دیرش ۳۰ کاله سول چی پاکستان مونږ باندی ملنډی وهی !
کله په نوم د مجاهد کله په نوم د طالب او په یو نوم او په بل نوم باندی مو خرڅوی او افغانستان نه یی د اڼډوخر او ریشخندی کور جوړ کړی دی په شرمونو وشرمیدلو
وطن مو ټول چور تالا شو
رنګا رنګ زخمیان شو
په چړو مونږه حلال شو
سترګی یی زمونږه راوښکلی
غوږونه او پزی زمونږه پریشوی
په سر زمونږ میخونه راټک وهل شول
هر رنګه کڼډو کپر شو
هر رنګه وزوریدلو
تبا برباد شو
د پاکستان په مشوره او لارښونه مو خپله !؟ اوردو خرابه کړه
طیاری او ټانګونه مو په کباړ کی خرڅ کړل
خپل کورونه مو وسوزول !!
نسل نسل یی راته خراب کړ
له هر سیالی د دنیا نه یی وغورزولو !؟
اوس چی پاکستان خپلی ګټی راباندی پوره کړې ګټي یې سرته ورسیدلی ! بم اتوم او خپلی تیاری او نوری وسلې یې راباندی جوړی کړې هر څه یی راباند پوره کړ
اوس پاکستان مونږه په بل چل ول باندی خرڅوی او استعمالوی مو !
اوس یی بله لوبه رانیولی ده چی ټوله دنیا ډاروی او په دې پاکستان خپله لاره بدله کړه
اوس زمونږ د سر سوداګانی له نورو سره کوی که پاکستان مخکی په مونږ باندی خپل کمیشن اخسته سود اوګټی کولی !؟
ولی اوس پاکستان له نوری نړۍ څخه زمونږ په سر باندی سم نیمایی حق غواړی
ولی چی پاکستان اوس کمیشن کار نه دئ او اوس له هر چا څخه د خپل اتوم بم په زور باندي خپل حق غواړي او نوره نړي ډاروی په خپل چل او هنر د اتوم بم زور باندی
او اوس خو تنها هم نه ده ( ایران + چین + روسیه یی هم د ځان ملګري کړي دي ) لوی مثال یی د اسامه بن لادین له مرګه څخه ورسته !د پاکستان ولسمشر یو دم سفر چین ته + او روسیه ته + او په پټه باندی ایران سره نوی دوستي یې شروع کړې ،اوس خو له پاکستان څخه ټول د القایدی غټ غټ کسان ایران ته کډه شول ، هلته دنوی پلانونو سره بیا رامخته کیږي یا نوی ډرامه پیلوي چی افغانستان کی باید هر رنګه تاوتریخوالی رامنځ ته کړی چی ناټو په تنګ شی او وتښتی !
دوئ په د خاطر باندي دا کار کوي چي روسان باید خپل خچ واخلي له امریکا څخه + ایران باید خپل بم اتوم سرته ورسوی + او چین باید خپل روان بازار د تجارت په نړۍ کي هم داشانته ښه مخکي بوځي + او عربي عماراتو کي د بازار خرابیدل یا د کار نه شتون له عمله نو اوس د دغو مقصدونو له پاره باید دوئ هر رنګه بد چلند وکړی هره لاره غوره کړی چی په کښي کامیاب شی .
نو په لر او بر ټول افغانستان کی باید په هر ځای کي انتحاري جملي وشي .
یو وحشت خپور کړي .
پښتانه د طالب په نوم قتل عام کړي .
له دولت سره چي هر څوک کار کوی باید ووژل شي .
د شپی باید خلک له کورو نو څخه وویستل شی
ورک شی
باید له داسي ځایونو څخه په ناټو باندی حملې وشي چي هلته کورونو او بیګنا خلک اوسیږی ترڅوبیا هغوی بمبار وکړی چي بې ګنا خلک شهیدان شي زخمیان شيترڅو بیا خلک بیرته راجګ شي د امریکا او ناټو په ضد لارینونه وکړی د کفر او اسلام شعارونه ورکړي او امریکایانو او ناټو باندی بد ووایئ لکه د کندهار لاریونونه او د مزارشزیف لاریون د تخار لاریون چی بیګنا خلک په کی ووژل شول !؟
دا څو ورځي یې مونږه مثالونه وینو چي طالبان ډیر بیچاره غریبکاره مزدورکاره خلک وژني لکه پکتیا کي، کندهار ک، لغمان کي، خوست کي، مزار شریف کي.
لکه د تخار بمباری دا خو یې لا شروع ده تاسو ودریږی چي نور لا د بدر په نامه څه څه ګلان د پښتني ټولني په سر کي ټومبل کیږی او ناټو ته دوۍ باید وښئ چی ولله افغانستان کی تروریستان شته دي او له تاسو سره مقاومت کوی جنګیږی ! او د دې جنګ جګړو لپاره په خاصه توګه د ایران دولت ډیري زیاتي پیسې افغانستان ته رالیږليدي او له عربو څخه جنګیا لیان افغانستان ته راروان دي .
یوځل بیا باید افغانان هر رنګه قرباني ورکړی ترڅو د ایران اتوم بم جوړ شي او سر ته ورسیږی له که د پاکستان بم اتوم غوندی !؟ او عربان خپل شوم او پټ راز کي کامیاب شي !
خیر که زمونږه د افغانانو هر څه ورکیږی تبا کیږی !؟
نو اوس افغانان باید د دنیا د نوي لوبي یا نوي ډرامۍ قرباني شي خیر که خوار او زار دربدره هم شو
ورک او سپک شو
افغانان باید اوس یو څو کاله دایران ، چین ، عربو او د روسانو د ګټو له پاره وجنګیږي
جګړی وکړي.
دیرش کاله خو د اسلام ،مجاهد، کمونیست په نامه مړه شو .
سپک ورک شو.
نسل نسل مو خراب برباد کړ
خو اوس به دادی دیرش کاله بیا د تروریست او دیموکراسی په نوم ورک او سپک شو
په شرمونو وشرمیږو !
اوس به د اسلام او کفر په نامه جنګیږو .
خپل کور کلی به ورانو.
خپل ورونه به وژنو.
وطن او ځان به خرڅو چی اخوانون المسلمینو اخوندان ، تالیڅټي پنجابیان او دیموکراتان خوشحاله سي!؟
او دوۍ خپل اهداف سرته ورسوي ؤ،خپلی ګټی پوره کړي کله چی د دوۍ ګټی پوره شي بیا به وایی لکه د روسانو جګړه چي ځئ اوس مو خپل کار کوئ. مونږه مو څه کوو!
افغانستان نه ئې سم د فوټبال میدان جوړ شوی دئ! او مونږه افغانانو څخه د فوټبال توپ جوړ شوی دئ هر څوک هر رنګه بازي راباندي کوي او بیا ځي په خپله لار باندي.
افغانانو نور بس دی !!!!!!!!!!!!!!!!! افغانانو نور راویښ شئ اوس دا وخت راغلئ دئ چي مونږه ټول بیچاره دربدره خوار او زار افغانان سره یو شو.
یوی خواته ودریږو او خپل د ظلم او ستم غږ په زغرده په جګ غږ باندی وچت کړو .
له دنیا نه هر څوک ځي .
هسي هم ټول مرو خو راځئ چي د میړانی او شهامت د غیرت په لار کي خو مړه شو.
په قراره ارامه ژوند خو مونږه نه لرو !
په رنګار نګ ډرامو مونږه ورکیږو مرو !
له دې نه چي د بې غیرتۍ د چوپتیا او خاموشۍ، د لوږي او تندي ، د زندانونو، د مسافرۍ په مرګ مرو.
له دې نه خو ښه ده چي د وطن د ازادۍ په نوم بندیان شو یا مړه سو !؟
او مونږه افغانان باید نورغربي نړۍ ته په زغرده دا ووایو چي که تاسو په ریښتیا هم له تروریستانو څخه ډاریږی او له تروریستانو څخه ځان ساتی نو اوس خو دا هم معلومه شوه چی د القایدی دتنظیم ځالي او ترینیګ ځایونه خو په پاکستان کي دي او په ایران کی دي ،عربي هیوادونو کي دي او بعضي نورو مملکتونو کي چي هغه ځاینو تاسو ته معلوم دي نو مونږه ولي بیګنا بمباریږو؟
ولی زوریږو ؟
موږ باید د کرزي د فاسدئ ، ظالمي ، پلورل سوي ادارې په وړاندي ، د طالب او دپنجابي جهاد او پښتون وژني په وړاندي او هم د نړیوالو یرغلګرو په وړاندي یوازي د افغانستان د ژغورولو په موخه دپراخو کرکجنو لارو یو واخده ملي مفکوره رامنځ ته کړو او ټول باید په دې پوه سي چي ددوی څخه یو هم دافغانستان په ګټه ندی بلکې هر یو د همدې بربادۍ د لا اوږدیدو د یو اړخ او لامل په توګه دغه اور ته د پطرولود زیرمو په معنا دي .
تاسي خپله فکر وکړی چي افغانستان کي دا کوم وزیران او دا لوړ روتبه مامورین چي کار کوي ! دا څوک دي ؟
فهیم ، رباني ، دوستم ، خلیل او نور همهغه د کورنۍ جګړې جنایت کاران ندي ؟؟؟؟؟؟
دغه مفسیده اداره څنګه او ولي دا لس کاله کیږي پر افغانانو تپل کیږي ؟
په دې خو ټوله پوهیږو چی مونږه افغانان د حامد کرزی د چلبازه دیکتاتوراو خودخوا ریاستي نظام نه او د ده له بیباکي نا سالمي، بیسواده، بې مسلکه ، جنایتکاره کابینې څخه تنګ شوي یو. د هند، پاکستان ، ایران ، روس د اجیرانو څخه جوړه دغه کابینه په هیڅ صورت کي افغانانو ته دمنلو وړ نده .
نړیوال باید په دې پوه سي چي کوم نظام چي په افغانستان دا لس کاله ددوي لخوا پر افغانانو تپل کیږي . ایا دا دنړۍ او افغانستان په ګټه دی ؟
لږ تر لږه خو ددې نظام اشخاصو ، دهغوی ماضي او راتلونکي ، مسلکي توب او بېسوادي ته دي هم وګوري ؟
ترڅو به لا دوی په دې معما نه پوهیږي چي د افغانستان امنیتي حالت ولي دسم څخه د بد او بدتر پور لوري روان دي عامل ئې څه دی ؟؟؟
ایا تاسو په دې نه پوهیږی چي د افغانستان د کورنیو چارو وزیر بسم لله خان څوک دی دده بیسوادي او بې مسلکي توب ته وګوری + تاسو وزارت دفاع ته وګوریو دهغ بې زړه وزیر رحیم ورګ ته ګورئ + دایران اجینټ رهین ته وګورئ + بل تاسو د مزار شرف ته وګوری او بیسواده بې مسلکه والي ته وګوری + بل تاسو د کندهار ولایت ته وګوری ، بې مسلکه بې تجربې والي ته ئې وګوری ، تاسو هلته دحاکم احمدولی کرزی ته وګوری + تاسو د ننګرهار ولایت ته وګوری تاسو ګل اغا شیرزی ته وګوری تاسو د پکتیا دولایت والي جمعه خان ته ګوری تاسو د هلمند والی ګلاب منګل ته ګوری !؟
ایا تاسي نړیوال په خپلو ملکو کي همداسي بدمعاشان ، خاینین ، مردارخواره او رشوت خواره په دندو ګمارئ ؟؟؟؟
ایا ستاسي دیمکرسي او نظام سازي همداسي وي ؟؟؟؟
ایا تاسو نړیوال هم همداسي بیسواده ،بې مسلکه خلکوته خپلو ملکو کي دنظام حساسي وظیفې ورسپاری ؟؟؟
له یوې خوا هم دا تاسي دبشر دجقوقو او ټولنیز عدالت نارې وهی او له بلي خوانه په افغانانو باندي ظالمان ،تروریستان ،جنګي جنایت کاران مقرروی !؟؟؟
پیسۍ ورکوی ، مارشالي او جنرالي ورکوی ؟؟؟
د تاسو په ډاډګیرنه باندی دوۍ چي هر څه یی زړه وغواړی همغه کوی او هم دغه تروریستان اوس د هیچ چا پروا نه لری !!!
د افغانستان پارلمان هم دا اوس ټول د ایران د پاکستان او روسیه له اجینټانو څخه ډک دی !؟
اوس بیا سوال پیدا کیږی چی ایا تاسو غربیان دغه تروریستان او جینایت کاران اجینټان نه پیژنی !؟
او که ستاسو په دغو جنایت کارانو تروریستانو کي ګټي دي اوکه ستاسو په مشوره باندی دوۍ داکارونه کوۍ او مخکی ځی؟؟؟
له یوې خوانه لیبیا ببمبار وی او له وایاست چي خلکو سره کمک کوی چي دیمکراسي په کښي راشي ، نظام ئې جوړ سي حقوق بشر په کي مراعت شي ! او له بلي خوانه د افغانستان دولت چي له بسواده بې مسلکه تروریستانو څخه ډک دئ حمایه یې کوې ،کمک ورسره کوی ! .
بل اوس خو ټولي نړۍ ته معلوم شوه چي د پاکستان پنجاب د دنیا له تروریستانو څخه ډک دی او پاکستان کي ترورویستان زدکړی کوی او پاکستان ټولی نړۍ ته خطره ده ، ولي تاسي هیڅ نه ورته وایاست ؟ و ولي چوپ یاست ؟؟ ولي مو هغه دتروریزم سره دجګړې نارې خاموشي سوې ، ستاسو دغه دمور امیرې سلوک پاکستان نور هم سپین سترګی کړی دی اوهر څه چی ئې زړه وغواړی هغه کوي !
نو په مونږه افغانانو باندي مو ولي رڼا ورځ توره شپه جوړه کړېده !؟
ولي مو تور غوبل راباندی نیښلولی ده !؟
اخیر ولي ؟
ستاسو لخوا په دې انډوخر کی مونږ دا د لس کلو بمباریو وژنو تاوان له چا واخلو؟؟
د چا نه پښتنه وکړو ؟؟
مونږه افغانان هم باید نور دریمه ډله یا دریم خلک خپل منځ کي راوباسو یا یې راپیدا کړو ! چی نوره دنیا هم په دې باندی پوهه شي چی ولله افغانانو کي یو څوک شته .
یا څه کولی شی !او دنیا په دې باید پوهه شي چي افغانستان کي یوازي( حمید کرزی او د ده بیکاره بیسواده بی مسلکه وزیران نه اوسیږی ) او دا غږ باید هغه خلک وچت کړی چی په ریښتیا باندی په وطن مین دي او له وطن سره مینه لری .
افغانانو :
دا کار هم جرائت غواړی ،ښه ټینګ با عزمه شهامت، قرباني غواړي.
ښی مشوری غواړې .
دا کار تنها په خالي خبرو او ګیلو باندی مخکي نه ځي ! ولی یو څه عمل هم غواړی یو څه زوریدل ، تکلیفونه غواړی او نور باید دا د ویښي خوبونه پریږدو له خپلو بړستنو څخه راجګ شو .
سم میدان ته راووځو اوس خو په دې باندی هم پوهه شو چی افغانستان او زمونږه بیچاره ولس نن ورځ په وطن مینو او وطن پرستو خلکوته ډیر سخت ضرورت لري او دا خلک باید نور رامیدان ته شي .
کنه بیا به لس کاله نور د ایران او چین ګټو ته جنګیږو !
که مونږه نور هم غلي پاتي شو او چوپ کښینو حال به مو له د څخه هم بتر شی !
همداسي به کړیږو.
همداسي به ژړیږو
همداسي په یو په بل وژل کیږيو
همداسی به ورځ له بلی بتریږو
همداسي به ورکیږو
ای افغانانو خپل په راتولونکي رحم وکړی او له تیرو څخه یو څه عبرت واخلو .
http://www.benawa.com/fullstory.php?id=44399



Comment