پېړۍ کی افغانستان ته نېغ ضرورت نه درلود ، بلکی هغه یې د هندوستان د « طلایی مرغۍ » د ژغورني په غرض نیوﺉ . شوروي اتحاد هم په ۲۰ مه پېړۍ کی افغانستان نه غوښت بلکی هغه یې پر « تړمو اوبو » د کنټرول په خاطر نیوﺉ . کټ مټ امریکا هم نن په ۲۱ مه پېړۍ کی افغانستان نه غواړي بلکی هغه یې د منځنۍ آسیا او کسپین د « نفتی زیرمو» د خپلولو په هدف نیولیًً دﺉ او بس .[/SIZE] [SIZE=6] فلهذا ، برتانویانو په نولسمه پیړۍ کی افغانستان د « یو بل هدف » په غرض د خپلواکۍ څخه محروم او بلواک کړﺉ و ، شورویانو بیا هغه په شلمه پیړۍ کی د « یو بل هدف » په غرض لس کاله د خپلواکۍ څخه محروم او بلواک ساتلیً و، او باالاخره امریکایانو بیا په یوویشتمه پیړۍ کی افغانستان د « یو بل هدف » په غرض دا نهه کاله کیږی چی د خپلواکۍ څخه محروم او بلواک کړﺉ دﺉ ( خیر دﺉ که موږ هر څومره هم ځانونه په عارفانه تجاهل سره تېر کړو ، خو دا تریخ حقیقت نسی پټېدای ) .[/SIZE] [SIZE=6] امریکا په خپل دغه ارتکاب سره هغه ګرانښت او محبوبیت چی د افغانانو په زړونو کی یې درلود ، ټول له لاسه ورکړﺉ او برعکس هغه په مخالفت آن نفرت سره بدلېدونکیًًً دﺉ . دا ځکه چی امریکا پرون د شوروی څخه په اصطلاح د افغانستان د آزادونکی او نجات ورکونکی رول لوباوه ، خو نن دا دﺉ پخپله د هماغه افغانستان نیونکیًًً او اشغالګر سو . ځکه نو ، که نن موږ د افغانستان د « خپلواکۍ!» د نمانځني په غرض هرڅومره خوښۍ او میلې جوړي کړو ، هرڅومره مشاعرې او غونډي جوړي کړو ، هرڅومره محفلونه او جشنونه جوړ کړو ، هرڅومره کنسرټونه او اتڼونه جوړ کړو ، بیا هم د یو تریخ حقیقت په توګه افغانستان د تیرو نهو کالو راهیسی خپلواک نه بلکی بلواک دﺉ . والسلام ، ( ن . صمد )[/SIZE] [SIZE=6] [/SIZE] [SIZE=6] [/SIZE] [SIZE=6][/SIZE][/CENTER]
