da Tapos da tolo na khu da spcl yu kas na chay
Amrekay ka da PF ka osegey.....
num ya hem change kray da...:P wos ta rasha
د کرزي سلاکار: اکثره افغانان د امریکايي پوځیانو د حضور ملاتړ کوي
تاند(پنجشنبه/سنبله۹) د ولسمشر کرزي یوه سلاکار تاج ایوبي امریکايي رسنیو ته وویل چې اکثره افغانان د امریکا له متحدو ایالتونو سره د ستراتیژیکو همکاریو د تړون غوښتونکي دي او د دې پلوي کوي چې امریکايي پوځیان تر نامالومې مودې پوري په افغانستان کې پاتې شي.
ده همداراز وویل چې له امریکا سره د ستراتیژیکو همکاریو تړون لپاره بحثونه د دې لپاره پیل شوي چې د افغانستان په حکومت کې ځیني کړۍ هڅه کوي چې د افغانستان او امریکا ستراتیژیکې اړیکې تخریب کړي.
د امریکايي رسنیو د راپور له مخې ایوبي، چې د امریکا د سمندري ځواکونو په پوهنتون کې وینا کوله، په زغرده ونه ویل چې کوم کسان یا کومې کړۍ له امریکا سره د افغانستان د ستراتیژیکو همکاریو مخالفت کوي خو د ده اشاره د افغانستان په کمزوري مرکزي حکومت کې هغو کسانو ته وه چې له ایران سره نژدې اړیکې لري یا تر یوه حده پاکستان ته نژدې دي او له طالبانو سره خواخوږي لري.
ایران په افغانستان کې د امریکا له هرراز پوځي حضور سره مخالف دی، او د امریکا د متحدو ایالتونو او نور لوېدیځو هیوادونو چارواکي وايي، ایران هڅه کوي چې په افغانستان کې له خپل مخ پر زیاتېدونکي نفوذ څخه د امریکا او افغانستان ترمنځ د اوږدمهالې پوځي همکارۍ پرضد کار واخلي.
له ۲۰۱۴ کال وروسته، چې نړیوال ځواکونه په افغانستان کې خپل پوځي ماموریت پای ته رسوي، د افغانستان له پوځي اډو څخه د ګډې استفادې په باب د تړون مسوده برابره شوې ده.
د امریکا جګپوړي مقامات وايي چې د دوی هدف دا دی چې افغانانو ته ډاډ ورکړي چې متحد ایالتونه له ۲۰۱۴ وروسته افغانستان ته شا نه اړوي او په عین حال کې غواړي چې په دې هیواد کې د تروریزم پرضد د عملیاتو، د افغان ځواکونو د روزلو او د مخدرو موادو پرضد د هلوځلو په برخو کې یولړ شرطونه وټاکي.
امریکايي چارواکي په دې هم ټینګار کوي چې په افغانستان کې به د امریکايي پوځیانو حضور د افغانستان د بلنې په صورت کې وي.
ایوبي وویل د همکاریو تړون به افغانستان ته له ۲۰۱۴ وروسته، تر هغه وخته چې افغانستان پر خپلو پښو درېږي، د امنیت تضمین ورکړي.
د طالبانو د واکمنۍ له پرزولو وروسته په تېرو لسو کلونو کې نړیوالو ځواکونو د ملیاردونو ډالرو له ضایع کولو سره سره د امنیت په برخه کې افغانانو ته هیڅ مثبت کار نه دی کړی.
پر کلیو بمباریو، پر کورونو چاپو او ورسره جوخت د طالبانو څانوژونکو حملو او بمي چاودنو په زرګونو بې ګناه افغانان وژلي او د امریکایانو په وړاندې یې د افغانانو هغه مثبت نظر زیانمن کړی چې د جهاد په کلونو کې پیدا شوی و او حتي تر جهاد مخکې موجود و.
د ولسمشر کرزي په شمول ډېر افغانان فکر کوي چې امریکایان قصداً نه غواړي چې د افغانستان جګړه پای ته ورسوي. د دوی په باور امریکا ته څرګنده ده چې طالبان چېرته روزل کېږي، تمویل کېږي، په وسلو سمبالېږي او افغانستان ته د جګړې د دوام لپاره رالېږل کېږي نو که امریکا غوښتلای په افغانستان کې د ورځنیو بمباریو او عملیاتو پر ځای یې له پاکستان سره خبره ختمولای شوای.
په همدې منځ کې ایران ادعا کوي چې امریکا د دې لپاره په افغانستان کې د جګړې د اوږدولو هڅه کوي چې په دې هیواد کې د خپلو ځواکونو د حضور دوام توجیه کړي.
د ولسمشر کرزي سلاکار ښاغلی ایوبي وايي چې اکثره افغانان په خپل هیواد کې د امریکايي پوځیانو د دوامدار حضور کلک ملاتړ کوي.
«دوی د ګاونډیو هیوادونو له مخالفت سره سره له امریکا سره د اوږدمهالو ستراتیژیکو همکاریو ملاتړ کوي.افغانستان د امریکا لپاره تر ټولو منطقي ځای دی چې اډې پکې ولري.»
د افغانستان ولسمشر تر دې مخکې څو ځلي ویلي، په هغو صورت کې به د امریکايي ځواکونو د حضور د دوام ملاتړ وکړي چې دا ځواکونه افغانستان ته امن راولي. کرزي په دې خبره غوښتي چې د امنیت په راوستلو کې د امریکايي پوځیانو پر نیت شک څرګند کړي.
