د امریکا مرکزي قومانداني پروني چاودني د کابل او مزارشریف په ښارونو کي تر سره شوي په کلکه سره غندي د کومي حمله له امله چي په لس ګونو ملکي افغان وګړي د محرم د لسمي د لمانځلو لپاره د عبدالفضل عباس زیارت خواته راټول شوي وو، وژل او ټپي شوي دي. موږ خپل د همدردي او ډاډګیړني ژور مراتب ټولو هفو ته وړاندي کوو چي خپل عزیزان یی په پروني پیښو کي له لاسه ورکړي دي او خپل د خواخوږي مراتب ټولو اغیزمن شویو افغانانو ته وړاندي کوو او د ټپیانو لپاره د بیړني روغتیا غوښتونکي یوو.
دا ډول نامشروع او بی توپیره بریدونه په بشپړه توګه د منلو وړ نه دي او موږ به د افغان حکومت سره په ګده تر هغه بوري خپل هلو ځلو ته ادامه ورکړو ترسو د پيښه مرتکبین د قانون منګولو ته وسپارو.

Comment