کي کراں؟(پنجابي
څه اوکړم؟
څه اوکړم؟
يوڅوورځوله اپريل کې پاکستان ته تلې وَم ـ يوه ورځ لاهور کې، د ډاکټر هما صيب سره د هغۍ ځوۍ ډاکټر شفقت صيب کره روان وۀ چې د نهر پل له او رسيدو نو څه ګورو
چې د ګلبرګ مين روډ او د نهر چوک په عين ميئنځ کي د يو رکشا ډرائيور او يو موټر سائيکل والا، فري سټائيل باکسنګ ننداره وه ـ خلک پياده که په موټرو کې، ټول په ننداره وۀ ـ ريفري هم نه وۀ او نه څوک ليونې وۀ چې خلاصون ئې کړې وې ـ ټول ټريفک په ځاۍ ولاړ وۀ ـ د سړک په غاړه، د يو وچ بوټې په سوري، د دوه سټار يو ټريفک پولس افسر ښه په قلاره ولاړ وه ـ ننداره ئې کوله ـ ډاکټر هما صيب د موټر شيشه ښکته کړه او ورته ئې وينا اوکړه ـ“ کچ کر تانړه دار صاب ” ـ نو تانړه دار صاب ورله جواب ورکړو ـ“ ميں کي کراں ؟ ” ـ
په دې فقره مې سوچ اوکړو نو دا خو مخکې هم ما ډير ځله د اولس او د ذمه دار خلقو د خلې نه اوريدلې وه ـ او چې نور سوچ مې پرې اوکړو نو د دې په حقيقت پوهه شوم چې دا خو اوس د پاکستان کلمه ده چې د هر سړې په ژبه ده ـ
يو فقير ته مې او وې چې په دې خير غوښتو دې قوم وشرموۀ ؟ نو جواب ئې راکړو : ميں کي کراںـ
يو رشوت خور افسر ته مې او وې ـ زان له دې آخرت خراب کړې دې نو جواب ئې راکړو : ميں کي کراں
د پارليمنټ يو اشنا ممبر ته مې او وے ـ ګوره حکومت او طاقت ستاسو لاس کې دې نو د دې بد حالۍ د پاره ولې څه نه کوۍ ـ جواب ئې راکړو : ميں کي کراں
نو تپوسونه مې پريښودل خو خيالي تپوسونه مې شروع کړل ـ هغه په دې رنګ وۀ ـ
وزيرِ اعظم ته مې او وې چې ته د سپريم کورټ فيصله ولې نه منې
جواب ئې راکړو چې سپريم کورټ يو څه وائې او صدر صيب بل څه ـ زۀ خوبې اختياره وزيرِاعظم يم ـ ميں کي کراں
د چيف جسټس نه مې تپوس اوکړو چي وزيرِ اعظم ستا فيصله نه مني ـ نو جواب ئې هم هغه وۀ ـ ميں کي کراں
د فوځ د جنرل صيب نه مې تپوس اوکړو ـ چې دا فوځيان ولې خپل بې ګناه خلک وژني نو جواب ئې راکړو ـ حکومت ځمونږ لاس کي نه دې ـ ميں کي کراں
صدر صيب له اورسيدم چې ټول طاقت د ده په لاس کي دې ـ سم جواب خو به راکړي ـ
عرض مې ورته اوکړو چي د ملک او قوم په حال رحم ولې نه کوۍ نو خله ئې چينګه کړه او جواب ئې راکړو ـ دا قوم د يو َټکې نه دې نو : ميں کي کراں
آخر کي مې د زان نه دغه تپوس اوکړو ـ نو دې زان راله هم دغه جواب راکړو چې
ميں کي کراں
په سوچ خو څه قيد نشته ـ که ټولې لارې بندې دي نو خداۍ خو شته ـ راشه خداۍ ته درخواست اوکه نو سمدستي د غيب نه آواز راغې : ميں کي کراں
ميں کي کراں ؟
بجلي ډيره، ګيس به ډير وۀ
رنړا هم وۀ، ښه پخلې وۀ
اوس نلکو کې اوبه نشته
د َسو بِراؤ، کي کراں
رنړا هم وۀ، ښه پخلې وۀ
اوس نلکو کې اوبه نشته
د َسو بِراؤ، کي کراں
که جرنيل دے او که صدر
که وزير دے که دا نور دي
خيرات غواړي امريکې نه
دَ سو بِراؤ، کي کراں
که وزير دے که دا نور دي
خيرات غواړي امريکې نه
دَ سو بِراؤ، کي کراں
عزت مند به عزت دار وۀ
اوس کمسل عزت مند شو
عزت کډه ده اوس کړے
دَ سو بِراؤ، کي کراں
اوس کمسل عزت مند شو
عزت کډه ده اوس کړے
دَ سو بِراؤ، کي کراں
اميرانو، خواران لوټ کړل
غريب بم په لاس ولاړ دے
اخلي دوئي نه بدلونه
د َسو بِراؤ، کي کراں
غريب بم په لاس ولاړ دے
اخلي دوئي نه بدلونه
د َسو بِراؤ، کي کراں
اوس، حرام چې وۀ، حلال شو
له حلالو څه جوړيږي
چې پرے ګيډه نه ډکيږي
دَ سو بِراؤ، کي کراں
له حلالو څه جوړيږي
چې پرے ګيډه نه ډکيږي
دَ سو بِراؤ، کي کراں
دين ئې پريښو، مسلمان شو
په کلمه ئې يقين نشته
خو په لاس کې ئې تسبيح دي
دَ سو بِراؤ، کي کراں
په کلمه ئې يقين نشته
خو په لاس کې ئې تسبيح دي
دَ سو بِراؤ، کي کراں
بَد به نه وائې خپل زان ته
که وطن ئې ټول تاله کړو
امريکې ته به ګناه کړي
دَ سو بِراؤ، کي کراں
که وطن ئې ټول تاله کړو
امريکې ته به ګناه کړي
دَ سو بِراؤ، کي کراں
***
