Announcement

Collapse
No announcement yet.

NATO pledges long term commitment in Aghanistan

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • NATO pledges long term commitment in Aghanistan

    Reaffirming its long-term commitment and to the drawdown schedule till 2014, NATO on Monday agreed to another coalition-led mission in Afghanistan after the deadline -- primarily focusing on training, advising and assistance missions.
    “In line with the strategy which we agreed at the Lisbon Summit, ISAF’s mission will be concluded by the end of 2014. But thereafter Afghanistan will not stand alone.
    "We reaffirm that our close partnership will continue beyond the end of the transition period,” leaders of the NATO-led International Security Assistance Force (ISAF) members said in a joint declaration at the end of the summit meeting in Chicago.
    “We agree to work towards establishing such a new NATO-led mission. We will ensure that the new mission has a sound legal basis, such as a United Nations Security Council Resolution,” the declaration said.
    The meeting was attended by leaders of more than 60 countries including the host President of the United States Barack Obama.
    Noting that sustaining a sufficient and capable ANSF is the responsibility of the Government of Afghanistan supported by the international community, the declaration said as part of the wider International Community, and building upon existing mechanisms, they will play their part in developing appropriate, coherent and effective funding mechanisms and expenditure arrangements for all strands of the ANSF.
    “As the Afghan economy and the revenues of the Afghan government grow, Afghanistan’s yearly share will increase progressively from at least $500m in 2015, with the aim that it can assume, no later than 2024, full financial responsibility for its own security forces. In the light of this, during the transformation decade, we expect international donors will reduce their financial contributions commensurate with the assumption by the Afghan government of increasing financial responsibility,” the declaration said.
    According to the declaration, a peaceful, stable and prosperous Afghanistan will positively contribute to economic and social development in the wider region, and deliver progress in the fight against narcotics trafficking, illegal migration, terrorism and crime. In this context, regional cooperation and support for stability in Afghanistan is key, it noted.
    The declaration also stressed on the need of good governance, effective fight against corruption, protection of human rights in particular those of the women and children and called for free and fair elections.
    Noting that there is more work to be done, the NATO-led ISAF countries resolved to work together to preserve the substantial progress they have made during the past decade.
    “The nations contributing to ISAF will therefore continue to support Afghanistan on its path towards self-reliance in security, improved governance, and economic and social development,” it said.
    “This will prevent Afghanistan from ever again becoming a safe haven for terrorists that threaten Afghanistan, the region, and the world. A secure and stable Afghanistan will make an important contribution to its region, in which security, stability and development are interlinked,” the declaration said.

    The story you are looking for may have moved, been updated, or the link may be incorrect. You can return to the homepage, search Pajhwok, or continue with the latest reports below.
    Even Adobe Photoshop can't change me.

    A line[Durrand line] of hatred that raised a wall between the two brothers -Hamid Karzai

    For generations, the Hindus of India prayed for deliverance from "the venom of the cobra, the teeth of the tiger and the vengeance of the Afghan."


    The men of Kábul and Khilj also went home; and whenever they were questioned about the Musulmáns of the Kohistán (the mountains), and how matters stood there, they said, "Don't call it Kohistán, but Afghánistán; for there is nothing there but Afgháns and disturbances." Thus it is clear that for this reason the people of the country call their home in their own language Afghánistán, and themselves Afgháns. The people of India call them Patán; but the reason for this is not known. But it occurs to me, that when, under the rule of Muhammadan sovereigns, Musulmáns first came to the city of Patná, and dwelt there, the people of India (for that reason) called them Patáns—but God knows!

    -Ferishta, 1560–1620

  • #2
    That is a nice news---Afg now has multiple strategic pacts with key players in regional and global politics.

    Comment


    • #3
      Strategic pact with Australia

      د افغانستان ولسمشر حامد کرزي د استرالیا له لومړۍ وزیرې سره د شیکاګو غونډې په څنډه کې د اوږدمهاله ستراتیژيکو اړیکو تړون لاسلیک کړ.
      لومړۍ وزیرې جولیا ګیلارد له حامد کرزي سره د خبرو پرمهال ژمنه وکړه، چې د ۲۰۱۶ تر پایه به د خپلو مرستو کچه له ۱۶۵ میلیون ډالرو ۲۵۰ میلیونو ته لوړه کړي


      استرالیا دا هم ویلي چې د افغانستان د امنیت، پرمختیا او ښې حکومت ولۍ په برخو کې به خپلې مرستې وغځوي.
      ددغه تړون له مخې به استرالیا له ۲۰۱۴ کال وروسته د افغانستان په امنیتي، ترهګرۍ ضد مبارزه او د نشه يي توکو دقاچاق د مخنیوي په برخو کې همکاري کوي.
      د تړون په مادو کې دا هم راغلي چې استرالیا به د افغانستان له سوداګرۍ، کډوالو چارو او کلتوري میراث ساتنې په برخو کې خپلې همکارۍ ته دوام ورکوي.
      د بشري حقونو د خوندیتوب په موخه استرالیا ویلي چې د افغانستان د ښې حکومتۍ ولۍ او ظرفیت جوړونې په برخو کې به ګډ کار کوي.
      د استرالیا لومړۍ وزیرې ویلي د افغانستان ترڅنګ د نړیوالې ټولنې درېدل ډېر مهم دي.
      خو د استرالیا د بهرنیو چارو وزیر کار ویلي هېواد یې له افغانستان سره ددغه هېواد د ښې راتلونکې په تړاو ګډې هلې ځلې کوي.
      نوموړي ویلي چې استرالیا د افغانستان د اداري فساد، د ښځو د حقونو تر پښو لاندې کولو پرضد او اقتصادي اصلاحاتو راوستو لپاره مشترک کار ته لېواله دی.
      افغانستان له استریالیا وړاندې له جرمني، امريکا، برتانيا، ايټاليا، فرانسې او هند سره د ستراتيژيکو همکاريو سندونه لاسليک کړي، چې له امريکا سره د سند لاسليکولو يو شمېر ګاونډيان اندېښمن کړي دي.
      افغانستان خپلو ګاونډيانو ته ډاډ ورکړی چې له لوېديځو هېوادونو سره دغه ډول تړونونه دوی ته هېڅ کوم ګواښ نه پېښوي.

      Comment


      • #4
        Strategic pact with Germany

        دغه موافقه ليك په برلین ښار کی په ٢٧/٢/١٣٩١ ڼېټې چه 16/5/ 2012 میلادی کال سره مطابق په څلورو نسخو ك
        ې په پښتو، دري، آلماني او انګليسي ژبو چې څلور واړه نسخې ئې له يوشان اعتبار څخه برخمنې دي لاسليك شو. په پښتودري او آلماني ژبو د تفسير د اختلاف په صورت كې، انګليسي متن ته ارجحيت وركول كيږي


        لومړۍ ماده
        سياسي همكاري
        اړخونه خپلو سياسي خبرو اترو ته په بن كې د ۲۰۱۱ كال د دسامبر دمياشتې د ۵ نېټې د بين المللي كنفرانس د پايلو پر بنسټ دوام وركوي. دغه سياسي خبري اترې به په خاصه توګه د دوه اړخيزو اړيكو، سيمه ييزو او بين المللي مسئلو، ښې حكومتوالۍ او د بشر د حقوقو په ډګر كې متمركزې وي.


        . په نظامي ډګر كې همكاري، د زده كړې، ښوونې او روزنې او دوه اړخيزو كلنيو برنامو په خصوص كې د مالي او تخنيكي ملاتړ له لارې صورت مومي. موجودو امكاناتو او مخكنيو اجراآتو ته په پام سره، د دواړو مواردو (زده كړو او دوه اړخيزو برنامو) په هكله ، اړخونه هركال نوي مذاكرات كوي. د نظامي مسايلو له زده كړو څخه ملاتړ د آلمان د فدرالي جمهوريت بوندس ویر (Bundeswehr) په تاسيساتو كې د افغانستان د مسلحو قواوو د منسوبينو زده كړې په بر كې نيسي.
        كلنۍ دوه اړخيزي برنامې، په لومړي قدم كې د اړخونو تر منځ د بالمثل عمل د اصولو د تر سره كولو له لارې صورت مومي او په وروستيو ګامونو كې، د لوړپوړو استازو ليدنې، د دنده ييزو او معلوماتي ليدنو په شمول او په همدي ترتيب د تخنيكي دوه اړخيزو خبرو اترو او د متخصيصنو تر منځ خبرو اترو كې شاملېږي.
        د آلمان دفدرالي جمهوريت په قلمرو كې د افغان د مسلحو قواوو د منسوبينو د مؤقت اقامت وضعيت، د نظامي پټو معلوماتو ساتل، د افغانستان په قلمرو كې د آلماني پرسونل وضعيت، د همكاري د تدبيرونو په چوكاټ كې، د اړخونو تر منځ د جلا موافقه ليكونو د عقدولو په واسطه، تنظيمېږي.
        ۲. د موافقه ليكونو او و د موجودو ظرفيتونو پر بنسټ، اړخونه په اړوندو پروژو كې د زده كړې، لارښوونې او كار له لارې، د افغان د ملي پوليسو د لا ځواكمنۍ څخه د ملاتړ په برخه كې همكاري كوي.
        ۳. آلمان به د افغانستان د امنيتي ځواكونو (اردو او پوليسو) په تمويلولو كې ښكارنده نقش تر سره كړي.
        درېيمه ماده
        پراختيائي همكاري،ملكي بيارغاونه او ښوونيزه (تعليمي) همكاري
        ۱. د پر مختيائي همكارۍ په اړوند د موافقه ليك چوكاټ، د اقتصادي او تخنيكي همكارى په اړه د ۱۹۵۸ كال د جنورۍ د مياشتې د ۳۱ نېټې موافقه ليك چې د ۱۹۷۸ كال د اكتوبر د مياشتې د ۱۹ نېټې د موافقه ليك او د ۲۰۰۵ كال د جولاى د مياشتې د ۱۲ نېټې د قرار په واسطه تائيد شوى د اشخاصو، متخصصينو او د هغوى د كورنيو د غړو د ملكيتونو د ساتنې چې د افغانستان په اسلامي جمهوريت كې د آلمان د پرمختيايي همكارۍ په حوزې كې دندې تر سره كوي، ځاى ناستى كېږي.
        ۲. پراختيائي همكارۍ به په ځانګړې توګه په لاندې مواردو كې متمركزې وي:
        ۱. د پايداره اقتصاد پراختيا،
        ۲. لومړني او حرفوي تعليمات،
        ۳. د انرژۍ تأمينول،
        ۴. د اوبو سكتور،
        ۵. ښه حكومتوالي.
        د اړخونو د توافق پر بنسټ، په نورو ساحو كې به د پراختيائي همكاريو بشپړتيائي تدبيرونه هم مرعي الاجرا وي.
        ۳. د افغانستان – آلمان د سيمه ييزو او سكتوري پراختيائي همكاريو د تمركز څرنګوالى او د ملكي بيارغاونې برنامې، د انكشافي همكاريو په اړه د بين الحكومتي مذاكراتو د پايلو په نتيجو پورې تړلې دي.
        ۴. د اوږد مهاله پراختيائي همكاريو د بشپړولو په لاره كې، د آلمان فدرالي جمهوريت د ملكي تدبيرونو له لارې د سياسي ثبات د ټينګولو لپاره، د افغانستان له اسلامي جمهوريت څخه په لاندې ډګرونو كې ملاتړ كوي:
        ۱. لوړې زده كړې.
        ۲. روغتيا.
        ۳. د قضائي سيستم پراختيا.
        ۴. ملكي هوائي چلند.
        ۵. د روانو او راتلونكوسياسي- پرمختيائي ننګونو د لرې كولو د ځواكمنتيا په خاطر اړخونه هروخت كولاى شي په نورو ملاتړو ډګرونو كې موافقې ته ورسېږي.
        څلورمه ماده
        علمي او فرهنګي همكاري
        ۱. په فرهنګي ډګر كې د ۱۹۶۱ ميلادي كال د اپريل د مياشتې د ۱۸ نېټې د موافقه ليك پر بنسټ او د بودجوي قوانينو په چوكاټ كې ، اړخونه د فرهنګي سياست په ډګر كې د متقابلو اړيكو د پياوړتيا او پراختيا لپاره پر مشخصو تدبيرونو توافق كوي.
        ۲. علمي همكاري په پراخه توګه د لوړو زده كړو له مؤسسو،څېړنيزو بنسټونو، علمي بنسټونو او زده كړه ييزو تآسيساتو څخه پر ملاتړ باندې جلا د لويانو له مكتب، كتابتونونو او آرشيفونو متمركزه ده.
        ۳. د داخلي قوانينو مطابق، اړخونه په خپل قلمرو كې د يو بل د سيمه ييزو بنسټونو په فعاليتونو او ابتكاراتو د اسانتيا لپاره لازم تدبيرونه نيسي. د اړوندو ملي مقرراتو او قوانينو په چوكاټ كې، اړخونه د بنسټونو، فرهنګي او علمي مؤسسو لكه فرهنګي انستيتونو،عالي زده كړه ييز بنسټونو، علمي سازمانونو، څيړنيز بنسټونو، عمومي او حرفوي مكتبونو، د معلمينو لپاره د لومړنيو او ثانوي زده كړو بنسټونو، د لويانو د زده كړو، حرفوي زده كړو، كتابتونونو، د مطالعې خونو او نورو هغه بنسټونو په ډګر كې چې د عامه وجوهو له لارې تمويلېږي، د تآسيسدلو، فعاليت او آسانتياوو د برابرولو لپاره لازم تدبيرونه نيسي.
        ۴. اړخونه د فرهنګي ميراثونو، ساتل شويو فرهنګي آثارو، فرهنګي ټولګو(مجموعو) او اماكنو د حفظ او ساتلو په برخه كې د اړوندو مقاماتو د ګډون په تضمين سره، د خپلو اړوندو قوانينو په مطابقت كې همكاري كوي.
        ۵. اړخونه، د فرهنګي آثارو د ناقانونه سوداګرى سره د مبارزې په برخه كې خپلې همكارى پراخوي او په دې ډګر كې د بين المللي موافقه ليكونو په انعقاد، تصويبولو او تطبيقولو كې هڅې كوي.
        پنځمه ماده
        اقتصادي همكاري
        ۱. د موجودو موافقه ليكونو پر بنسټ، اړخونه، په اقتصادي ډګرونو كې خپلو همكاريو ته دوام وركوي.
        ۲. اړخونو توافق وكړ څو د سوداګرى او پانګې اچونې په پياوړتيا، د اقتصادي همكاريو د پراختيا او همدا رنګه د بهرني سوداګرى په ډګر كې كې د ګټې اخستنې وړ وسيلې او لارې سره ملحق او ادغام كړي. دغه مطلب پر لاندې مواردو متمركز دى:
        ۱. د صادراتو تمويلول،
        ۲. د صادراتو د اعتبار بيمه،
        ۳. پانګه اچونه، د كوچنيو او متوسطو (SMEs) شركتونو پياوړي كول،
        ۴. د سوداګري نندارتونونو كړنلاره او ترسره كول.
        ۳. د اړخونو د سوداګريز هيئتونو منظمې متقابلې ليدنې د اقتصادي پيوندونو په پياوړي كولو كې اغېزمن دي.
        ۴. اړخونه د دواړو هېوادونو د ګټو په لار كې، د افغانستان اسلامي جمهوريت د كانونو وزارت او د آلمان فدرالي جمهوريت د اقتصادي او پراختيائي وزارت تر منځ د ۲۰۱۱ ميلادي كال د جون د مياشتې په ۲۰ نېټه د عقد شوي Joint Declaration of Intent پر تطبيقولو او پراخولو په خپلې هيله مندى سره تآكيد كوي.
        ۵. د آلمان د فدرالي جمهوري حكومت، د افغانستان اسلامي جمهوريت له اړخ سره خپلو مشورو ته د اقتصادي، طبيعي سرچينو اړوند چارو په ډګرونو كې، دآلمان – افغانستان د پراختيائي همكاريو په چوكاټ كې او د لزوم په صورت كې له نورو لارو او شيوو څخه خپلې همكارى ته دوام وركوي.
        شپږمه ماده
        د هوائي چلند په ډګر كې همكاري
        ۱. اړخونه د افغانستان د هوائي چلند له سكتور څخه د ملاتړ په منظور وروستى طريقې او لارې لټوي.
        ۲. دې موخې ته د لاسرسۍ لپاره، اړخونه پدې برخه كې توافق ته د رسېدو او هم په افغانستان كې د ملكي هوائي چلند د سكتور د پراختيا لپاره د تدبيرونو د عملي كولو لارې لټوي. دغه اقدامات د لاندې مواردو په بر كې نيونكي دي:
        ۱. د ملكي هوائي چلند د ادارې تآسيسول او پراخول،
        ۲. د هوائي پېښو د څېړلو د دفتر تاسيسول.
        ۳. لومړنۍ او پرمختللې زده كړې،
        ۴. د ملكي هوائي چلند د بين المللي سازمان موافق، د يو حقوقي چوكاټ له پراختيا څخه ملاتړ،
        ۵. په هوائي ډګرونو كې د ګټې اخيستنې وړ مفاهيم.
        اوومه ماده
        د افغانستان – آلمان بين الحكومتي همكارى ګروپ
        (Afghan-German Intergovernmental Working Group on Cooperation)
        ۱. اړخونه د افغانستان – آلمان بين الحكومتي همكارى كاري ګروپ تآسيسوي. ددې كاري ګروپ رياست به د آلمان فدرالي جمهوريت د بهرنيو چارو وزارت او د افغانستان اسلامي جمهوريت د بهرنيو چارو وزارت په غاړه وي، چې د دې موافقه ليك په چوكاټ كې د موخو، لومړيتوبونو، د راتلونكو همكاريو لپاره د تدبيرونو د نيولو له مخې بحث او خبري اترې كوي. د افغانستان – آلمان د پراختيائي همكاريو مباحث د افغانستان – آلمان د بين الحكومتي منظمو خبرو اترو په چوكاټ كې ترسره كېږي.
        ۲. بين الحكومتي كاري ګروپ د دې موافقه ليك د تطبيقولو لپاره، له پروژو څخه څارنه كوي. د افغانستان - آلمان د پراختيائي همكاريو د تدبيرونو بحث د بين الحكومتي پرمختيائي همكاريو و منظمو خبرو اترو محور تشكيلوي.
        اتمه ماده
        د همكارى اساسات
        ۱. د همكارى د روڼ (شفاف) او با ثباته چوكاټ لرل، د اړخونو موخه تشكيلوي. د افغانستان اسلامي جمهوريت حكومت، د دې موافقه ليك په اړوند د آلمان د فدرالي جمهوري حكومت له تدبيرونو څخه ملاتړ كوي او له هرډول همكاري څخه په دې برخه كې ډډه نكوي. اړخونه د دې موافقه ليك په تطبيق كې ټولې ذيدخله مراجع پر وخت او په دقيق صورت سره خبروي.
        ۲. د پورتني ډګر سربېره، په نورو ساحو كې هم همكاري صورت موندلاى شي. په دې برخه كې اړخونه جلا موافقه ليكونه منعقدوي.
        ۳. اړخونه، د غوښتنې په صورت كې، د دې موافقه ليك د تطبيقولو مسئول مقامات ډېر ژر له ديپلوماتيكو مجاری له لاری څخه يو بل ته ور پېژني.
        نهمه ماده
        وروستي حكمونه

        ۱. دغه موافقه ليك د هغۀ د لاسليك له نېټې څخه نافذېږي.

        ۲. دغه موافقه ليك د هغه د تنفيذ له نېټې څخه د ۵ كلونو مودې لپاره مرعي الاجرا دى او د ۵ نوروكلونو مودې لپاره په خپل سر تمديدېږي، خو داچې د موافقه ليك له اړخونو څخه يو د ديپلوماتيكو مجاريو له لارې بل اړخ د موافقه ليك له فسخ كولو څخه يو كال دمخه د هغه د انقضا له نېټې څخه په ليكلي توګه خبر كړي. د خبرتيا موده بل اړخ ته د رسمي خبرتيا د رسيدو له نېټې څخه وروسته پيلېږي.

        ۳. دغه موافقه ليك د اړخونو د توافق په صورت كې په هر وخت كې چې وغواړي، د تعديل او تزئيد وړ دى.

        ۴. اړخونه د دې موافقه ليك د موادو د كارولو يا تفسير څخه د راپيداشوي د نظر اختلاف د مشورو د ترسره كولو له لارې له ديپلوماتيكو مجاريو څخه حلوي.

        ۵. د ملګرو ملتونو د سازمان په دارالانشا كې، د دې دوه اړخيز موافقه ليك ثبتول د هغه سازمان د منشور د ۱۰۲ مادې په مطابقت كې له ځنډ پرته د آلمان فدرالي جمهوريت لخوا پيلېږي. اړخونه، د ملګرو ملتونو دثبت او د ثبت شمېره د هغه سازمان د دارالانشا له تائيد وروسته ډېرژر خبر وركوي.

        Comment


        • #5


          د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر بارک اوباما کابل ته د یوه ناڅاپي سفر پرمهال له ولسمشر حامد کرزي سره د ستراتیژیکې همکارۍ تړون لاسلیک کړ. بارک اوباما خپل ولس ته له بګرامه په وینا کې وویل چې افغانستان کې به روانه جګړه پای ته ورسوي.

          Comment


          • #6
            "strategic pact" lol

            its like an ant making a pact with a boot.
            There are people today who think that admitting God’s absolute greatness decreases the value and importance of humans in the creation, as if God and mankind are rivals competing in greatness and power. Meanwhile I feel that whenever our perception of God’s greatness increases, with it we become greater, because we are the creation of a great God.

            Sayyid Qutb

            Comment


            • #7
              Afghanistan can never take full financial responsibility, its not designed to. It will always be a money draining quagmire.

              Comment

              Working...
              X