Announcement

Collapse
No announcement yet.

ټرمپ به پر پاکستان فشار زیات کړي

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • ټرمپ به پر پاکستان فشار زیات کړي

    تاند- رستم شاه مومند وايي، احتمال شته چې د امریکا نوی ولسمشر دونالد ټرمپ د افغانستان د مسلې په خاطر پرپاکستان فشار زیات کړي څو طالبان یا د سولې خبرو ته حاضر کړي یا یې له خپلې خاورې وباسي.

    رستم شاه مومند نن /پنجشنبه/ ازادی رادیو ته وویل، د امریکا د فشار په صورت کې به پاکستان روسیې او چین ته نور هم نژدې شي خو ده په عین حال کې ومنله چې دونالد ترمپ له روسیې سره د امریکا اړیکې نژدې کوي او ولادیمیر پوتین هم د دونالد ترمپ د غوره کېدو هرکلی کړی دی.

    ده وویل چې امریکا پاکستان ته اړتیا لري ځکه چې پاکستان اتومي وسله لري.

    رستم شاه مومند دا هم وویل چې د امریکا د فشار په نتیجه کې به افغان طالبان د پاکستان له کنټروله ووځي او پر دې ډلې به د پاکستان اغېز ختم شي.

    د رستم شاه مومند په وینا پر طالبانو د پاکستان د کنټرول د ختمېدو په صورت کې به دا امکان له منځه لاړ شي چې دا ډله د سولې خبرو ته حاضره کړای شي. خو ده په عین حال کې دا احتمال هم مطرح کړ چې په داسي حالت کې ښايي امریکا او د افغانستان حکومت له طالبانو سره مخامخ خبرې وکړي.

    په کابل کې د پاکستان د پخواني سفیر په باور په دوحه کې د افغانستان د حکومت او طالبانو وروستۍ مخامخ خبرې د افغانستان د سولې په پروسه کې د پاکستان د ګوښه پرېښودلو لومړنۍ نښه وه او داسي ښکاري چې طالبان د پاکستان له منځګړتوبه پرته د سولې په خبرو کې ګډون د ځان په ګټه ویني.

    په کاناډا کې د افغانستان پخوانی سفیر عمر صمد هم باور لري چې ټرمپ به پر پاکستان فشار زیات کړي چې دا به د افغانستان د مسلې له حل سره مرسته وکړي.

    ډونالډ ټرمپ د انتخاباتي کمپاینونو په لړ کې په دې سختې نیوکې کړي چې په افغانستان کې د زرګونو امریکایانو د وینو له بهېدو او د ملیاردونو ډالرو له مصرفېدو سره سره د افغانستان وضعیت ښه شوی نه دی.

    ده په عین حال کې په دې تاکید کړی چې په افغانستان کې د لږ شمېر امریکايي پوځیانو موجودیت د پاکستان د اتومي وسلې په خاطر لارمي دی.

    ترمپ د پاکستان په وړاندې له هند سره د لا نژدې اړیکو پر جوړولو تاکید کړی دی.

    ټاکل شوې ده چې دونالډ ټرمپ د جنورۍ په شلمه رسماً د امریکا د ولسمشر په توګه کار پیل کړي.
Working...
X