Announcement

Collapse
No announcement yet.

Iranian backed Hazara's Militia massacred Pakhtuns in Urizgan .

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • Iranian backed Hazara's Militia massacred Pakhtuns in Urizgan .

    For those of you who cant read Pakhto .

    In uruzgan province a group Of Iranian backed Hazara's militia massacred innocent Pakhtuns witch include women and children .




    د اروزګان په خاص اروزګان کې هزاره ګانو يولس پښتانه وژلي دي


    2 Aug 2012, 11:18
    خپرونکي : عبدالمنان ارغند
    د اروزګان ولايت امنيتي باوري سرچيني د نوم نه ښودلو په شرط bوايې چې د اروزګان ولايت د خاص اروزګان ولسوالۍ په اړونده سيمو کې تېر ته ورته تاوتريخوالى راغلى او پکښې پنځلس تنه پښتانه وژل سوي دي.
    په تېر کې د هزاره هېوادوالو چې مشري يې شجاعي نومي کس کوي او د پښتنو تر منځ اخ و ډب راغلى وو ولي دا ځلي بيا هم هماغه ورته ډلي دي.

    يوه امنيتي باوري سرچينه وايې چې د خاص اروزګان ولسوالۍ په متکزى نومي سيمه کې وسله والو طالبانو دوه هغه هزاره ګان ووژل کوم چې د بهرنيو ځواکونو سره يې دنده لرل.
    د سرچيني په وينا چې د هزاره توکم يو شمېر کسانو په نوموړي سيمه کې د پښتنو په وژلو لاس پوري کړ چې پر مهال يې يولس تنه ووژل او يو شمېر نور يې ژوبل کړل.
    په افغان فوځ کې د اروزګان ولايت يو جګپوړى چارواکى د نوم نه ښودلو په شرط وايې چې دا پېښه سوي او هغه کسان چې د هزارګانو له لوري وژل سوي دا مهال يې د راوړلو څوک نسته او نه هم هغه سيمي ته امنيتي ځواکونه تللى سي.
    په اروزګان ولايت کې يوه بله باوري سرچينه وايې چې په وژل سويو کې ښځي او کوچنيان هم شامل دي.
    د اروزګان* ولايت د والي* وياند عبدالله همت هم وايې چې داسې اوازي او ګنګوسي خپري سوي دي ولي په دقيق ډول څه نه سي ويلاى.
    هغه وايې چې ددي پېښي په اړه يې جدي پلټني پيل کړي دي.
    وروسته له هغه چې د اروزګان ولايت په خاص اروزګان کې د بهرنيو ځواکونو له لوري په سيمه کې د شخصي مليشو د جوړولو خبر ورکول سو ور سره سم ګڼي ستونزي هم را پورته سوي.
    د خاص اروزګان ولسوالۍ د بازار سره د يوي ټليفوني اړيکي پر مهال قومي مشر عبدالرحيم وويل چې دا پېښه سوي او د شجاعي په مشرى د هزاره ډلي د پښتنو دېرش تنه بيولي دي کوم چې يولس تنه يې وژلي او پاتي نور اوس هم اسيران دي.
    هغه وايې چې وسله والو طالبانو دوه تنه هزارګان د دولت او بهرنيو ځواکونو سره د تړاو په تور سرغوڅ کړي ول ځکه نو هغوى غبرګون ښکاره او بې ګنا پښتانه يې ووژل.
    دى وايې چې ددي هزاره توکم له مشرانو سره د پښتنو د مشرانو خبري رواني دي ولي تر اوسه کومي پايلي ته نه دي وتلي.
    *
    چاپ


    ~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~

  • #2


    Video
    ~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~

    Comment

    Working...
    X