د پاکستان حکومت یو ځل بیا ویلي چې د افغانستان له راتلونکي حکومت سره به کار وکړي، څو د دواړو هیوادونو ترمنځ اړیکې نورې هم پراخې شي .
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د ویاندې په وینا، دغه هیواد باور لري چې یو باثباته او پیاوړی افغانستان د سیمې او پاکستان په ګټه دی .
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وياندې تسنيم اسلم ویلي، پاکستان د يوه باثباته او په خپلو پښو ولاړ افغانستان ليدل غواړي، چې دا د پاکستان په ګټه دى.
نوموړې په افغانستان کې د ولسمشرۍ د ټاکنو د هرکلي ترڅنګ زياتوي، چې په افغانستان کې د ولسواکۍ غښتلې کول، د سيمې لپاره هم مهمه او اړينه مسئله ده.
په افغانستان کې د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټاکنې د وري په ١٦مه ترسره شوې، چې وروستۍ پايلې به يې د راتلونکې غويي مياشتې په ٢٤مه اعلان شي.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان حکومت یو ځل بیا پاکستاني چارواکي تورن کړي چې له افغانستان سره کړې ژمنې نه دي عملي کوي .