د ښاغلي مسلم قلموال صیب لیکنه د ټول افغان بحث فورم څخه کاپي شوه
http://www.tolafghan.com/forum/viewtopic.php?t=8690
پاکستاني پوځ او استخباراتو ته یو وړاندېز؛ نظریاتي جنګ کې مو هم امریکا او هند برلاسی کړی

بسم الله الرحمن الرحیم
ايي ایس ايي او پاکستاني پوځه ! دا تاسو وﺉ چې امریکا ته مو نه یواځې په پوځي ډګر کې په افغانستان کې بریا ورکړه، بلکه په نظریاتي او فکري ډګر کې مو هم امریکا او هند دواړو ته لویه بریا په لاس ورکړه !
په پوځي ډګر کې بریا ورکول خو ټولو ته په ډاګه ده چې هغه د پوځي اډو او هوايي ډګرونو ورکول، د اکمالاتي کاروانونو لپاره د لویو لارو ورکول، د القاعده او طالبانو د هغو مهمو مشرانو وژل او امریکا ته سپارل چې د امریکا په ضرر وو او داسې پټ نور قراردادونه چې په ترڅ کې په ملیاردونو ډالر ترلاسه کوﺉ .
خو په نظریاتي او فکري ډګر کې مو چې امریکا او هند ته کومه بریاپه لاس ورکړې ده او ورکوﺉ یې نو هغه جبرانېدونکې او بیرته په شاکېدونکې نه ده .
له پخوا راهیسې په افغانستان کې د تخریبي کارونو لپاره چې تاسو کومې ډلې روزﺉ او د هغوي په لاس په افغانستان کې تخریبي کارونه کوﺉ، د افغانستان د ولس په ذهنونو کې یې ستاسو په وړاندې کرکه او نفرت زیږولی، اوس تقریبا ټول افغانان په شمول د طالبانو په دې اند دي چې پاکستان د افغانستان لپاره دتخریب پرته نور څه نه لري .
د مکتبونو سوځول دي، که د پلونو، سرکونو او نورو عام المنعة تاسیساتو ورانول دي، د ملتپالو او قومي شخصیتونو وژل دي او که دلوړ رتبه مهمو طالبانو نیول او وژل دي چې افغانیت او افغانپالنه غواړي لکه استاذ یاسر، ملابرادر، ملاعبید شهید، ملا اغاجان معتصم، ملا اسماعیل، مولوي قادر او داسې نور.
په اناثو زده کوونکو د تېزابو شیندل، د هغوي مسمومول، د مکتبونو بندول، په کراچۍ کې د ښوونځیو د کتابونو بندول او داسې نور.....
دا او دې ته ورته نور منفي او تخریبي کارونه هغه څه دي چې افغانان یې ستاسو په وړاندې ضد او نفرت ته پارولي، پاکستان او پاکستان پلوه ډلې د افغانانو او هېواد دښمنان بولي، او حتی دې ته مجبور شوي چې ستاسو د ازلي دښمنۍ په وړاندې د مقابلې لپاره د امریکا، هند، ایران سره ودریږي، دا ځکه چې امریکا او هند په افغانستان کې ظاهرا تعمیري کارونه کوي، لویې پروژې لري او سرمایه ګزاري کوي،او یا لږتر لږه د تعمیري کارونو مخه نه نیسي .
افغانان دې ته مجبور شوي چې حتی هند هم د پاکستان پرتله خپل دوست وبولي، دا ځکه چې یو خو تخریبي کارونه نه کوي، بل داچې ډیرې اقتصادي مرستې کوي چې د افغانستان د ولس په خیر دي اګرکه د هغوي هدف د اوسني حکومت تقویه کول وي خو بیا هم فایده یې ولس ته هم رسي.
برعکس تاسو سره د مسلمانۍ او ګاونډیتوب د پښتنو بیخ وویستو، د تعلیم دروازې مو پرې وتړلې، روغتونونه او د رفاه عامه وسایل مو پرې ودرول، مشران او د سر سړي مو ورته ووژل .
اوس دادی په غزني کې عام ولس ستاسو د حمایت یافته ډلو خلاف راپاڅېدلی ترڅو د خپلو بچو د تعلیم څخه دفاع وکړي ، دغه څپه به په ټول ولس کې خپره شي او ستاسو د حمایت یافته ډلو خلاف به ولسي پاڅون وشي، داځکه چې ټول پدې پوهېدلي چې تاسو د افغانانو او باالخصوص د پښتنو د دښمنۍ او بربادۍ پسې راغیستی .
زما وړاندیز تاسو ته دا دی چې د تخریب ، فساد او منفي کارونو پر ځاي، تعمیري، مثبت او رغوونکي کارونه وکړﺉ، افغانانو ته د اسلامي اخوت او دوستۍ لاس ورکړﺉ، ددوي ذهنونونه او زړونه خپل کړﺉ ترڅو ستاسو په وړاندې د مقابلې لپاره د هند او امریکا سره دوستۍ ته مجبور نشي، که په افغانستان کې خپل نفوذ او اثر غواړﺉ نو دغه کار په مثبتو، تعمیري، تعلیمي، اجتماعي ، فلاحي او خیریه کارونو باندې هم کیږي لکه څرنګه چې عمران خان وايي چې پاکستان باید یو اسلامي فلاحي مملکت شي.
وګورﺉ ایران په عراق، لبنان او سوریه کې څرنګه خپل نفوذ پیدا کړی، دا کار یې د فلاحي او خیریه کارونو په مرسته کړی یوازې د جنګ له لارې یې نه دی کړی، حزب الله که له یوې خوا یوه پوځي ډله ده هومره سیاسي، اجتماعي او خیریه او فکري ډله هم ده.
ایران په افغانستان کې یوازې جنګي لاره نه ده نیولې، بلکه پراخه فرهنګي، تعلیمي، او سیاسي چارې یې هم خپلې کړي او د یو سمت په خاصو قومونو کې یې خپل نفوذ دومره پراخ کړی چې د امریکا پرتله ایران ته ډیر وفادار دي، همدغه رنګ پاکستان هم پښتنو ته په خدمت کولو، دهغوي د تعلیم او پرمختګ لپاره په اجتماعي، سیاسي او اقتصادي برخه کې د اسلامي عقیدې، سنیتوب اوپښتونولۍ په بنسټ کولاي شي د پښتنو زړونه خپل کړي، پدغه کار به سعودي هم د ایران په وړاندې د پښتنو په قوي کولو کې د پاکستان سره ډیره مرسته وکړي .
هسې هم پاکستان او افغانستان د نورو ټولو پرتله ډیرې ژورې کلتوري، اسلامي، ژبني، او پښتني اړیکې او مناسباتونه لري، د روس خلاف د جهاد او هجرت په وخت دغه اړیکې او پیوندونه نور هم قوي شوي وو خو له بده مرغه چې اوس بیرته له مینځه تلونکي دي .
نو زما تجویز پاکستاني پوځ او استخباراتو ته دا دی چې د سعودي په مرسته په افغانستان کې پراخ تعلیمي، اقتصادي او اجتماعي کارونه شروع کړﺉ او د تخریب او وژنو څخه لاس واخلﺉ
ځکه دغه کار زمونږ د ملتونو ترمینځ نور هم نفرت او فاصلې زیاتوي او تلپاتې دښمني ترې جوړیږي چې د یو یا بل په نابودۍ به تمامیږي، نو د هغې نابودۍ په ځاي ولې یو بل ته په معنوي او فکري لحاظ دومره نه نزدې کیږو چې فزیکی بیلوالی هیڅوک هم احساس نه کړي او په سیمه کې د هند، ایران، او نورو په وړاندې یو قوي سني مسلمان اتحاد جوړ کړو.
همدا د پاکستان لپاره یو زرین چانس دی چې دې نه باید استفاده وکړي او که اوبه د ورخه تېرې شوې نو بیا به دغه شته نفرتونه په داسې دښمنۍ بدل شي چې د یو بل په نابودۍ پسې به مو راغستې وي، او افغانستان به هم ستاسو په وړاندې مجبورا نړیوالو قوتونو ته لاس ورکړی وي او تاسې به هم خپله سرمایه د ولس د ښیګړې او ترقۍ پرځاي د هند او افغانستان د مقابلې لپاره استعمالوﺉ چې دا کار به ستاسې د اقتصادي پرمختګ په وړاندې لوي خنډ وي خو پدې به هم هیڅکله ونه توانیږﺉ چې افغانستان ټول په زوره د خپلې خیټې لاندې کړﺉ ځکه اوس دلته نورو ملکونو هم ډیره سرمایه ګزاري کړي او هیڅکله به د خپلو اهدافو او سرمایه ګزارﺉ څخه تېر نشي .
نو پداسې حال کې ستاسو د تخریب پالیسي هومره ستاسو په زیان او تاوان ده څومره چې د افغانانو په زیان او تاوان ده ، ښه فکر پرې وکړﺉ چې اتحاد ښه دی که دښمني .
ستاسو د بریالیتوب راز دا دی چې حزب اسلامي او طالبان په یو قوي سیاسي، اجتماعي او خیریه فلاحي تنظیم باندې بدل کړﺉ او حقاني شبکه دې ته مجبوره کړﺉ چې د امریکایانو او صلیبیانو پرته په مسلمانانو او باالخصوص پښتنو هیڅ کار نه لري او یوازې د خارجیانو او د ایران د لاسپوڅو خلاف سپیڅلی جهاد خپل نصب العین وګرځوي، د ولسي زیان څخه ځان لرې وساتي او خپل عملیات په خارجي فوځي اډو باندې متمرکز کړي!
والسلام علیکمايي ایس ايي او پاکستاني پوځه ! دا تاسو وﺉ چې امریکا ته مو نه یواځې په پوځي ډګر کې په افغانستان کې بریا ورکړه، بلکه په نظریاتي او فکري ډګر کې مو هم امریکا او هند دواړو ته لویه بریا په لاس ورکړه !

Comment