Announcement

Collapse
No announcement yet.

د حکمتيار اختريز پيغام؛ که لږکيو ته ګواښ!

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • د حکمتيار اختريز پيغام؛ که لږکيو ته ګواښ!

    د حکمتيار اختريز پيغام؛ که لږکيو ته ګواښ!


    د اختر په مناسبت دغه پيغام، د ملا محمد عمر له اختريز پيغام سره په يوه وخت، د حکمتيار له خوا رسنيو ته استول شوی دی. خو د ملا محمد عمر د پيغام پر خلاف، چې په هغو کې خلکو ته د دې ډاډ ورکولو هڅه شوې، چې له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو تر وتلو وروسته له چا نه د غچ اخېستلو هوډ نه لري؛ د حکمتيار په پيغام کې هزاره ګانو ته نېغ په نېغه ګواښ شوی دی. د پيغام ګواښونکې لهجه د همدغه پيغام له ځينو نورو برخو سره هم په ټکر کې ده، لکه چې په يوه ځای کې وايي: مجاهدينو ته توصيه كوم، چې خپله ټوله توجه اصلي دښمن ته (بهرنيانو) واړوئ. په نورو نښتو کې ځان مه مصروفوئ. نوموړی د فډرالي نظام مخالف دی او باميان او دايکنډي يې داسې ولايتونه ياد کړي دي، چې د بلخ په څېر په فډرالي نظام اداره کېږي.
    بست باستان خبري اژانس
    دغه پيغام له کومې لاسوهنې پرته، له درنو لوستونکو سره شريکوو:

    د نېکمرغه کوچني اختر په مناسبت د حزب اسلامي افغانستان د مجاهد امير محترم ورور حکمتيار د مبارکۍ پيغام
    بسم الله الرحمن الرحيم
    وَ رَدَّ اللَّهُ الَّذِينَ كَفَرُوا بِغَيْظِهِمْ لَمْ يَنَالُوا خَيراً وَ كَفَى اللَّهُ الْمُؤْمِنِينَ الْقِتَالَ وَ كانَ اللَّهُ قَوِياًّ عَزِيزاً الاحزاب: 25
    گرانو هېوادوالو!
    د ايمان او عزت سنگرونو مدافعينو!
    وروڼو خويندو! السلام عليكم و رحمة الله و بركاته
    د كمكي اختر د رارسېدو په مناسبت مباركي وايم، الله تعالى دي ستاسو طاعات، عبادات او دعاگاني قبولي او د يوه واقعي اسلامي حكومت په راتلو سره دي ستاسو نېكي هيلي ترسره كړي، د مؤمنو مجاهدينو سپېڅلي جهادونه او سرښندني دي قبولي او د شهيدانو درجې دي لوړي كړي، الله تعالى دي د اسلام كورني او بهرني دښمنان له لا زياتي ماتې او ذلت سره مخامخ كړي، او زموږ راتلونكي اخترونه دي په داسې حال کې راولي چې هېواد مو آزاد وي، ټول اشغالگر ځواكونه وتلي وي او په آزاد او خپلواك افغانستان کې د مجاهدينو په لاس د افغان ولس د خوښې اسلامي حكومت قائم شوى وي. إن شاء الله دا ستره او سپېڅلې هيله به ترسره كېږي، امريكايان او انگرېزان به د خپلو روسي ملگرو په څېر زموږ له هېواده وځي او د شوروي اتحاد په برخليك به اخته كېږي، د دې نښي راڅرگنده شوې دي او إن شاء الله رارسېدا يې لري نه ده. د دې ورځې د رارسېدو په هيله او لدې فرصت په استفادې سره څو عرائض لرم:


    • افغانان بايد ډاډه وي چې د الله تعالى نصرت او د بشپړي فتحي ورځ رانږدې شوې، د كابل مفسد او كرغېړن امريكايي نظام شړېدلى، اشغالگران د جنگ له دوام او گټلو مأيوس شوي، ځاني او مالي تلفات يې هغې كچي ته رسېدلي چې مزيد زغمل يې ورته گران شوي، سپينه ماڼۍ د خپل ولس تر جدي فشار لاندې ده او له افغانستان د عاجل وتلو مطالبه ترې كوي، د ناټو غړي د خلکو دې پوښتني ته د منلو وړ ځواب نه لري چې موږ ولې هلته جنگيږو او تر ننه مو له دې جگړې له تابوتونو پرته بل څه ترلاسه كړي؟؛ دې اوږده جنگ امريكا او اروپا له سخت مالي او سياسي بحرانونو سره مخامخ كړي، هېڅ لاسته راوړنه نه لري.


    • په داسې حال کې چې د افغان ملت ټول قومونه د تاريخ په اوږدو کې د وروڼو په څېر د يوه بل څنگ ته او د وورورۍ او برابرۍ په فضاء کې پاته شوي، ټولو په گډه له خپل هېواد دفاع كړې او د تجزيې او تفرقې هره هڅه يې په گډه شنډه كړې خو اشغالگرانو زموږ د هېواد د اشغال له لومړۍ ورځې بيا تر ننه دا منصوبه درلوده چې يا به افغانستان په دائمي توگه تر خپل اشغال لاندې ساتي او كه دا ورته ممكنه نه شوه نو زموږ هېواد به تجزيه كوي او د جگړې د دوام شرائط به برابروي.


    • د فيدرالي نظام رامنځته كول، وروڼه قومونه سره جنگول، د اقليت او اكثريت په نامه فتنې راولاړول، اقليتونو ته په امنيتي ځواكونو او ملكي اداراتو کې دومره لويه برخه وركول چې اقتدار په بشپړه توگه د دوى په واك کې وركړي او د ټولني غوڅ او مطلق اكثريت له خپلو عادلانه حقوقو او مقام محروم او غبرگون ته يې وهڅوي، د اقليتونو لپاره مستقل ولايات جوړول، د خپلي خوښې واليان ټاكل او هغوى ته د پراخ صلاحيت انتقال، او دې ته ورته هڅي په دې موخه ترسره شوې چې د افغانانو ملي وحدت له منځه يوسي او د يوه ځواكمن مركزي حكومت له رامنځته كېدو مخنيوى وكړي، پانگه وال نظام مسلطول او شتمني، بانكونه، شركتونه، مخابراتي وسائل او نشراتي مؤسسات او صوتي او تصويري رسنۍ د څو مزدورو كړيو په لاس کې وركول... دا د هغوى د منصوبې ځيني برخي دي، دا اوس د بلخ په څېر باميان او داى كندي د مستقلو ايالتونو حيثيت لري، داى كندي د جنوب تر ډېرو ولسواليو د نفوس له پلوه وروسته دئ، خو د ايران ډالرو او د امريكايانو منصوبې ارگ دې ته اړ كړ چې د ولايت په توگه ومنل شي، د هزاره جاتو ټول ملكي او نظامي ادارې او واك يې هزاره وو ته سپارل شوي، واليان، قومندانان، ملكي مأمورين، امنيتي ځواكونه، ښوونځي، پوهنتون، استادان، قاضيان ... ټول د هزاره توكم په واك کې دي، له شيعه پرته بل څوك په کې نه ترسترگو كېږي، د امريكايانو تر حمايې لاندې ډلي يې دې ته هڅولې دي چې د پښتنو ټولي زمكي غصب كړي، هغوى پرېنږدي چې خپلو سيمو ته ولاړ شي او خپلي زمكي تصاحب كړي، كوچيان نه پرېږدي چې خپلو مېنو، څړځايونو او ورشوگانو ته ولاړ شي، د هغو امنيتي ځواكونو له لوري پر دغو مظلومو كوچيانو بريدونه كوي او له سيمي يې باسي چې د فوځ او پوليس دريشي يې په تن دي، د امريكايانو هغه خاص ځواكونه له همدغو هزاره ملېشو جوړ شوي وو چې په وردگ ميدان کې د هغوى وحشيانه جناياتو ټوله نړۍ ولړزوله، كرزى يې دې ته اړ كړ چې ووايي: په يوې اونۍ کې بايد دا ځواكونه له سيمي وايستل شي، او دفاع وزارت ته يې امر وكړ چې دوى خلع سلاح كړي. خو دا هسي د خولې ډزي وې.


    • د پرديو بړېڅي بايد په دې پوه وي چې د امريكايانو د مټو په زور چې كومه مستي كوي، پاى به يې ډېر عبرتناك وي، هغه ورځ به راورسېږي چې مظلوم افغانان به د خپلو غصب شوو حقوقو ترلاسه كولو لپاره ملاتړي، هغه مهال به دا د پرديو په زور مست ظالمان او غاصبين نه يوازي د هېواد په شرق، غرب، جنوب او مركز کې خپلي زمكي، كلي، نوي جوړ شوي ښارگوټي له لاسه وركوي بلكي د هېواد په هېڅ گوټ کې به پناه ځى ونه مومي، ځيني به يې ايران ته تښتي او ايرانيان به همغه څه ورسره كوي چې پرون يې ورسره كړي، د نړى په هېڅ هېواد کې له هېڅ مهاجر سره دومره ظلم او وحشيانه سلوك او بې رحمانه چلن نه دئ شوى لكه چې په ايران کې له هزاره وو سره شوى!!


    • امريكايانو د مقاومت د ځپلو لپاره له هېڅ جنايت ډډه ونه كړه، كله يې په كليو، كورونو، د خلكو د غم او ښادۍ په غونډو بمونه او راكټي وورولې، كله يې په جوماتونو، مدرسو، مكتبونو، ښارونو او د خلكو د گڼه گوڼي په ځايونو کې چاودني وكړې، كله يې د ښوونځيو نجوني مسمومي كړې، كله يې د مخكنيو مجاهدينو هغه غړي ترور كړل چې اوس د دوى په څنگ کې ولاړ دي، هر لوري ته يې لاس وغزولو او هر جنايت او ذليل او وحشيانه عمل ته يې ملا وتړله خو هېڅ څه يې ترلاسه نكړل، زموږ مؤمن او هوښيار ولس ښه پوهېږي چې دا كارونه ټول د دښمن له لوري دي، چې يا يې مخامخ په خپله كوي، يا يې د كابل په امنيتي ځواكونو کې د خپلو جاسوسانو په لاس او يا يې د مجاهدينو په ليكو کې د خپلو ذليلو مزدورانو په لاس. دا او دې ته ورته كارونه د سي آى اې په وينا او د ملي امنيت رياست (مار) له لوري ترسره كېږي.


    • إن شاء الله اشغالگران به وځي، له وتلو پرته بله چاره نه لري، د دوى ذليلو ملگرو ته وايو: توبه وكړئ، خداى ته مخه كړئ، د خپل ملت غېږي ته راوگرځئ، خپله توره سابقه جبران كړئ، له خپل تندي د غلامۍ تور داغونه پاك كړئ، د اشغالگرانو لمن پرېږدئ، له دوى مه غواړئ چې نور هم پاته شي، دا هيله مو نه ترسره كېږي، تاسو به داسې پر ميدان يوازي پرېږدي لكه شوروي اتحاد چې خپل كمونيست مزدوران پرېښودل، ستاسو برخليك به تر كمونيستانو هم ډېر بد وي، د افغان ولس كورني دښمنان به دا ځل له داسې سپېره برخليك سره مخامخ شي چې د راتلونكو نسلونو لپاره به هم د عبرت باعث وي.


    • څوك چې گمان كوي اشغالگران به داسې امنيتي ځواك جوړ كړى شي چې د دوى له وتلو وروسته هېواد اداره كړي او د اشغالگرانو نيمگړى جنگي مأموريت بشپړ او مجاهدينو ته ماته وركړي، يا گمان كوي چې اشغالگران به وتوانېږي داسې مضبوط، ځواكمن او مقتدر حكومت جوړ كړي چې د دوى له وتلو وروسته دوام وكړي او د دوى گټي خوندي وساتي؛ دا كسان يقيناً چې سخت دوكه شوي، د ناټو له وتلو وروسته به د كابل لاس پوڅى حكومت او د پرديو په لاس روزل شوي امنيتي ځواكونه له همغه برخليك سره مخامخ كېږي چې د شوروي اتحاد په لاس تپل شوى حكومت او ذليل وطن پلورونكي كمونيستان ورسره مخامخ شول. هغه مفسد او لاس پوڅى نظام به څنگه دوام وكړي چې بانكونه يې غارت كېږي، دولتي او شخصي زمكي د چارواكو له لوري غصب كېږي، چارواكي او كورنۍ يې په مالي او اخلاقي فساد کې تر ستوني غرق دي، په ټولو فسادونو کې امريكايي جنرالان او د دوى غله افغان ملگري او چارواكي برابر شريك دي، دا مفسد نظام او مفسده اداره دوى پرافغانانو تپلي، دا مفسد چارواكي دوى د امريكا او اروپا له هوټلونو او كابارو راغونډ كړي افغانستان ته يې راوړي او د اقتدار پر گدۍ يې كښېنولي.


    • د امريكايانو لاس پوڅي دا گمان كوي چې بيا به دبن د غونډي په څېر او د يوې شيطاني اجماع په ترڅ کې په قدرت کې ابقاء شي، دې ته متوجه نه دي چې د 2001 او 2014 تر منځ ژور توپيرونه دي، هغه مهال امريكايانو كابل ورته نيولى وو، د هېواد پر فضاء بي 52 جهازونه گرځېدل، امريكايانو په ټولي نړۍ کې د وېري او رعب داسې فضاء جوړه كړې وه چې هيچا د دوى په ضد د څه ويلو جرأت هم نه شو كولو، چا دا گمان هم نه كولو چې په افغانستان کې به څوك د دوى په ضد مقاومت وكړى شي، ايران، پاكستان او ټول اسلامي هېوادونه دې ته چمتو شول چې پر افغانستان د امريكايانو د يرغل ملاتړ وكړي، اته څلوېښتو حكومتونو عملاً په يرغل کې د دوى ملگرتيا وكړه، اوس امريكايان سرټيټي او نامراد وځي، له ماتې وروسته وځي، سپك شوي، هيمنت او رعب يې په ټولي نړۍ کې ختم شوى، ولس يې له جگړې متنفر دئ، فوځيان يې ستړي او ناهيلي دي او د جنك گټل ورته محال برېښي، ناټو تر 2014 وړاندي د وتلو پرېكړه كړې ده، نه پوهېږو د دوى ذليل لاسپوڅي اوس څنگه گمان كوي چې د ملي اجماع امريكايي غونډي او غولوونكو انتخاباتو په نامه به افغانان دوكه كړي او په اقتدار کې به پاته شي!! د يولك پنځوس زره بهرني ځواكونو د حمايې تر چتر لاندې ستاسو حالت داسې وو چې په كابل او حتى ارگ کې مو ځان خوندي نه گڼلو، د كابل ولسواليو ته نشوى تللى، د دې ځواكونو له وتلو وروسته به ستاسو حالت څنگه وي؟!! رښتيا ووايئ: آيا ستاسو ډېرو همدا اوس د اروپا او امريكا وېزې پر خپلو پاسپورټونو نه دي لگولې، آيا ډېرو مو خپلي كورنۍ بهر ته نه دي لېږلې؟!! مگر انگرېزانو او امريكايانو خپلو جاسوسانو او ترجمانانو ته همدا اوس اوس وېزې نه دي وركړې؟!!


    • دا يو څرگند حقيقت دئ چې صلح او امنيت يوازي هغه مهال راتلى شي او جگړه پاى ته رسېدى شي چې بهرني ځواكونه ووځي، د افغانستان په كورنيو چارو کې د بهرنيو لاسوهني متوقفي شي، افغانان پرېښودى شي چې خپلي ستونزي په خپله حل كړي، د خپلي خوښې نظام او د اعتماد وړ صالح مشران غوره كړي، څوك چې گمان كوي د بهرنيو ځواكونو په شتون کې به جگړه پاى ته ورسېږي؛ سخته اشتباه كوي.


    • غرب د اسلامي امت له راويښېدو وېرېدلى، دا ويښتيا او پايلي يې د خپلو استعماري گټو لپاره ستر گواښ گڼي، د همدې لپاره يې هغه عراق وځپلو چې د اسرائيلو په وړاندي يې ستر گواښ گڼلو، په دريو برخو يې د وېشلو هڅه كوي، سودان يې د جگړې د ختمولو په بهانه ووېشلو خو جگړه لاروانه ده، ليبيا يې وځپله او د تجزيې لپاره يې هڅي كوي، په سوريه کې غواړي د ليبيا تجربه تكرار شي، پاکستان هدف گرځېدلى او غواړي دا هېواد تجزيه كړي، پر افغانستان او عراق د بريد او بيا د اشغال په لومړيو کې يې د ايران د دريځ ستاينه كوله او د بن په غونډي کې يې شريك كړ خو اوس يې د اتمي وسلو جوړولو په تور تر گواښونو لاندې نيولى، په برما کې يې د مسلمانانو عام وژنه پيل كړې، په مصر کې يې د منتخب حكومت په ضد د فوځي كودتا منصوبه پلې كړه، په تش لاسو لاريون كوونكو د مصري فوځ د وحشيانه بريدونو او په سلگونو مصريان په خپلو وينو کې رغړولو مرسته او حمايت كوي، په تونس کې يې هم دې ته ورته لوبه پيل كړې.


    • زموږ ملت پرديو ته د تسليمېدو پېغور نه مني، پر خپل ايمان، عزت او خپلواكۍ سودا نه كوي، تر غلامۍ عزتمن مرگ او د الله په لار کې شهادت سل ځله غوره گڼي، زموږ غيرتي ولس له هغه چا كركه لري چې پرديو ته يې د ذلت سر ټيټ كړى، د غلامۍ كړۍ يې په خپلي غاړي کې اچولې، له يرغلگرو سره يې ملگرتيا كړې، هغوى ته يې پر خپل هېواد د بريد بلنه وركړې، د هغوى تر قومندې لاندې د خپل ولس په ضد جنگېدلى، زموږ ځلانده تاريخ تل داسې كرغېړني څېرې غندلې او زموږ ولس د هغوى څلي په ډبر ويشتلي.


    • مجاهدينو ته توصيه كوم چې خپله ټوله توجه اصلي دښمن ته واړوئ. په نورو نښتو کې ځان مه مصروفوئ، كله چې د خپل ټوپك په شاجور کې مرمۍ اچوئ نو نيت او قصد مو بايد دا وي چې دا به يوازي د اصلي دښمن په سر او سينه کې تشوم، هغه كسان په خپلو ليكو کې مه پرېږدئ چې خلك ځوروي، اسلامي اخلاق نه لري، اسلامي اصول نه مراعاتوي، د مجاهدينو تر منځ اختلافات او لانجې راولاړوي، د مجاهدينو د يووالي مخه نيسي، وروڼه قومونه سره جنگوي، د قومي او ژبني اختلافاتو فتنو ته لمن وهي، دوى يا د دښمن له خوا گمارل شوي منافقين دي او يا هغه چې په لاشعوري توگه د دښمن په گټه كار كوي، هغه چا ته د يوه مجاهد په سترگه مه گورئ چې د اصلي دښمن د جنگي ځواك د ځپلو پر ځاى نوري موخي لري، له داسې چاودنو ډډه وكړئ چې عام ولس ته په کې زيان رسي، د دولت ملكي مامورين، ښوونكي، قاضيان، ملايان، انجنيران، ډاكټران، خبريالان او نور غير محارب كسان مه وژنئ، له خلكو په زور عشر او زكات مه اخلئ، عشر او زكات د اسلامي حكومت له لوري او له هغو خلكو اخيستل كېږي چې امنيت يې اسلامي حكومت تأمينوي.

    • افغان ولس بايد مطمئن وي چې د دغه مبارك جهاد په نتيجه کې به إن شاء الله ټول بهرني ځواكونه زموږ له گران هېواده وځي او په خپلواك او آزاد افغانستان کې به ستاسو د خوښې اسلامي حكومت جوړېږي.

    ------------------------------------------
    Gulbuddin, leader of the Islamic Party of Afghanistan (Hezb-e-Islami) accused foreign troops for plotting the division of Afghanistan with the support of the minority groups, in a bid to pave the way for continued war in the country. Hematyar in a statement released on the occassion of Eid-ul-fitr said that foreigners are scrambling to disorganize the central government by creating the federal system in the country and devilry by differentiating the minority and majority groups.

    He said the foreigners have given more share to minorities in security institutions, and has created a separate province for the minorities besides where the governor is also appointed according to their will.


    According to Hekmatyar, Bamiyan and Daikundi provinces have the status of independent states similar to Balkh province. Hekmatyar in his letter also accused the presidential palace for being under the pressure of Iran Dollars and programs of the United States of America. He said Daikundi was created an independent province due to Iran and U.S. pressures, and all the authorities including civil and military institutions were given to Hazaras and Shias. He also pointed towards the territorial issues between the Kuchis (Nomads) and Hazaras in central Maidan Wardak province, and said that certain groups backed by United States were encouraged to conquer the lands of Pashtuns, and do not allow the Kuchis to go to their lands. Hekmatyar in his letter also warned the Hazara minority that the oppressed people of Afghanistan one day fight against their rights which have been seized from them and at that time there will be no place for the Hazaras to hide. He said that a number of the Hazaras will escape to Iran but they will not be welcomed and will face barbaric cruel behaviors of the Iran people and government.


    In parts of his letter, Gulbuddin Hekmatyar compared the current situation of the country with the soviet occupation and warned that the minority groups in favour of the foreing troops will face such a punishment that will remain a lesson for their coming generations.


    Gulbuddin Hekmatyar is leading an anti-government militant group in Afghanistan and has been blacklisted by US Department of State. His militants are mostly operating in eastern and north-eastern provinces of the country. He is believed to be hiding somewhere in Pakistani tribal region.
Working...
X