Announcement

Collapse
No announcement yet.

ته او خدای ؛ډاکټر عبدالله به له کرزي ښه نه و &

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • ته او خدای ؛ډاکټر عبدالله به له کرزي ښه نه و &

    benawa.com
    فغانان چې ډير درديدلی ، ځوريدلی او کړيدلی ولس دی ، په ۲۰۰۱ز کې دطالبانو له سقوط وروسته يې مړاوې شوې هيلې په دې هيله بيا راتازه شوې ، چې زه که خدای کول نو دا ځل به نړيواله ټولنه افغانان د پرديو او خپلو داړه مارانو خلاص کړي ، خو ازلي بدبخته قوم دا ځل هم ګټه ونه کړه ، زه نه پوهيږم چې دوی به خدای په کومه ګناه نيولي وي ، چې دکرزي په څير بې احساسه او ډارن کس يې ورته له کوم ځايه راپيدا کړ زه خير هلته خو کرزی نړيوالو پر موږ را وتپلو ، په دويم ځل خلکو په دې هيله رايه ورکړه چې له ټوپکمارو به يې خلاص کړي خو په دريم ځل خلکو ولې رايه وکړه سره د دې چې نوموړي بيا هم خپل دواړه مرستيالان ټوپکمار وټاکل . هغه متل دی چې که په لومړي ځل مې غولوې تا دې خدای ووهي او که په دويم ځل مې غولوې نو ما دې خدای ووهي ، همدارنګه د حديث شريف مفهوم دی چې مومن د يوې سوړې دوه وار مار نه چيچې ، خو ښه زړي پښتانه کرزي څو څو واره وغولول اوس سړی څه ووايی !
    کرزی چې په نوم پښتون دی خو پښتونولي هيڅ نښانې په کې نه ليدل کيږي ، پښتولي دې ته موږ نه وايو چې کرزی دې يوازې پښتنو ته کار وکړي او دنورو ورونو قومونو حقوق دې پايمال کړي ، بلکې پښتنولي دې ته وايې چې له يو چا سره نا ځواني ونه کړې که هغه خپل وي که پردی ، کرزی ډير يو ناځوانه شخصيت دی چې دپښتنو په جامه کې د پښتنو عام وژنه ، ورکونه او ترټنه پيل کړې دغه د چوکۍ وږی په دې هم نه دې موړ چې هره ورځ په لسګونو پښتانه د طالبانو او نړيوالو ځواکونو په بمبارۍ وژل کيږي ټپيآن کيږي او کډوالۍ ته اړ کيږي.
    راځو اصلي موضوع ته :

    تير کال هم دميدان وردګو په ولسوالۍ کې د کوچيانو او هزاره ګانو تر منځ شخړه رامنځ ته شوه ، همدغه کرزي يو فرمان ورکړ، چې کوچيان دې له بهسودو او ده ميرداد څخه ووځي نوموړي وعده کړې وه چې ډير ژربه دغه موضوع ور حل کوي ، خو دغه ناځوانه هغه مهال هم سپين زړو کوچيانو ته دروغ ويلي و يوازې خپل مرستيال کريم خليلي او محقق يې خوشاله کړی و ، دا ځل بيا هم نوموړي نه يوازې د کوچيانو پر خلاف فرمان صادر کړ بلکې همدغه خليلي يې بهسودو ته واستوه چې په خپله خوله د ده پيغام هغه بې څوکه پښتنو ته ورسوي چې د خپلو مړو په ښخولو بوخت دي ، ډير افسوس پکار دی د پښتنو په حال !
    خو يوازې کرزی نه دی چې د پښتنو په استازيتوب په حکومت کې ناست دی او پر پښتنو ملنډې وهي بلکې نور پښتانه وزيران يې هم دځان په څير پيدا کړي ، حنيف اتمر به د تلويزيون په سکرين ليدلی وي چې دکريم خليلي پر وړاندې د کرزی فرمان په ډيره خوښۍ لولي ، ډير د شرم ځای دی نور څوک نه و اتمره چې ته دخپلو پښتنو د رټلو او شړلو فرمان په ډير وياړ سره لولې ، بس ګيله له چا وکړو چا ته وژاړو ، پو په خپله پو ...

    موږ ډير ساده قوم يو د ټولټاکنو پر مهال به موچې پرتله کوله نو ويلې به مو چې کرزی که څومره هم بد شي له عبدالله ښه دی ، خو موږ غوليدلي و. عبدالله که هر څومره بد وای نو په داسې سختو فرمانونو به يې هيڅکله پښتانه نه وای خفه کړي . په پای کې زه له ټولو پښتنو په کلکه هيله کوم چې دنوموړي پر وړاندې خپل دريځ روښآنه کړي او د ده له ملاتړ تر وروستي حد لاس واخلي . نور نو دغه ازمويل شوی شخص مه ازموي ، هيله ده په پارلماني ټولټاکنو کې داسې شخص ته رايه ورکړئ چې د پښتنو د دغه دښمانانو پر وړاندې غوڅ دريځ ولرلی شي نه دا چې داسې څوک وټاکۍ چې د ده په څير له خپل سيوري هم ډاريږي .

    په زړه کې مې ډير څه دي خو دقلم په څوکه يې نه شم څرګندولی ځکه د قلم عفت اجازه نه راکوي

    خدای هغه برباد کړې چې څوک موږ بربادوي

    امين


    سهر ځواک


  • #2
    la karzai tsakha tsa gila wakare shi, mlatar ye pa toltakano ki jangsalarano karee de, hartsa che kegi ham da haghwi pa vaina sara kegi. karzai da karmal raqam gudagai de. de atamr lasoona ham pa weeno rang di, de pakhtano hits parwa na lari.

    Comment

    Working...
    X