اند(چهارشنبې، د اکتوبر ٥مه)- د پاکستان د استخباراتي ادارې يا ISI پخواني مشر جنرال حميدګل، د پاکستان له دنيا ټلويزيون سره په مرکه کې وويل چې د حقاني شبکې مشر په باب وويل، چې نوموړى هغومره يو پاکستانى دى، څومره چې حميد ګل دى، ده وويل:
̋ د حقاني [جلال الدين حقاني] سوچ په بشپړ ډول پاکستانى سوچ دى، هغه زما په څېر پاکستانى دى. زه په څرګنده دا ويلاى شم، چې هغه دومره پاکستانى دى، څومره چې زه يم̋
د جنرال حميد ګل دغه کلي په فېسبوک او نورو ټولنيزو رسنيو کې خپره شوې ده.
خبريال له حميد ګل څخه د حقاني شبکې په باب پوښتنه وکړه، خو حميد ګل د حقاني شبکې د مشر په باب دغه څرګندونې وکړې. اوس مهال د دې شبکې مشر سراج الدين حقاني دى. دغه شبکه د سراج الدين حقاني د پلار مولوي جلال الدين حقاني له لوري جوړه شوه.
اوس مهال دغه شبکه د افغانستان او پاکستان په سرحدي سيمو کې فعاليت لري، پر دې شبکې تور دى چې د پاکستان استخباراتي اداره يې مرسته کوي او هر ډول امکانات ورته برابروي. او دغه شبکه په افغانستان کې پر دېره بهرنيو او افغان ځواکونو بريدونه کوي.
په کابل کې د امريکا پر سفارت او د ناټو پر مرکزونو د تېرې مياشتې په بريدونو کې هم دغه شبکه په لاس لرلو تورنه شوې ده، امريکا وويل چې دغه بريد حقاني شبکې د پاکستان د استخباراتي ادارې په مرسته کړى و. طالبانو د هغو بريدونو مسووليت منلى و.
http://www.taand.com/index.php?mod=a...&article=29291

Comment