Announcement

Collapse
No announcement yet.

دالحماره تلوزيون مركه

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • دالحماره تلوزيون مركه

    I know most of can't read and write your own language to understand what I'm posting .

    د الحماره تلویزیون خبریال وروسته له ډیرو هلوځلو پدې بریالې شو چې یوه ځانګړې *مرکه له هغه خره سره تر سره کړې کوم چې تیر کال په هلمند کې خرمرګې برید ته هڅول شوی وو. دادې د مرکې ژباړه ستاسو په خدمت کې ده:
    سوال : تاسو ځان معرفی کړې.
    ځواب: زه هغه خر یم چې تیرکال د هلمند د امنیې قوماندانۍ په برید کې له مانه د ګټې پورته کولو هڅه شوی وه.
    سوال: تاسو فعلاَ چیرته اوسیږې؟
    ځواب : بښنه غواړم زه تاسوته دا نشم ویلی ځکه زه سل دښمنه لرم او که هغه خبر شوو نو بیابه ما ورته شان *حملې ته اړباسی.
    سوال: لکه چې تاسو پخوا په هلمند کې اوسیدلې تاسو ویلې شی چې څومره موده مو هلته تیره کړه؟
    ځواب : زه له کوچنی والې نه هلته* اوسیدم او د پیښې تروخته په همغه ځاې کې *وم.
    سوال: که تاسو د هغې پیښې په اړه یوڅه معلومات راکړې.
    ځواب: اګرچه زه نه غواړم هغه پیښه بیا راپه یاد کړم او هسې هم ما په هغه وخت کې خپل بیان پولیسو ته ورکړې وو خو ستاسو په خاطر به بیا هغه ترخه پیښه *بیان کړم.
    قصه داسې وه چې له ماڅخه به زما څښتن همیشه د نشه یی توکو په لیږد رالیږد کې ګټه پورته کوله او پرما خو حتې د نشه یې توکو بوې هم بد لګیږی او په نس به یې هم موړ نه ساتلم، خو بیا هم د مجبوری له امله ما دا کار کول، ډیر وخت په همدې شان سره تیر شو ترڅو *یوه ورځ یو سړې چې سپین کالی یې اغوستی وو *ماته یې وویل چې له ماسره کار وکړه زه به دې هم په نس ښه وساتم او *کاربه هم زیات نه درباندې کوم . ما هغه سړی ته وویل چې ته خوبه د آی ایس آی غړی نه یې ؟ ځکه نن سبا دا خلک په هلمند کې زیات شوی دی او له خرو څخه ناوړه ګټه پورته کوی. خو سړی ماته ډاډ راکړ چې د آی ایس آی غړې نده او نه هم په کوم سیاسی ګوند پورې تړلې ده نو لکه څنګه چې زه د خپل څښتن له ناوړه کړو وړو نه په تنګ شوې وم نو ما هم د هغه سړی وړاندیز ومانه او* له هغه ځایه د سړی کورته را وتښتیدو.
    نوپه سبا باندې* ما له دې سړی نه وپوښتل چې زه باید څه وکړم ؟ هغه راته وویل چې اول کار به دې داوی چې دا پیټې به له ماسره تر امنیې قوماندانی پوری ورسوی . ما بیا ترینه وپوښتل چې پدې کې څه دی؟ سړی ځواب راکړ دا دپولیسو لپاره سوغات دې ځکه وطن ته خدمت کوی نو ما ویل چې زه هم باید د خپل وس مطابق د یوه انسان په حیث ورسره *مرسته وکړم.
    د دې خبرې په اوریدو زه ډیر خوشحاله شوم ځکه پرما هم خپل وطن ډیر ګران دې . خو خیر سړی هغه پیټې زما په شا بار کړ او را روان شوو، په لاره روان وو چې دې سړی ته یو زنګ راغی او مقابل لوری نپوهیږم کومه پوښتنه ترینه وکړه خو سړی ورته په ځواب کې وویل *( یو ساده مې پیدا کړې ده بیغمه اوسه کار کیږې) ددې خبرې په اوریدو سره ما ته شک پیدا شو او له ځانه سره مې وویل چې یاره لکه چې په جاسوس واوښتې.
    خو لنډه یې دا چې آخر د ښاروالی خواته ورنږدی شوو نو ما فکر وکړ چې همدایې ځاې ده له او له هوښیاری نه مې کار واخیست او یودم مې منډه کړه او په ښاروالی ور ننوتم، سړی هم را پسې را منډه کړه او ځان یې په ما پسې راورسول *او ماته یې وویل: ولی دې داسې وکړ!؟ نو مایې په ځواب کې وویل چې *د آی ایس آی جاسوسه ما ښه وپیژندی ما نشې غولولې تا په ما د څه ګومان کړې ده ؟ هه!
    سړی* اول راته وویل چې ګوره که موږ دا برید ترسره کړ نو زه او ته به که خیر وو دواړه جنت ته سره ځو . ما ورته وویل چې نه ته دروغ وایې جنت خو څه د خرو ځاې نده چې هرڅوک ورداخل شی. او که دا برید ترسره شو نو بیګناه خلک به ووژل شی او دواړه به دوزخ ته ولاړ شو.
    سړی چې کله ولیدل چې کار په رضا نکیږې نو کوښښ یې وکړ چې ما په زور سره قوماندانی ته بوزی خو ما له چالاکې نه کار واخیست اوپه زور سره مې *هینګاره *وکړه او پولیس مې خبر کړل. نو هماغه وه چې پولیسو سړې ونیول او زه یې ډیر وستایلم یوه د پولیسو قوماندان خو لا راته دا هم وویل چې( که زموږ د وطن خره ټول ستا په شان دې وطن ته خدمت وکړی نو وطن به ګل او ګلزار شی.) *او له هغه وروسته بیا زه یوه امن ځاې ته منتقل شوم چې تراوسه هم همالته اوسیږم.او ډیر خوشحاله یم.خو یوه خبره مې اوس هم ځوروی چې دلته ماته امریکایې رشقه راکوله کېږی اوزه بیریږم چې کومه ورځ له ما څخه امریکایان بیځایه ګټه پورته نکړی.
    *
    سوال: ډیره مننه ستاسونه په آخر کې غواړم چې له تاسو نه وپوښتم چې څه انګیزه ددې باعث شوه چې تاسو د دې کارنه سرغړونه وکړې، او ستاسو پیام نورو خرو ته څه ده؟
    ځواب: انګیزه خو داوه چې زه د همدې خاورې په شوتلو او ریشقو او اوبو را لوې شوې یم نو څنګه کولې شم له خپل وطن سره خیانت وکړم؟ او زما پیغام نورو خروته داده چې همیشه دا په یاد ولری چې په کوم لوښې کې چې خوری هغه مردار نکړی . همیشه پدې فکر کې واوسې چې څنګه خپل قوم ته خدمت وکړی د دښمن له مکر او فریب څخه باخبره او سره یو موټې واوسی.
    که موږ سره متحد و اوسو نو هیڅوک به پدې بریالی نشی چې موږ ته ضرر ورسوی اویاهم زموږ پر څړ ځایونو قبضه وکړی.
    همدا شان زما غوښتنه د خرو له مالکانونه هم داده چې له خپلو خرو سره سم چلند وکړی په خیټه یې ماړه وساتی ترڅو په آینده کې هیڅ خر دې ته اړ نشی چې څوک ورنه بیځایه ګټه پورته کړی.
    *
    خبریال : مننه ستاسونه واقعاَ ستاسو دا کار دستاینې وړده اومونږ خوشحاله یو چې پدې وطن کې چې حتې زموږ* دولتی چارواکی تر پوزې* په فساد کې غرق دی داسې خره هم شته لکه تاسو چې له دې وطن سره دومره مینه لری او خیانت نه ورسره کوی .
    ~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~

  • #2
    خر خو ته خپل یې ر
    [SIZE="4"][B][CENTER][URL="www.quranawsunnat.com"]www.quranawsunnat.com
    [/URL]
    [URL="www.youtube.com/Sangartube"]www.youtube.com/Sangartube
    [/URL][/SIZE]
    Mullah 4 Life! [/CENTER][/B]

    Comment


    • #3
      خر د تول ستميان
      ~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~

      Comment

      Working...
      X