دوهم بون بل دام !!! ؟ Islam4europe.com about upcoming Bonn Conference Afghanistan
Announcement
Collapse
No announcement yet.
دوهم بون بل دام !!! ؟ Islam4europe.com about upcoming Bonn Conference Afghanistan
Collapse
X
-
-
دوهم بون بل دام !!! ؟
ويل كيږي چې ددسمبر په څلورمه نیټه به دجرمني دبون په ښارکې دافغانستان په اړه دبون دوهمه نړیواله غونډه هم جوړه او په اصطلاح دافغانستان ، دثبات ، ترقي اودنظام چلولو په اړوند به یولړ پریکړې اوتصویبونه سرته ورسوي !
ترکومه ځایه چې دافغانستان دمجاهدولس دریځ ، قضاوت اوپريکړي پوري تعلق لري ، جوته ده چې دتیرو لسوکلونو په دوران کې دهغو اشغالګرو لښکرو دوحشت ،تیریو اونارواوو له کبله چې په افغانستان کې يي سرته ورسول اولاجریان لري ، یوعلت او سرچینه يي دبون هغه ړومبنی ناسته وه چې د۲۰۰۱ کال په دسمبر کې دامریکا په وچي بدماشی
دیولړ افغاني ګوډاګیانو په وجودکې جوړه اودامریکاپه مشرۍ غربي تاړاک پرې یولړ داسې پریکړي تصویب اوومنلي چې دافغانستان ملي خپلواکي يې هضم ، دنامعلوم وخت لپاره يې بهرني اشغال ته دروازې پرانیستي اودهرهغه چادوژلو ، نیولو اوشکنجه کولو جواز يې په لاس کې ورکړ چې افغاني اواسلامي روحیه اوجذبه ولري !
مونږ دبون ددوهمي ناستي له دایرونکو او تمویلونکوڅخه پوښتنه کووچې تیر بون افغانستان ته دامریکا او ناټو دپوځي تکنالوجي دازمایلو او تمرین اودمعصومو افغانانو له وژلو ، کړولو اوپه ډول ډول بدبختیو له اخته کولو پرته نورڅه ورکړل ؟ دوی افغانانو ته کومه داسې صنعتي فابریکه جوړه کړه چې دبهرني تولیدد راواردولو مخه پرې ونیسی اولږ ترلږه لس زره افغانانوته پکې دکار او روزګار زمینه برابره شوي وي ، کوم داسې دبریښنا بند جوړکړای شو چې حداقل دافغانستان دیوه ولایت اویاکوم ښار دخلکو بریښنا يي اړتیا پوره کړي ، داوبو کوم بند ودان اووتړل شو چې دافغانستان للمه او لوي ډاګونه پرې خړوبه او سیرابه کړي ، کومه داسې شفاخانه تاسیس اوجوړه شوه چې هره ورځ دزرګونو هغو ناروغانو چې ګاونډیو هیوادونو ته دعلاج لپاره په ډیره سختي اوړي ضرورت يي دلته په افغانستان کې حل شي ، امریکایانو دکابل د شړیدلې ادارې په اصطلاح ملي اردوته په حساب لس هغه چورلکي چې امریکایان يي کاروي په اختیار کې ورنکړي!؟
امریکا اوناټو دبون له پریکړي ورسته تردې دمه دوه لکه معصوم افغانان له تیغه تیرکړل ، دافغانانو له منځه امن سکون او خوښي وکوچیده ، دهرکس سر ، مال ، ابرو عزت اوعفت په خطر کې ولوید، فقر اوبې روزګاري ورستي حدته رسیدلې، نرخونه اسمان ته پورته شول ، دعیسویت بازار ګرم او داسلامي افغاني فرهنګ دنړولو لپاره پټي او ښکاره پروژي او پلانونه په چټکي روان شول ، دنړی هر هیوادچې غوښتل يې په افغانستان کې دخپلې خوښي برنامې او پروسې په کارواچوي لاس يې خلاص دي او تر دې ټولو زهرجنه خبره داچې دامریکادلاسوهنې اوشیطانت له امله دافغانستان په هر قوم او قبیله کې داسي کسان پیداشول چي یو دبل په وړاندې په مخالفت او مزاحمت کې لګیا شول ، څوک فدرالي نظام غواړي ، څوک افغانستان په څو مراکزو ویشل غواړي او څوک بیا عملا دافغانستان دنړولو اوتجزیی طرحه وړاندې کوي !
اوس چې بیا دبون ددوهمې ناستې لپاره تدابیر نیول شوي ، افغانان ترې هیڅ دخیر هیله او توقع نلري ، بلکې یوبل امریکايي دا م يي بولي ، ځکه دافغانستان دخلکو حیاتی غوښتنه دامریکا او ناټو دروان اشغال پای ته رسیدل دي ، ولې دبون غونډه لکه دکابل دورستۍ ګوډاګۍ جرګې په څیر په لټه کې ده ترڅو افغانستان نور دبهرني اشغال په لمبو کې وسوځوي او له افغانستان څخه سیمي او ګاونډ ته جګړې اوتل پاتي بدبختي صادري کړي
په پاى کې ټولو هغو خواوو ته چې د افغانستان په مسئله کې دخيل دي د مشورى په توګه وایو چې په دې ډول کنفرانسونو دى وخت نه ضايع کوي او د موضوع اساسي حل ته دي لاري چاري ولټوي چي هغه دافغانستان اشغال پاي ته رسول او د افغانستان يرغمل شوي اولس له يرغمل نيونکونه ازادول دي

Comment