Announcement

Collapse
No announcement yet.

ISI hacked Khabaryal.com

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • ISI hacked Khabaryal.com




    خبریال ویبپاڼه چې له څه دپاسه دوو اونیو را هیسته ، پاکستاني پوځي چارواکو په خپل هیواد کې بنده کړې وه ،ددوشنبې په ورځ *په بشپړه توګه هاکرانو له منځه یوړه .دپښتو او پښتنو ددښمنانو بریدونه اوس هم پر خبریال ویبپاڼه دوام لري خو دخبریال تخنیکي ډله یې دشنډولو هڅه کوي .
    *پاکستاني چارواکو دخبریال ویبپاڼې پر ځینو تبصرو او خبرونو باندي نیوکې لرې چې ګواکې ددوی دملي ګټو سره ټکر لري . دخبریال ویبپاڼې قانوني مشاورین او دادارې مشرتابه له پاکستاني چارواکو سره په تماس کې وو او هغوی یوازي یوه خبره کوله چې خبریال د(PTA) له لوري دپاکستان په (PTCL)*کې بنده شوې وه .*
    دپاکستان پوځي چارواکو دخبریال ادارې ته ومنل چې ویبپاڼه ددوی له لوري*بنده شوې ده ،خو له تفصیل ورکولو یې ډډه وکړه .
    دا چې پاکستان پر افغانستان باندي انټر نیټ پلورلی نو دافغانستان په ډېرو برخو کې هم خبریال ویبپاڼه بنده وه . دادارې دهڅو اودفشار په پایله کې افغان ټلیکام پاکستاني*چارواکي اړ کړل چې په افغانستان کې پاڼه پرانیزي ،خو اوس دوالي هوسټ کمپنۍ چې په روسیه کې یوه نړۍ واله اداره ده وايي چې خبریال ویبپاڼه په داسي* حال کې هاک شوه چې دهغوی پر عمومي سرور لسګونه زره بریدونه وشول .*
    دخبریال اداره دپاکستاني چارواکو له لوري* دپاڼې دبندې دو په کله غندنه کوي په افغانستان او نړۍ کې له خبریالانو او دمدني ټولنو له استازو هیله لري چې دا نا وړه عمل په کله وغندي*.*
    که څه هم دپښتو او افغانستان دښمنان هڅه کوي چې دیوې ملي خبري ادارې مخه ډب کړي ،خو دخبریال ادارې هم پتېیلې ده چې دورته بریدونو او کړنو سره هر اړخیزه مبارزه یې دتګلاري برخه ده .*
    موږ له خپلو لوستونکو بخښنه غواړو چې د۶ ساعتونو لپاره مو دهیواد په تودو پېښو خبر ونه ساتلای شول .
    دخبریال ویبپاڼې قانوني مشیران به ددغه ناوړه عمل په خلاف دراتلونکې لایحه عمل وروسته اعلان کړي .*


    ~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~

  • #2
    I wish we infiltrate Afghans.
    Dark Vader Ghost King El Malo Camello Papa

    Pro-Black is Pro-Righteous!

    Comment

    Working...
    X