Announcement

Collapse
No announcement yet.

کرزي ته لیک :امروز ولي بندیږي ایاایران اوک

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • کرزي ته لیک :امروز ولي بندیږي ایاایران اوک

    کرزي ته لیک :امروز ولي بندیږي ایاایران اوکه نورو ... د امروز تلویزیوني چینل د خپرونو د بندیدو په تړاو ښاغلي کرزي ته څو گیلې
    ایا رشتیا هم په افغانستان کی د رسنیو څار شته او دغه څار د ټولو لپاره دی که یوازی د څو رسنیو لپاره ؟؟؟؟؟؟؟؟
    که رشتیا هم له رسنیو څخه د څار کومه کمیټه او شورا وی نو بیا ولي د هغو رسنیو خپروني نه بندوي چي د افغانستان د سرسخته او سوگند خوړلي دښمن هیواد ایران په لارښونه او مالي مرسته زمونژ دگران هیواد دمعنوي پانگي دلمنځه وړلو په موخه خپروني کوي.
    وگورئ پرته له څو رسنیو چي افغاني دي او رشتیا هم چي افغانیت ته په درناو ي سره خپروني کوي نوري تولي رسنۍ په رسا لاس وهنو سره ملي یو والئ له منځه وړي او تل یې موخه په افغانستان کي سیمه ایزو ژبنیو قومي او نورو اختلافاتو ته لمن وهل دي ولي دهغو ئ خپروني نه بندی.ي دا ځکه چي هغوی خو د افغانستان ستر کولتوري دښمن ایران او په افغانستان کی د یو شمیر ایران الصله اجنټانو دي
    هغوئ خو په ارگ کي له ولسمشر سره غټ خیټي استازي لري .
    هغوی خو له ایران سره ژوري اړیکي لري او هغوئ خو له ولسمشر سره دافغانستان دملي تریمنالوژئ د لمنځه وړلو هوکړه لیک لاس لیک کړی دی
    د هیواد په وزیرانو شورا کي عالي جنابانو !
    که تاسی رشتیا هم اسلامیت او افغانیت ته درناوی لری نو بیا ولي دهغو تلویزیونو خپروني نه بندوی چي له اسلام او افغانیت سره په تکر کي دي او ښه بیلگه یې د نورین تلویزیون د سرزمین من خپرونه ده چي یو ژورنالست نه بلکی یو ...... یې چلوي چي په دی خپرونه کي تل تر گواښ لاندي ولسمشر صیب نه بیا تر تاسي ښاغلیو وزیرانو پوري تول رټي سپکوي خو چا ورزیني پوښتنه ونکړه چی ستاسي دنده څه ده او تاسي څه کوئ ؟
    زه د ولسمشرۍ ماڼۍ په څلورو دیوالونو کي له څلورو ایرانیانو سره راگیر کرزی صیب نه دا پوښتنه کوم چي ایا ته هم په ایران کي دا واک لرې چي یو خصوصي تلویزیون یې بند کړې ایا دا واک لرې چي دخپلو هغو زندانیانو پوښتنه وکړې چي له دریو زرو څخه زیات یې په اعدام محکوم شوي دي ایا ته دا واک لرې چي په هغه هیواد کي دهغو افغانانو پوښتنه وکړې چي شتمنۍ یې ورځني په زور اخستل کیږي او بیا په وهلو وهلو افغانستان ته راستول کیږي ؟
    که نه ته یوازي ددې واک لرې چي ایران او په افغانستان کي میشتو ایران اصلو ته دا واک ورکړې چي یو خصوصي تلویزیون په دې گناه بند کړې چی د ایران له سترو جنایاتو څخه پرده پورته کوي او په هیواد کي میشت ایران اصله د افغان دښمنان یې نه شي زغملی او په غبرگون کي یې دوزیرانو شورا په خوله د یاد تلویزیون د بندیدو حکم صادر کړي ؟؟؟
    د ټولو فرهنگیانو دیو والي ا و د ایراني کولتوري شکیلاک پر وړاندي د غبرگون په هیله

    احمدشاه بابا مینه کابلbenawa.com

Working...
X