کور پاڼه*>*افغانستان
په هلمند کې کلیوالو دوه قاتلان طالبان په تیږو ووژل
22 اگست 2011 11:05
د افغانستان د سوېلي ولایت هلمند ځايي چارواکي وايي، د ناوې ولسوالۍ په زابر سیمه کې د تېرې شنبې ورځې پر ماخوستن هغه مهال کلیوالو خلکو دوه وسله وال طالبان سنګسار کړل.
د هلمند د والي ویاند داود احمدي پېښه تایید کړه او وویل، چې د تېرې شنبې ورځې ماخوستن دوو وسله والو طالبانو د باریداد په نامه یو ۶۰ کلن سپین ږیری د تراویح له لمانځه وروسته وواژه.
راپورونه وايي، دغو طالبانو دې سپین روبي ته ویلي، چې ګني د لښکرګاه له حکومت او چارواکو سره اړیکه لري.
نوموړي وویل، د تراویح تر لمانځه وروسته دغو طالبانو باریداد ته وویل چې ولې بازار ته تللی وې، او بیا یې په ډزو وژلی دی.
ددې پېښې په غبرګون کې قهرېدلي کلیوال راوتلي له دغو طالبانو یې وسلې اخیستې او دواړه یې په تیږو تر مرګه ویشتلي دي.
د وسله والو طالبانو یوه ویاند قاري یوسف پېښه رد کړې، او ویلي دي چې کېدای شي دا پېښه د کلیوالو د خپلمنځۍ شخړې له کبله رامنځ ته شوې وي.
Ok it's short translation for non Pashtuns and unfortunate Pakhtuns who can't read and writs pakhto ok
Two tallies went to nawa village in Helmand province and killed 60 years old village elders on spying charges,when villagers saw this revolting hinouse crime got so angry that they disarmed the roe thugs and killed them with stones and sticks .
Btw ofcourse Qari Ahmadi Taluban spokesperson denied it. Hah

Comment