Announcement

Collapse
No announcement yet.

پر بېنواویبپاڼه برید!

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • پر بېنواویبپاڼه برید!



    خپلي بدرنګي کوارې لیدل زغملای نه سي

    ځکه هیندارو غوندي پاک زړونه په کاڼو ولي
    پر افغان ولس دبل اور په ناورین کي د افغان ولس د ښمنان په پرله پسې هڅو د افغان ولس د سر سړي، د راټولېدنو ځایونه، د تفکر ځواک او د خیر او پوهي سرچینې له منځه وړي!

    پر بېنوا ویبپاڼه برید هم د افغان ولس ، ګران هیواد اوواقعیتونودښمنانو لخوا سوی، د هغو جنایتکارانو لخوا چي رسواکوونکي هینداري ماتوي.
    وېرېږي هسي نه رسواسي ژبي کله پرېږدي

    دا ناځوانان پښتنو ستاسي ژبي کله پرېږدي…
    موږ ته په لسګونو ځله، په بېلابېلوبڼو د بېلابېلو جنایتکارو، لوتمارو او توپکمارو ډلو لخوا اخطارونه راکړل سويدي چي دا بې پروا ژبه مو بنده کړی که نه نو څارنوالي ته مو معرفي کړو، کارکوونکي به مو ترور کړو، وبه مو وژنو، والله که مو وینه مځکي ته پرېږدو…..او نور..

    خو بېنوا په یوه معنا ځان بې پروا نه بلکي ملي او اسلامي ګټو ته وفاره ویبپاڼه بولي او په بله معنا د هیچا د ویري د حقیقتونو او واقعیتونوڅخه سترګي نه سي پټولای، د ګران هیواد، ګران ولس او ملي او اسلامي ګټو ساتنه د بېنوا ویبپاڼي د هر تن کارکوونکي تر سر ساتني د بېنوا ویبپاڼي ته مهمه او ارزښتمنه ده او د خپلي دغي موخي او شعاردپاره به بې له کومي ویري کارکوي،

    پر بېنوا ویبپاڼه داپلا برید چي موږ وپلټۍ او موږ ته څرګنده سوه د جاویدان ویب پاني د یو څو تاجک ټوکمه لنډغرو لخوا چي ځانونه دافغانانو د قاتل او ملي خاین احمدشاه مسعود پاته شوني بولي ترسره کړي دی دغه ډله چي د عبدالله عبدالله او امرالله صالح د ګډ ایتلاف ( مقاومت نوین) اجیران دی باید په دې پوه سي چي دغسي کړني هیڅ کله زموږ ملي اهدافو ته زیان نشي اړولای بلکې د سلګونو زره افغانانو کرکي نور هم د ملي خاین ، جنګي جنایت کار او دافغانستان دپلورونکي، غدار احمدشاه مسعود دلنډغرو په وړاندي راویښوي .
    افغانان په دې پوهیږي چي د بېنوا ویبپاڼي دښمنان دا خلک دي ، تاسي ته په واضح بنڼه زموږ پېژندګلوي، موخه او دریڅ در معلومیږي او هم پوهېږۍ چي هغوی ولي دا کار کړی دی…!

    د بېنوا ویبپاڼی د تخنیکي ټیم لخوا په بېړنۍ توګه زیار روان دی چي د خپلو درنو لیدونکو دپاره ستونزي اواري او بېنوا بیرته په سمه بڼه پر لیکه کړي.

    په درنښت



    د بېنوا ویبپاني د کابل څانګه
    سرپاڼه بېرته شاته
Working...
X