Announcement

Collapse
No announcement yet.

په بغلا ن کی دی طالیبانو چلند دی ولوس سرة.

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • په بغلا ن کی دی طالیبانو چلند دی ولوس سرة.

    22.07.2010 تول افغان

    د طالبانو د واکمنۍ له پرځېدو وروسته دا ګڼل کېده چې ګواکې اوس به نو د ټولو ډلو ټپلو خلک د يوه مرکزي دولت او يوه بيرغ تر سيوري لاندې راټولېږي،ځکه چې دتېرو څه دپاسه دوو لسيزو جګړو خلک ډېر ځپلي او هر سړی له جګړې ستړی دی.
    خو له بده شامته د سولې د پلويانو يانې امريکا او ملګرو له يې داسې څه وشول چې په لږه موده کې د طالب او هر بل مخالف په مړه وجود کې يوارې بيا سا وچلېده.

    د هيواد د نورو برخو پشان په شمالي ولاياتو په ځانګړې توګه د بغلان د مرکز پلخمري په اړوندو کې چې امريکا او امريکايي خېلو له پښتنو سره څه وکړل ټولو ته ښه مالوم دي او بيا تکرار ته یې اړتيا نه وينم يواځې په لنډیز سره به ووایم چې د دغه ولايت دلرې پرتې ولسوالۍ اندراب چې له پنجشېر سره پوله لري ټوپکمار چې ښکاره ده د مسعود د شورای نظار غړي ول پر مرکز راتوی شول او په زرګونو وسله وال پښتانه مجاهدين يې وګواښل،هغوی له پښتنو وغوښتل چې که د سر امان غواړي نو سيمه دې دسيد کیان د اسماعليه ملېشو څخه پاکه او دوی يانې اندرابیانو ته وسپاري نه یواځې دا بلکې خپلې ټولې وسلې دې هم ورته وسپاري نو په بدل کې به دوی ته دومره امتیاز ورکړل شي چې د القاعده ټاپه به پرې نه وهل کېږي

    پښتنو خوارکیانو هم د خپلو لسګونو ځوانانو د قربانۍ په بدل کې کياني ملېشې پسې واخيستې او واک يې مسعودي ملېشو ته وسپاره همداشان په زرګونو ميله سپکه او درنه وسله يې هم هغوی ته وسپارله.

    نور نو په دغه ولايت کې له پښتنو سره د مور ميرې سلوک پيل شو.

    د وخت په تېرېدو سره پښتانه دې ته اړ شول چې يوارې د حاکم نظام او بهرنيو وسله والو پرخلاف وسلې ته لاس کړي، ددغې سيمې د دهنې غوري ولسوالۍ د احمدزيو د کلي ځوانان يو په بل پسې د نظام پرخلاف راپاڅېدل بلاخره چې په څو پېښو کې يې له پوليسو نه په سلګونوميله وسله ونيوله او ځانونه يې منظم کړل.

    دغو کسانونه خو له طالبانو سره اړيکې لرلې نه له حزب اسلامي او نه له بل چا سره بلکې يواځې په عشرونو او زکاتونو او له پوليسو نه په نيول شويو وسلو يې ځانونه چلول.

    څو مياشتې وړاندې طالبانو دغې سيمې ته يوتن چې ويل کېږي د هيواد د ختيځو ولایاتو اوسېدونکی پشه يي توکمی دی (د نوم له اخيستو يې ډډه کوم) د ولسوال يا مسوول قوماندان په توګه ور ولېږه،د ځايي طالبانو يا وسله والو ځوانانو په وینا دې کس ډېرې بې کوکه پيسې مصرفولې او هڅه يې کوله چې په سيمه کې د پيسو په زور نفوذ پيدا کړي خو ځايي وسله وال ور پسې پاڅېدل او دهغه څو تنه جنګيالي يې بې وسلې او له سيمې نه وشړل او دا يې ورته وويل چې که بیا هلته وليدل شو نو وبه وژل شي

    د يوه ځايي وسله وال يا طالب په وينا دې کس به خلکو يا خپلو کسانو ته ويل چې بايد ملي پوليس او ملي اردو ووژل شي،همداشان پر ځايي وسله والو طالبانويې دا نيوکه کوله چې ولې ملي پوليس او دملي اردو سرتېري له نيول کېدو وروسته ژوندي خوشې کوي او بله دا چې ولې دهغوی پر موټرو او پوستو بريدونه نه کوي؟

    ځايي وسله والو طالبانو به په ځواب کې ورته ويل چې پوليس او اردو ددې وطن بچي دي او موږ يې خپل ورونه ګڼو دا چې د دولت په لیکو کې دي دا هم ښه خبره ده ځکه چې نن ده که سبا امريکا په تېښته ده نو همدغه خلک دي چې زموږ د سبا ورځې ملي پوځ به راته په پښو ودروي. خو دې پشه يي ځوان دا نه ملنه.

    بلاخره خبره دې ته ورسېده چې له پېښوره د طالبانو مشرانو د دهنې غوري د طالبانو مشران (ددوی له نومونو يادولوهم ډډه کوم) پېښور ته وبلل،خو له پرله پسې په اسطلاح جلب هغوی له راتګ څخه ډډه کوله،

    څو ورځې وړاندې خبر شوم چې دغه دغه مشران پېښور ته راغلي او د طالبانو له مشرانو سره يې پر اړوندو مسايلو خبرې کړي. د يوې باخبره سرچینې په وینا په پېښور کې ناستو طالب مشرانو ته ويلي چې نور بايد ځانونه د طالبانو په غورځنک کې منظم کړي او په يواځې ځان څه نشي کولی،د طالبانو يو شرط دا هم و چې دغه پشه يي طالب بايد د ولسوال او خپل مشر په توګه ومني،د دهنې غوري مسوولينو يا قوماندانانو ورته ويلي ول چې دا څو کاله يې له خپله جېبه او په خبل سر دا کارونه يا جهاد کړی او له دې وروسته به يې هم کوي،نه دبل ځای کس د مشر په توګه مني نه د ولسوال وغيره،که هرڅه وي دوی به يې پخپله کوي.

    د سرچينې په وينا له يوې اوونۍ خبرو اترو وروسته طالبانو ورته ويلي ول چې هغه پشه يي ځوان يې د بغلان د والي په توګه وټاکه،نو د دهنې غوري طالبانو ورته ويل چې موږ يې د ولسوال په توګه نه منو او تا راته والي کړ؟

    اوس داسې ښکاري چې هغه پاکستانی طالب سيمې ته رسېدلی او يا يې په سیمه کې نفوذ پيدا کړی،دا خبره په دې دليل کوم چې نن مې دبي بي سي په پښتوويب سايټ کې ولوستل چې په دهنه غوري کې له شپږو پوليسو سرونه غوڅ کړل شوي

    هغه ورځ چې پېښور ته ددهنې غوري د طالبانو له راتګ خبر شوم په زړه کې مې راغلل چې خبره لاړه مرداره شوه، ځکه چې نور نو واک پاکستانيانو ته ورسېد اوهغوی خو نو ښکاره ده چې د ملي پوځ او ملي پوليسو دښمنان دي او غواړي دغه شتمني مو په هسته کې خنثی کړي.

    د يوه مسلمان په توګه ددهنې غوري له طالبانو هيله کوم چې د خدای لپاره ځانونه د غلامۍ په لومو کې مه نښلوئ
    ~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~
Working...
X