داعش يا د حیرانونکو خبرو ټولګه دا ډله تل حیرانونکې فتواوې ورکوي، زياتی او وژنې يي هم په هره برخه کې نوې ديdayish که طالبان زموږ خبره ونه مني ميرمنې به يي زموږ وينځې وي dayish.
څو ورځې کيږ په ننګرهار کې ددې ډلې او طالبانو تر منځ نښتې پيل شوي دي ويل کيږي په ځينو مواردو کې د سيمې خلک له طالبانو ننګه کوي خو داعش تل د فلمي ډيالوګ وروستۍ برخه را پيلوي او بیا يي پیل ته راځي يانې داسې چې د زیاتي او وحشت له ډاره يي خلک پټه خولو وي.
له تیرو له څو ورځو راهیسې په ننګرهار کې د داعش جنګیالیو او طالبانو ترمنځ جګړې زور اخیستي او دواړه خواوې هم یو بل ته د درنې مرګ ژوبلې له اوښتو خبر ورکوي.
په نوي کړنه کې د ننګرهار په شینواري ولسوالۍ کې داعش ډلې، وسله والو طالبانو ته لس ماده ایز پریکړه لیک وړاندې کړي چې د بټي ولسوال په خبره په دې پریکړه لیک کې له طالبانو غوښتل شوې چې سود به نه کوي، ولور به نه اخلی، کوکنار به نه کړي، ښځې به له کوره نه وځي ، پټی به په ګرو نه نیسي ، په نیول شویو سیمو کې به د طالبانو ښځې د داعش جنګیالیو وینځي او نیول شوې طالبان به هم د دوي غلامان وي.
د بټي کوټ ولسوال افغان ځواک ته ويلي دي: اوس مهال په بټي کوټ ولسوالۍ کې دواړه ډلې شتون لري او د يو بل پر وړاندې جګړه کوي.
د بټي کوټ ولسوال زياتوي:په دې ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو ترمنځ پوره همغږي شتون لري او افغان ځواکونه له داعش ډلې او طالب جنګیالیو سره د مبارزې لپاره پیاوړی تیاری لري.
د افغان امنیتي چارواکو په خبره په افغانستان کې د داعش وسله واله ډله د لومړي ځل لپاره د ننګرهار په بټي کوټ ولسوالۍ کې رامنځ ته شوه او ریښې یې د دې ولایت نورو سیمو ته وغځول شوې.
خبريال: حمزه خيوه وال

Comment