د افغانستان د تاریخ لیکونکو دې نور لاسونه شنډ شي چی ستا نوم په هغه کتار کې راولي ، کوم چی ته یې غوښتونکی یې . دا دې څه حال جوړ کړی دی ؟ تا خو هېواد د دومره ستونزو سره مخامخ کړ ، چی که لږ خبره هم لاندې باندې شوه ؛ والله چی ټول خو یو تر بله سره وخوري . ته دا اختیار کله لرې چی د ټولو پښتنو حق ځانګړی د خپل ځان وګڼې او هر څه دې چی زړه وغواړي ، هغسې وکړې .
لږ خو د خپلې مور ، هغه پښتنې پۍ درپه زړه او پر ځان یې حلالې کړه ! ته چی له هغې ورځې د ولسمشرۍ پر څوکۍ کښېناستې ، نور دې بیا د پښتو او پښتنو اصلي هویت ته هغسې پام ونه کړ چی باید او باید کړی دې وای . حال دا چی پر تا هم د یوه پښتون نوم درپورې دی ، او سره ددې د ولس تمه هم ډېره تا ته کېدله .خو ډېر د افسوس ځای دی ، چی ته هم د پخوانیو پاچاهانو په شان شوې ، ځکه خو دې هره پرېکړه د پښتو په تاوان تمامیږي .
یوه خبره چی تر ننه پورې چا نه ده کړې او یا به یې پام نه وي ورته شوی خو نن یې وار رارسېدلی چی باید په ډاګه یې کړم :
دا چی له ډېر پخوا راهیسې د افغانستان د دربار ژبه دري ( پاړسي ) ده ، لامل یې د یوې خوږې دوستۍ په لومه او جامه کې یوه دا سې شومه دښمني ده چی که همدغه ډول دوام ولري نو یو وخت به پښتانه په افغانستان کې بلکل څوک ونه ویني او که وي هم ، شاید د مېلمنو په تو ګه به خپله ګزاره کوي .
دا داسې بنسټیز او سیاسي پلان طرحه شوی چی پخپله پښتانه هم د یاد لامل له وجهې ، د دري ژبې د فرهنګ په وده کې زیار باسي . کله کله خو والله چی ژړا راځي، اخر دا زما په پښتو کې څه کمی دی ؟ هغوی خو دې هم یوه کلمه پښتو ووایي ! ولې دومره بېغوري روانه ده ؟
ای خلکو ! که نه پوهېږۍ ، پوه شۍ ؛ (پښتانه چی پاچاهان،وزیران شي پاړسیوان شي) ولې ؟ علت یې څه دی ؟
دا به زه نن ووایم : له هغه وخته چی د دربار ژبه پاړسي شوې ده ، علت یې دربار ته د پاړسیوانې ښځې راتګ دی ، هغه هم د پاچا د ښځې په نوم ، چی کرار کرار د هغې د تابعیت له مخې ، پښتو په پارسي بدله شي ،که څه هم د افغانستان ټوله پاچاهي ، پښتنو کړې ده ، خو نه یوازې دوی ټول د خپلې ژبې پر خلاف واقع شوي بلکې ډیری یې په پښتو پوهېدل هم نه ، چی زموږ تاریخ اوس ډېر پرې ویاړي .
اوس کرزي ته دا وایم: ایا دا هم انصاف دی،چی افغانستان دې د پاړسي ژبو په هېوادونو کې راووست ؟ ولې ، څه ټکه رالوېدلې ؟ چی مازې چا درته خوله نه وي چوله کړي ، تا بیا وار له واره ورسره منلې وي ، اخر دا پښتون هم هویت او ټاټوبی لري کنه ؟ تا خو بیخي پر پښتنو لوبې وکړې .
هغه پښتانه چی ستا په وړاندې په ډګر کې ناست دي ، دا ټول د طالبانو د ستراتیژۍ په نوم او خاطر نه جنګیږي ، دا ستا له همدغسې بېباکانه کړنو څخه زړه توري دي ، اوس چی ته دا سوله سوله یادوې نو ایا هغوی به باور درباندې وکړي ؟
پام کوه ! دا فکر ګوره ونه کړې چی تا هم ددې خاورې او ولس د پاره یو څه خدمت کړی دی ، دا ستا دنده ده ، ته یوازې د خدمت د پاره ټاکل شوی یې ، نه ددې د پاره چی ته پردي فرهنګ ، پردي مذهب او پردۍ ژبې ته د افغانانو په هیواد کې دننه وده ورکړې . ته او خدای دې چی رښتیا هم دا هېواد ، (پاړسي ژبی) دی ؟ دا چې ته زموږ د حیثیت په راټیټولو نور خوشالوې ، نو تر دې پورته ظلم کوم یو دی ؟ اخر دغه (پاړسي ژبي) ټلویزون ته ضرورت څه و ؟ چی د رهین په خوله دې داځل د ایران او تاجکستان فرهنګي یرغل ته ښه په ښکاره مخه ورکړه ، حال دا چی همدا اوس هم د یادو هیوادونو ، چاپي او برقي رسنۍ په پوره زور سره دلته فعالې دي او هر ډول استخباراتي ، سیاسي ، مذهبي او ....... فعالیتونو باندې بوختې دي .
کرزیه ! د خدای په پار!!
که په رښتیا سره ځان ددې خاورې بچی ګڼې ؛ نو مخه یې ونیسه ، کنه نو ددې تمه هیڅ وخت مه کوه چی پښتون دې د ټوپک پر ځای قلم راواخلي .


Comment