Announcement

Collapse
No announcement yet.

د اوسامې د مړنې سملاسي ورسته

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • د اوسامې د مړنې سملاسي ورسته

    نيټه ۷ مۍ ۲۰۱۱

    ليکوال ن م لندن

    د اوسامې د مړنې سملاسي ورسته

    دا يوه کوچنۍ ډرامه ده چې د اسامې د مړني ورسته د پاکستان په لوړپوړو چارواکو ليکل شوي ده.

    لومړی پړاو

    د ای ايس ای مشر کياني ته فون کوي،

    هلو سر اوسامه امريکايانو يوړو.

    کياني- دروغ مه وايه، ټولې پيسې دې ځان له واخستلې؟

    د ای ايس ای مشر- قران دې راپسې شي که لا يوه پيسه راته هم لاس ته راغلې.

    کياني- نو بيا امريکايانو ته اوسامه چا وښودلو، چې تا ورته نه دی ښودلی نو نور څوک کيدای شي؟

    د ای ايس اې مشر- سر وزيراعظم خبر شوی و.

    کياني- هغه چا خبر کړی و؟

    د ای ايس ای مشر- کرنل کوسه چې تيره مياشت تاسې د جرنل په عهده پورته کړو، ښکاري ټوله لوبه هغه ورانه کړي وي.

    کياني- اوس پوه شوم چې ولي وزير اعظم د هغه دومره زيات سفارش کولو چې زه يي مجبور کړم چې د کرنل مې جرنل کو.

    د ای ايس ای مشر- سر دې د کرنل واړندې *بټ مين و، نالوستی هم دی.

    کياني- په خير شي ،په پوځ کې څوک لوستي دي! په دې خبرو وخت مه اړه وه، وزيراعظم خبر دی چې اوسامه يي وتښتولو؟

    د ای ايس ای مشر- نه، خو سر، ما وي تاسو خو څه حراميتوب خو نه دې کړی؟

    کياني- څه حراميتوب، هلکه!

    د ای ايس ای مشر- ما وي، هڅې نه ټولې پيسې مو ځان له نه وي اخيستلي!

    کياني- قران مې دې ووهي، که يو سره کاسيره مې ليدلي وي.ته غم مه کوه، خپل کار کوه، ستا برخه زما سره ده. زه لږ وزيراعظم سره خبرې کوم چې سبا ته څه قيصه خو جوړه کړو.

    د ای ايس ای مشر- ښه سر، خو سر، زما خيال دی وزيراعظم په پيرس کې يوه کوټۍ شورع کړې وه او پيسو ته يي سخته اړتيا وه. خلاص درنه نه شي.

    کياني- ته غم مه کوه،

    کياني ګيلاني ته فون کوي.

    کياني- ګيلاني ،ويده وي که!

    ګيلاني- ډير ستړی وم، نن مې ډير کانفرنسونه وکړل.

    کياني- سړی دې په سو خرڅ کړو؟

    ګيلاني- کوم سړی؟ څوک!

    کياني- ځان مه نانګاره کوه، شپږ کاله مونږ وساتو، او پيسې يي ته اخلي.

    کياني- ته کوم سړی يادوي، زمونږ سره خو دنيا سړي دي!

    کياني- د ټولو هغه پلار، اوسامه درته يادوم.

    ګيلاني- ولې ، څه وشول په اوسامې باندې؟

    کياني- امرياکايانو وړی دی.

    ګيلاني- ژوندی!

    کياني- ولې!

    ګيلاني- هغه په خير شوي ته ټوله قيصه مالومه ده، که امريکايان يي خبر کړل نو څه به کيږي؟

    کياني- ژوندی مړ يي پريږده، خو څو رقم دې تر لاسه کړو.

    ګيلاني- ما خو دې د خدای کلام ووهي که يوه پيسه مې په سترګو ليدلې وي، ولې ته په ما شک کوي، ما خو د هر سړي په خرڅولو کې ستا برخه کړې ده. دا خو ته يي چې د سوات ټولې پيسې دې په دوکو شوکو زما نه پټې کړي.

    کياني- نو بل څوک کيدای شي؟

    ګيلاني- بل څوک کيدای شي، ولې هغه ښامار دې هير دی څه؟

    کياني- څوک، زرداري يادوي!

    ګيلاني- نو بل څوک کيدای شي؟

    کياني- چې هغه لا چا خبر کړو، ته صبر وکړه، زه ورسره خبرې کوم.

    کياني زرداري سره خبرې کوي.

    کياني- هلو، هلو، يا هلکه زرداري څه شو؟

    څوک سړی- دا وخت د زرداري دی!

    کياني- څه، څه ،تښتيدلی دی!

    سړی - ته څوک خبرې کوي؟

    کياني - کياني يم، د پوځ مشر، زرداري چيرته دی؟

    سړی - سر هغه په ټوايلټ کې دی.

    کياني - ورشه ورپسې، وايه کياني درسره خبرې کي، دا د ټوايلټ وخت نه دی.

    سړی - ښه صيبه.

    زرداري - هلو کياني صيب، په دې وخت!

    کياني - سړی دې په څو ورکړی؟

    زرداري - کوم سړی، مونږ خو د ورځې په سلګونو سړي قاچاک کوو، ته د کوم يو خبره کی.

    کياني - ګوره، زرداري، دا سړی ما فقط د ځان لپاره ساتلی و. دې ته زما ډير کارونه پراته ول، او تا خدای خبر د املوکو په تول کې ورکو!

    زرداري- ولله، ياره ستا سره به څوک هخوا ديخوا وکړي، ته خو راته نامه راوښيه.

    کياني - د ټولو پلار ، هغه اوسامې.

    زرداري - ولې اوسامه باندې څه وشول، زه خو د اوسامه نه خبر نه يم.

    کياني - ګوره، ګپ مه لګوه، زما صبر مه ازميه، سړی دې په څو ورکو.

    زرداري - په ما خودې ټول ميشکات شريف راپسې شي، چې د اوسامې نه خبر يم.

    کياني - دروغ مه وايه.

    زداري - وايم، ټوله تاج کمپنۍ دې راپسې شي، که اوسامې .......

    کياني - سمه ده، سبا ځان له جيل خوښوه، سبا سهار په اته بجې به مارشل لا وي. قران دې راپسې شي چې په جيل کې دې روست نه کړم.

    زرداري - خدای دې پخير کړه، په ټوقو هم نه پوهيږي. ستا مې په کې ۷۰ فيصده برخه کړې ده. اوس خو وخانده کنه.

    کياني- د کافر زامنو، زما نه خو ساه تلې وه، په ما خو د دوبۍ د هغه پلازي ډيرې پيسې قرض شوي دي. هره ورځ شيخان ټليفونو کوي. ښه نو اوس به څه کوو؟

    زرداري - ډيوټياني ولګوه.

    کياني - ميډيا خو زما ذمهدارې ده، باقي ته سمبال کړه.

    زرداري - او ولې ، مذهبې جماتونه ،

    کياني - هغو خداې غرق کړو نن سبا خپل ريټونه دومره خيژولي دي چې!

    زرداري - دغه تا په خپله خوښۍ اخيستلي دي. او ميډيا هم په خپل کار پوه شوې ده.ښه زه لږ ټوايلټ ته ورځم.

    کياني - مړه زما هم اوس زړه کيږي. د خدای په امان. جاري



Working...
X