Announcement

Collapse
No announcement yet.

افغان نوۍ پاسپورتونه

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • افغان نوۍ پاسپورتونه

    افغان نوۍ پاسپورتونه
    افغان نوي جوړ شوي پاسپورتونه پهنړیوال ستندرد یا سویه جوړ شوي چې په عامه اصطلاح کمپيوټري دي او ټول مهم امنیتي کوډونه او نښې نښاني یې په کمپیوټر کې ثبت دي او زياتې نورې اسانتیاوې پکې په پام کې نیول شوي دي، ددې تر څنګ به په پاسپورت کې د پخوا په څیر عکس نه سریښیږي بلکې ډيجیټلي اخيستل کیږي او عکس به د پاسپورټ په پاڼه کې چاپیږي.د یادوني وړ ده چې د عکس په صفحه کې ۱۶ امنیتې کوډونه په نظر کې نیول شوي دي. د نويوپاسپورټونو د اعتبار نیټه پنځه کاله ده ، چې د نيټې له ختمیدو وروسته د پاسپورت خاوند ته نوی پاسپورت ورکول کيږي او بیرته نه تمدیدیږي . دکورنیو چارو وزارت چارواکي وایې مخکیني پاسپورتونه هر چا تر لاسه کولای شواي حتی خارجیانو په غیر قانونی توګه به یې پاسپورتونه اخیستل او د افغانانو په نامه به یی ځینی ناوړي ګټی ورڅخه پورته کولي. له همدی کبله افغانان په ډیرې ملکونو کې له یو شمیر ستونزو سره لاس او ګریوان وه چې پس له دي به هغه ستونزي حل شې.
    په درنښت
    حشمت
    دامریکا متحده ایالاتودعمومي قومنداني دبریښنایې خبرواترو تیم
    Digital Engagement Team - USCENTCOM

  • #2
    ta dasey kawaley shey che da dagha nawi pasportuno aksuna/inzuruna dalta ukhayey , da lumrhi makh, da dwayam aw da sha/wrusta makh
    dera manana

    Comment

    Working...
    X