موږ د قام غلامي په هېڅ صورت نه منو او منل يي کفر بولو
Mashar Mehmood Khan Achakzai speech Quetta Jalsa 25 June 2012 Part 1 - YouTube
Mashar Mehmood Khan Achakzai speech Quetta Jalsa 25 June 2012 Part 2 - YouTube
پنجاب دی خپل هغه جرنیلان خامخا د مازغو ډاکټر ته بوځي کوم چې دا فکر کوي چې افغانستان به ونیسي، په افغانستان کې د چنګیز خان هډوکي مات شوي دی، د مغلو پښې ماتې شوي دي، تیمور افغانانو ګوډ کړی و، د سکندر ملا د باجوړ افغانانو ماته کړی وه، فیرنګي په افغانستان کې په زرګونو کپرئ خاورې کړی دی، بیا د سرګودهې او لاهور لیوني څنګه افغانستان نیولې شي، که لاهور په دغه دوو پټاخو مغرور دی نو د روس نه دی پوښتنه وکړي روس د پنجابیانو نه سل چندې ډیر ایټم بمونه لرل. افغانستان به جوړیږي، خامخا به جوړیږي، پښتانه به سیالان وي، خامخا به سیالان وي، نور د پښتنو ځوانان په هر څه کې خپل برخه غواړي که په امن برخه ورنه کړل شوه په ټوپک کې د پښتنو سیالان په ټوله نړئ کې نشته

Comment