Announcement

Collapse
No announcement yet.

بدخشان کې ډاکټران وو که نصرانيان 17-08-2010

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • بدخشان کې ډاکټران وو که نصرانيان 17-08-2010

    بدخشان کې ډاکټران وو که نصرانيان 17-08-2010
    محمد امان دراني
    په تېرو څوورځو کې مجاهدينو د بدخشان په ولايت کې د يوې بهرنې مؤسسې چې د I.A.M په نامه ياديږي لس کار کوونکي ووژل ويل شوي چې دغه مؤسسې د طبي او خيريه کارونو تر پوښښ لاندې د افغانانو دنصراني کولو چارې پرمخ بيولي، مجاهدين وايې چې د دقيقو راپورونو او پلټنو څخه وروسته دوى دغه اقدام کړى او نورو ورته مشبوهو استخباراتي او نصراني تورو شبکوته يې خبر ور کړې چې د دا ډول گمراه تبليغاتو څخه دې فوراً ډه ډه وکړي د مخالفت په صورت کې به ورته بالمثل جزاء ورکول کيږي چې ټوله پړه او ملامتيا به دهمدغه نصراني يهودي مؤسسو پر غاړه وي دا څه اول ځل ندې چې نصراني تبليغاتي ډلگې د بهرنيو استخباراتي ادارو تر مستقيمي لارښوونې لاندې د خيريه او بشري مرستو تر پوښښ لاندې نصرانيت ته بلنه کوي او د غريبو افغانانو د غربت فقر بې سوادې نه په گټه اخستو سره غواړي موحد او پر يوه الله جل جلاله ايمان لرونکى مؤمنان په لوى لاس د درې خدايانو په منلو قانع کړي چې ورته د (ثالوث) تثليث باطله عقيده ويل کيږي
    بل خوا د دغې نصراني مؤسسې مشر
    (Dirk R Frans)اعلانوي چې گويا د دوى د وژل شويو کار کوونکو د وژل کيدو سره سره به بيا هم خپلو هلو ځلو ته ادامه ورکړي، د دغې مؤسسې مشر
    (Dirk. R. Frans) له ژمنې معلوميږي چې دې او د ده ډلگې دغه په اصطلاح (مقدسه نصراني بلنه ) نه پريږدي او دې هم داسې معلوميږي چې دهمدغه کړنو قرباني شي ځکه دې او دده نصراني ډله په بر بنډه توگه د افغانانو پر دين عقيدې او اسلامي ثقافت او کلتور تيرى کوي دا پداسې حال کې چې د ده هېواد دى او دده مؤسسه د تيري کوونکو تر مخامخ لارښوونې لاندې کار کوي د دوى او د يرغلگرو حکم يو دې خو صرف دکار ځايونه يې بيل دي بلکې ويلاى شو چې د غربي قواوو له موجوديت څخه دغه تبليغاتي ډلگى لکه ډاکټران وغيره ډير زيات خطرناک دى ځکه دې ډلگيو ته عام اولس او ساده خلک ژور پام نشي کولى خو حقيقت دا دى چې دا ډلگى خطرناکې دي.
    د (I.A.M) مؤسسې نصراني مشر دا تورونه ردوي چې گواکى دوى نصرانيت ته خلک بلل او وايي چې زمونږ کار کوونکي له سياست او مذهب سره هيڅ اړيکه نلري که دا خبره د ده رښتيا وي نو افغان ولس له دا ډول مؤسسو څخه په کلکه غوښتنه کوي چې دغه مشبوهې او فاسدې مؤسسې او انجيوگانې دې خپل ټغر ټول کړي افغانان د دوى خدماتو ته هيڅ اړتيا نلري په کومه چې راغلي په همغه لار دې بيرته زر تر زره ستانه شي ځکه د دوى موخې او اهداف اوس ټول افغان مجاهد ولس ته ښکاره شوى ددوى لپاره د هېواد په هيڅ برخه کې امان نشته ځکه دا محاربين دى او ددوى حکم د نورو محاربينو په شان دى، په افغانستان کې پراته صليبيان که پوځيان دي او که ملکيان گډ او مشترک هدف لري او هغه د افغانستان په طبيعي زيرمو قبضه لگول او دافغانانو نصراني کول دي چې افغان مسلمان او مجاهد ولس ته دمنلو ندى او په همدې موخه له دغه غاصبو صليبي قواوو سره جنگيږي او دا دى د فتحې په درشل کې دي او دغه غاصبو هېوادونو سياسي او پوځي ماتې خوړلې او اوس بايد جهادي قوتونه زر تر زره سياسي اتحاد وکړي او د هر ډول نفاق شقاق اوتيروتنو څخه ډه ډه وکړي دا د افغان مؤمن ولس غوښتنه ده چې بايد مونږ ورته لبيک ووايو د څو کسانو او څو نومونو او څو اشخاصو پر سر بايد خوا بدي نشو ځکه زمونږ د امت او ملت غوښتنې ارمانونه د څو کسانو د څو نومونو او څو اشخاصو څخه لوړ دي ځکه زمونږ د امت او ملت غوښتنى ارمانونه د څو کسانو د خوشحالولو څخه ډير اوچت دي، مونږ شايد د څو کسانو پر سر خامخا خوابدي کيداى شو خو د امت دارمانونو او دملت د آزادي اسلامي حکومت پر سرکله هم نشو خفه کيداى ځکه دا زمونږ مشترک ارمان او هدف دي پدې لاره کې هر مجاهد پوځي او فکري جنگيالي د قدر وړ دي د هېواد د آزادۍ او اسلامي دولت د جوړولو په لاره کې بايد هر ډول تعصب تنظيمي ژبني اړيکې شاته او غور ځوو، خپله ټوله توجه او پام د اشغالگرو وتو او دخپلواک اسلامي دولت جوړيدو ته راواړوو او هغه دارنگه چې ټول جهادي قوتونه د الله جل جلاله پخاطر او بيا د خپل مسلمان ولس په خاطر له هر ډول کوچني او لويې اختلاف څخه ډه ډه وکړو دې کې زمونږ ټولو کاميابې ده ځکه دښمن د اختلافاتو غوښتونکى دى راځۍ د دښمن هيلى ناهيلۍ کړو د جهاد د بشپړې کاميابۍ په هيله ..... پاى.
Working...
X