بلکويل زړور شو، چټيات یې لا دوام لري
ه. مومند
22.07.2010 11:35
په هندوستان کې د امريکا پخواني سفير رابرټ بلکويل بيا د افغانستان د ويشلو خبره کړې ده. دا ځل یې په برتانوۍ ورځپاڼه فاينانشال ټايمز کې کړې ده.
ښکاري چې بلکويل زړور شو. په دې نوې ليکنه کې يې لږې خبرې رد او بدل کړي دي او نور يې کټ مټ هماغه شيان ليکلي چې په خپله مخکېنۍ ليکنه کې یې کړي دي. دا سړی مفلس دی، د نوي ليکلو څه نه لري خو دا چې شورای نظار ته نږدې دی نو د هغوی د خولې خبرې په خپل نوم ليکي. د بلکويل مخکېنۍ ليکنې ته افغانانو سخت غبرګون ونه ښود نو دا ځل یې په لا معتبره ورځپاڼه کې خپل چټياټ خپاره کړل.
بلکويل بيا وايي چې* افغانستان دې ووېشل شي.*سوېل دې طالبانو ته ورکړل شي او امريکا دې د افغانستان شمال او لويديځ ته پام وکړي چې طالبان ترې هغه ونه نيسي. په شمال او لويديځ کې دې ۴۰ تر ۵۰ زره پوځ وساتي،*هلته دې*دولتي پوځ پياوړی کړي*او په لويديځ دې هوايي بريدونه کوي چې طالبان ترې شمال او لويديز ونه نيسي.
سړی حيران شي چې ايا د امريکا ټول سفيران داسې احمقان دي! بلکويل تراوسه په دې نه پوهېږي چې طالبان د سيمو د کنترول پاره نه جنګېږي. طالبان د معنوي ارزښتنونو لپاره جنګېږي. طالبان له ټول افغانستان څخه د بهرنيانو وتل غواړي.
بلکويل بې رحمه او د ښکلېګر فکر او پوچې عقيدې استازيتوب کوي. نومړی وايي خير دی که په سويلي سيمو طالبان حاکم وي او ((ښخې وزورول شي)) خو په همدې حال کې په سويل کې د غير پښتنو په اړه اندېښمن دی. بلکويل کټ مټ د کوم ستمي افکار په خپلو ليکنو کې مطرح کوي.
اوس چې د طالبانو او نورو مخالفو ډلو سره د مذاکراتو خبره مطرح کېږي نو شورای نظار او ستميان په وېره کې دي چې نور خو د دوی سوداګري نه کېږي. نو ښه به دا وي چې امريکا په افغانستان کې نور ملګري ونه ګوري، جګړه دوام وکړي او غرب تل د دوی له خدمتونو ګټه واخلي. بلکويل همدا طرحه وړاندې کوي.
په امريکا کې د ((Lobby)) سيستم رايج دی. د دې سيستم له لارې ډلې او شرکتونه په واشنګټن کې خلک په دندو ګماري چې په واشنګټن کې یې له ګټو دفاع وکړي او چوپړ ورته ووهي. شرکتونه د دې په بدلې کې چوپړ وهونکو ته معاشونه او امتيازات ورکوي.
بلکويل د شورای نظار لابي کوي. نوموړي ته پيسې ورکړل شوي دي چې دا ډول تبليغات وکړي او په افغانستان کې د سولې د پروسې مخه ونيسي.
د بلکويل د چټياتو ښه ځواب به دا وي چې د سولې او مذاکراتو په پروسه کې افغانان اخلاص وښيي او د ښکېلګرو او د هغوی د مزدورانو او ګوډاګيانو پلانونه شنډ کړي. د بلکوېل او د هغه د طرحې د ماسټرانو (نظار شورا وغيره) ښه ځواب دا دی چې د جګړې ټولې خواوې مذاکراتو سره پوره اخلاص وښيي او افغانستان ته نجات ورکړي.
طالبان او حزب اسلامي بايد په دې فکر کې نه وي چې جګړه به وګټي او د خپل زړه حکومت به وکړي. افغانستان له ډېرو توکمونو او فکرونو جوړ هېواد دی. که بهرنيان پښې سپکې کړي او دوی په کابل واکمن شي، نو هرومرو يوه بله کورنۍ جګړه پيل کېږي چې طبيعي پايله یې د افغانستان تجزيه ده. که دوی په زور له بهرنيانو واک ونيسي نو له نړيوالو بنديزونو سره به هم مخ وي. ښه به وي چې طالبان او حزب اسلامي د مذاکراتو له لارې موخې تر لاسه کړي. هم به یې افغانستان بچ کړی وي او هم به د نړيوالې ټولنې سره د بندېزونو او خرابو اړيکو مخنيوی کړی وي. هر څوک چې په افغانستان کې واکمني کوي نو نړيوالو سره ښو اړيکو ته اړتيا لري. که نه بيا افغانستان* نه شي چلولای او د افغانانو اړتياو ته ځواب نه شي ويلی.
راځئ په ګډه بلکوېل او د هغه استعماري نقشې ته ځواب ووايو. مذاکرات وکړو، لاسونه سره یو کړو، او د افغانستان دښمنانو ته غاښ ماتی ځواب ورکړو.
په فاينانشال ټايمز کې د بلکوېل چټيات دلته لوستلای شئ.
که په فينانشال ټايمز کې یې نه شئ لوستلای دلته ټک ورکړئ.
سرپاڼه
د ليکوال څو نورې لیکنې
د شپون صيب د پرانيستي ليک په اړه