Announcement

Collapse
No announcement yet.

The enemy of humanity will continue thier attacks on road workers.

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • The enemy of humanity will continue thier attacks on road workers.


    06.06.2011 تاند

    وسله والو طالبانو د سړک جوړونې او د بیا رغونې د نورو پروژو پر کارکوونکو او ساتونکو د حملو د نه کولو په باب د مفتي رحماني څرګندونې رد کړې، ویې ویل چې نوموړی د دوی ویاند نه دی.
    ذبیح الله مجاهد د تاند په شمول رسنیو ته په استولې خبرپاڼه کې په سړک جوړونکو او نورو بیارغونکو پروژو باندې پرحملو ټینګار کړی او هغه یې د هیواد د اشغال غیروسله واله پروسه بللې ده.

    په خبرپاڼه کې ذبیح الله مجاهد بیا بیا یادونه کړې چې یوازې دی او قاري یوسف احمدي د طالبانو د تحریک په استازیتوب خبرې کوي.

    پرون د مفتي رحماني په نوم یوه تن له بي بي سي سره په خبرو کې ادعا کړې وه چې ملا عمره له خپلو پلویانو غوښتي چې پر سړک جوړونکو او د بیارغونې پرنورو شرکتونو برید ونه کړي.

    د طالبانو په خبرپاڼه کې د بیارغونې د پروژو پرضد پر حملو تاکید شوی او ویل شوي:« موږپه خورا ښکاره ټکوکې وايو چې هره هغه تش په نامه په اصطلاح بيا رغونه چې اشغالګریې د خپلو شومواهدافود لاس ته را وړلو لپاره تر سره کوي، زموږد مؤمن ولس د آزادۍ غوښتنې احساس کمزوری کوي او مالي منابع يي هم د امريکا د دفاع وزارت پنټاګون لخوا د پي آر ټي يا د کومې بلې په نوم خيريه ټولنې په واسطه تمويليږي دا زموږ د هيواد د اشغال غير وسلواله پروسه ده چې په هيڅ وجه هم د فعاليت اجازه نلري، همداراز هرهغه شرکت ياموسسه چې له ځانه سره وسلواله ډله ګرځوي اوهغو وسلوالو يي هم په کراتوکراتوپه مجاهدينوباندې بريدونه کړي وي هغوته د محاربو ځواکونوپه سترګه کتل کيږي اوله منځه به وړل کيږي.»

    ځیني افغان کتونکي باور لري چې که د بیارغونې چارې زیاتې شي، خلکو ته به د کار زمینه برابره شي او ښايي په دې ډول ډېر کسان چې نن یې وسلې غاړې ته اچولي دي له جګړې لاس واخلي.

    ~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~
Working...
X