دغزني ولایت اوسېدونکي عبدالواحد خپله ماشومه لور ددرملنې لپاره پېښور ته راوستلې ده . دهغه دلورکۍ پر سر باندي غټي غټي دانې (تیومر) راختلي دي .افغان ډاکترانو ورته ویلي چې ددې ماشوې درملنه* په افغانستان کې شونې نه ده او دا علت دی چې هغه پېښور ته بېولې ده . هغه له ځان سره پنځوس زره کالداري پنځه ویشت زره افغانۍ لرلې چې دخپلي لور علاج په وکړي . دپېښور پولیسو تېره ورځ یې*

دنیعمت کدې سره نېژدې د بورډ تهکال په سیمه کې پولیسو دا پیسې ورڅخه یووړې او دی یې پر تش ډاګ پرېښودو .*

په پېښور کې دخبریال ویبپاڼې همکار وايي چې موږ ډېره هڅه وکړه چې دخیبر پښتونخوا حکومت له ځینو لوړرتبه چارواکو سره خبري وکړو ،خو ونه توانېدو او هغوی حاضر نه دي چې ددغه افغان په اړه له رسنیو سره خبري وکړي .*
په پېښور کې دافغانستان دکونسلګري یوه چارواکي دنوم نه ښودلو په شرط ددې خبري پخلی وکړو او زیاته یې کړه چې په دې موضوع یې لاس پوري کړی دی .*
عبالواحد چې له یوې خوا په پېښور کې مسافر دی او له بلې خوا یې نازولې لور ددرملنې لپاره انتظار باسي له افغان حکومت نه وغوښتل چې په دې اړه جدي ګام پورته کړي .*
نوموړي خبریال ویبپاڼې ته دخبرو پر مهال باندي وویل چې دپاچاخان بابا داولاد په حکومت کې داسي څه ورسره وشول چې تر دې وړاندي په پاکستان او پښتونخوا کې نه وو ورسره شوي . هغه ته پولیسو ګواښنه کړې ده چې که چېرته ددې موضوع په اړه خوله خلاصه کړي*
دترهه ګري په تور به یې ونیسي .*
دا پېښه په خیبر پښتونخوا کې په داسي حال کې وشوه چې هلته دعوامي نېشنل ګوند دحکومت پر مهال باندي تر بل هروخت افغان کډوال تنګول کېږي . له هغوی نه پېسې او شتمنۍ اخیستل کېږي او له سختو ستونزو سره لاس او ګریوان دي .*

