Announcement

Collapse
No announcement yet.

د کندهاردوالي وروستۍ خبرپاڼه که په دولتدا

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • د کندهاردوالي وروستۍ خبرپاڼه که په دولتدا

    خپریدو نیټه 2011-05-07 م

    نوي سرلیکونه....

    عاجل خبر : كندهار، د عامه نظم پر قوماندا�...

    عاجل خبر : د كندهار پر ملي امنيت هم بريد �...

    عاجل خبر : د كندهار پر ولايت مقام جګړه رو...

    په ډیره غازي خان کي دوه ځانمرګي دبرید مخ...

    دپاکستان په ایبټ اباد کي د اسامه د کور څ�...

    امرالله او عبدالله د پاکستان غوړه مالان...

    د تغیر او امید ټلواله د سولې مخالفه ده



    درنو لوستکو زه دکندهار دیوې ږغیزي رسنۍ سره کار کومه او ددنن ورځي په بریدونو کي مخامخ دځینو برخو دپېښودخبر لپاره په عیني صحنه کي موجود ومه او وروسته مي دوالي لخوا په بلل سوي پرس کنفرانس کي هم برخه واخستل او دوالي ورخطا اوزېړه څیره مي په خپلو سترګو ولیدل دکنفرانس څخه تر راستنېدو سره سم دفتر ته راغلم چي کمپیوتر پرمخ دکنفرانس څخه راپور تهیه کړم چي په دې ترڅ کي د کندهار ولایت مقام څخه د ( د کندهار د ننيو پيښو په اړه د کندهار والي خبري غونډه) سرلیک لاندي اعلامیه پر بریښنالیک راورسیدل کله چي مي پرنستل نو تاسي باور وکړې چي له ډيري ناامیدۍ او دکندهار پر روان حالت او دچارواکو پر سپین سترګۍ ژړا راغله . نو مي وپیتله چي خپل دسترګو لیدلی حال ، دچارواکو بې کفایتي او دوالي اعلامیه درې واړه په یو بحث کي سره په ترتیب ستاسو لوستونکو مخته کښېږدم تر څو هغه روانه لوبه د خپل رسالت لمخي یوڅخه رسوا کړم چي همدا اوس دکندهار د چارواکو لخوا روانه ده !

    راځي چي په ګډه دوالي رالیږل سوې اعلامیه وڅیړو چي زموږ دغه بې کفایته والي څنګه خپل دادارې پر بې کفایتي سترګي پټوي او پړه ئې پر وسلوالو مخالفینو وراچوي ، دلته باید ددې خبري یادونه وکړو چي یوازي مخالفین دکندهار په ولایت کي نسته بلکې په ټول افغانستان کي موجود دي او تر کندهار په نورو ولایاتو کي فعال هم دي خو دا چي په کندهار کي دوې څنګه محبس ماتوي ، څنګه پرقومنداني برید کوي او څنګه په تهاجمي ډول پر یو وخت دښار پر ټولو دولتي تاسیساتو برید کوي دا یوازي دکندهار دولایت دبېکفایته والي او نورو دولتي چارواکو بې تجریبي توب ، نا اهلي او بې غوري ده .

    اعلامیه په لاندي ټکو پیل سوې ده .


    د کندهار د ننيو پيښو په اړه د کندهار والي خبري غونډه ! نېټه: 1390.02.17

    کندهار افغانستان: نن شنبه د ١٣٩٠ لمريز کال د غويې مياشتي ١٧ نېټه د افغان دولت او خلکو وسلوالو مخالفينو يو ځل بيا د يوه ډېر ماهرانه پلان له مخي په کندهار کي پر يو شمېر ودانيو باندي حملې وکړې.

    دلته تاسي خپله فکروکړې چي والي د افغان دولت مخالفین دخلکو ډښمنان هم بولي خو دا هیره وي چي دده ادارې ددغي خلکو په امینت ساتلو کي څه کړي دي له کومه وخت چي دې والي سوي دي دکندهار امینت دغه حال ته رارسیدلی دی چي اوس ئې ټوله دنیا خبرو پرسر اخیستې ده . په خدای اوس دخپل ښاریانو څخه شرمیږو چي پرون مو د همدې والي دخبري غونډي اعلامیه تر دې سرلیک لاندي خپره کړه چي والي دیوې امینتي غونډي په ترڅ کي ټولو امینتي اروګانو ته د تیارسئ امر کړي دي . او دا ئې دتیار سی حالت دي چي ښار ټول د طالبانو په ولکه کي دي !!!!!!!!!! ښاغلي والي صاحب ، خوا دي مه بدیږه دونه به ووایم چي ستا په خوله دمخالفینو ماهرانه پلان ستا تر هغو ټولو امینتي غونډو او پلانونو په پرتله کامیابه نتیجه ورکوي .

    پوهیږې ولي ؟؟ ځکه چي ستا امنیتي غوندي ، ښې حکومتداری او امنیتي احضارات یوازي هغه رواغ دي چي د یوڅو رانیول سوي ژورنالیستانو به مرسته ئې دخلکو ترغوږو رسوې خو په عمل کي یوازي د هوا څخه جوړ بلډینګونه دي .


    د خلکو دوښمنانو نن ورځ د کندهار ولايت مقام ودانۍ، د کندهار هوټل، د عامه نظم د پوليسو قومندانۍ او د لومړۍ امنيتي حوزې ماموريت تر خپلو بريدونو لاندي ونيول.

    دلته والي شرم هم له لاسه ورکوي او دښار دزړه هغه سمي یادوي چي ټول په سمیټي ډیوالونو پوښل سوي دي اوس راسه دې ته غوږ سه چي دکندهار هوټل دی تاسي ته داسي یادوي چي ګویاه کندهار هوټل د ښاره لیري دتخه پل سره موقیعت لری دي یعني دده مطلب چي پر دې ځای خو هرڅه امکان لري خو دکندهار هوټل د ښار په منځ کي په ترټولو امنیتي سمه کي قرار لري دلته ښاغلي والي دا په لوی لاس هیره کړې ده چي نژدې۵۰ کسه وسلوال د دولت د ټولو امینتي اورګانو او امنتي کمربندو څخه څنګه راتیر سوي دي ، دلته اتسخبارات چیري وه . که تاسي فکر وکئ دمحبس په ماتیدو کي یو څو ټیټ پوړي کسان ونیول سو حال دا چي دهغه دونه دروند جرم و چي باید والي ، امرامنیت او د خاد ریس درې واړه محکمۍ ته کش سوئ وای ..
    دوى د کندهار پر ولايت مقام د شمال د لور څخه د برېښنا رياست اړوند د يوې تر کار لاندي ودانۍ څخه ګټه او همداراز د سهيل لوري څخه د تجارتي مارکېټونو څخه ګټه پورته کړه او ولايت يې تر خپلو ډزو لاندي راوستى.

    دلته ښاغلي ویسا هغه سیمي یادوي چي په همدې مارکیټونو کي امینتي پوسته کرار هم لري خو والي دي په دې پوه سي چي ددغه مارکیټو څخه نه یوازي داچي ښاروالي کرایه او مالیه ټولوي بلکې یوڅو دپولیسو په نامه کسان ئې د میاشتي دامینت ساتلو په نوم پیسې هم ټولوي . د افسوس ځای خو دادی چي دلته دولت هغه څه نه یادوي چي دلته د دولت دنده څه ده ؟ دلته دولت اهمیت څه دی ؟ دلته د دولت موجودیت دڅه لپاره دی ؟ ښاغلی توریالی ویسا دا هرڅه داسي بیانوي چي یاني ولایت مقام خو په امینت کي دی خو ولایت مقام شاوخوا په دوی اړه نلري څخه دوی مخالفینو دهمدې فرصت څخه ګټه پورته کړه .
    مخالفينو د ميرويس مېني په سيمه کي د عامه نظم د پوليسو پر لواء او همداراز په کندهار کي هوټل کي هم ډزي پيل کړې او يو ځل بيا يې خپله بده څېره خلکو ته وښوول.

    دلته سړي ته دخندا پرته بل څه نه ورځي ، مخالفین خو همدا غواړي چي پردولت بریدونه وکړې د مخالفینو نوم که په قاموس کي وګورې هم په لغوي او اصل کي همدا معنا لري . دلته ښاغلي والي دا نه وائې چي زما ادارې یوځل بیا خپل بېکفایتي ، غفلت او بې وسي خلکو ته ووښودل . دلته ښاغلي توریالی ویسا په خپل ضمیر او وجدان کي دونه لویدلی ښکاري چي دخپله ځانه هم نسي پوښتلی چي بده څهره چا خلکو ته وښودله . دلته نوموړی دا هیروي چي چا د عامو خلکو دامنیت ساتلو لوړه او قسم خوړلی دی دولت که مخالفینو ؟

    زموږ چټک او با شهامته امنيتي ځواکونه په دې وتوانېدل څو په ټولو سيمو کي د مخالفينو بريدونه پر شا وتمبوي او هغوى ووژني خو يوازينى ځاى چي تر اوسه هم پکښي مقاومت دوام لري هغه کندهار هوټل دى او هلته به هم ډېر ژر مقاومت پاى ته ورسيږي ځکه اوس هغه سيمي ته ډېر امنيتي قوتونه ولاړل.

    ښاغلی ویسا که ستاسي پرځای زه وای نو خپل ژوند ته مي په همدې جمله دپای ټکي ایښوده . دلته هغه متل ضروري ګڼم چي واي سل ئې مړه کړه ته ئې لا بدي نه بولې . دښاغلي ویسا چټک او باشهامته ځواکونو چټک والی دونه و چي ۶ ساته یوازي پرولایت مقام جنګ روان و او اوس دشپې پر لس بجې لا هم دکندهار په هوټل کي جګړه روانه ده چي دی ئې خپله هم دغه دوام تایدوي چي د غرمې پر ۱۲:۳۰ بجو پیل سوې ده .
    دلته دي هر لوستونکئ دا پوښتنه د خپل ضمیر څه وکړي چي مخالفین په شا وتمبول سول څه معنا ؟؟؟؟ ایا د کندهار ولایت باندي حمله دپاکستان لخوا یا د هلمند لخوا یا د زابل لخو حمله سوې چي خپل ولایت ئې دمخالفینو څخه وساته او هغه بیرته هغو خواو ته پرشا وتمبول چي پرې راغلي وه ؟؟؟؟؟ او که دلته د ښاغلي توریالي ویسا مطلب داوي چي وروسته د خونړۍ جګړې ئې دکندهار ولایت مقام وساته او مخالفین ئې د ښار توپخانې بازار یا شاه بازار ته وتمبول نو هغه بیا بله خبره ده . ځکه ښاغلي ویسا خودغه بازارونه تر خپل واک لاندي سیمي نه بولي که بللای نو دسمیټي دیوالو په احاطه کي به ئې داخلي کړي وای . او بل دا خبره ښاغلي توریالي ویسا هیره کړې وه چي همدا چټک او باشهامته امنیتي ځواکونه پرون ستاسي په امر دپوره احضاراتو نیولو په حال کي تیارسئ هم ولاړ وه . دلته یوازي دونه ویل غواړم چي مرګ دي وي پرداسي وجدانو چي دولس په سترګو کي دخاوري شندلو هڅي کوي
    د ننيو ترورستي بريدونو پرمهال ٢ کسان وژل سوي چي يو دولتي او يو بل ملکي دى او ٢٩ نور ټپيان دي چي له ډلي يې ١٠ تنه د امنيتي ځواکونو غړي او پاته نور ټول ملکي کسان دي.د ملکي کسانو په ډله کي شپږ کوچنيان او درې ښځي هم شاملي دي چي د درملني لپاره د امنيتي ځواکونو له خوا روغتونه ته وړل سوي .

    دلته یوځل بیا د ملکي کسانو دمرګ ژوبلي یادونه کیږي ځکه دملکي کسانو په یادولو دوی غواړي دا وښائې چي دلته دوی دخلکو سره څمره خواخوږي لري . حال داچي د کندهار اداره ددې خلکو په امنیت ساتلو کي دونه پاته راغلي چي ددوی دغفلت څخه دغه ملکي کسانو وژل سوي دي نو ددې ګنا ولي پرمخالفینو واچول سي په لومړي سر کي خو دولت مجرم چي دداسي پیښو په مخنيوي کي پاته راغلی دی . او دا خو لا معلومه هم نده چي رشتیا هم دا کسان دمخالفینو په برید کي وژل سوي دي او که دکندهار ظالمي او خوني ادارې په ناتار ډزو کي چي په داسي پیښو کي پخوانئ ریکارډ لري . د کندهار ادارې په هرځل له وارخطائې څخه پر عامو خلکو دټوپک خولې راسته کړئ وي او لسګونه سلګونه ملکي کسانو ته ئې مرګ ژوبله اړولې ده چي په میرویس روغتون کي د کندهار دمظاهرو دولسي ژوبلي هغه زخمیان چي دپولیسو لخوا پر سینو ویشتل سوي دي تراوسه هم بستر پراته دي . ددو پیښو خو زه خپله شاهد یم چي پرما پردې خاطر دتوپک خولې راواړول سوې چي دپیښي ځای ته دخبر راټولولو لپاره ورنیژدې سوم .

    تر دې مهاله پوري بشپړ معلومات په لاس کي نه لرو خو يوازي دومره ويلاى سم چي شپږ تنه بريد کوونکي تر دې دمه وژل سوي دي او پلټني رواني دي چي وروسته به د ټولو په اړه معلومات درکړو.

    ښاغلي توریالی ویسا معلومات به خامخا نه لرې ځکه په کندهار کي ستا د دولتي معلوماتو سیسټم داسي ړنګ سوی دی چي دولتي مامورین یوازي دخپل ځان ساتلو په موخه په زیرخانو او ژورونغمونو کي ځانونه خوندي کوي او دولایت مقام ته دي دولتي چارواکي هم نه پریښودل کیږي ځکه چي د دولتي اورګانو ترمنځ دونه بې باوري رامنځه سوې ده چي هر په نظامي دریشي کي ژوندي انسان ته د ځانمرګي په سترګه کتل کیږي .
    خو دا به درسه ومنم چي شپږ کسه برید کونکي وژل سوي دي خو هغو خپل ځانونه دځانمرګي بریدو په پایله کي وژلي دي چي ددهمدې مخي لپاره راغلي وه او خپل مطلب ته ورسیدل په دې کي ستادبېکفایته ادارې کارنامه څه شي ده چي دونه ئې په زیر او زور بیانوې ؟؟؟؟

    مخالفينو نن دوې موټم بم چاودني او دوې نوري رکشې چي د چاودېدونکو توکو ډکي وي د خپلو هدفونو لپاره کارولي او چاودني يې ورکړي دي.

    پورته مي یادونه وکړه چي په دې کي ستا دادارې کارنامه څه شي ده چي لا نه شرمیږې او دا هم یادوې چي دوه موټربم او دوې رکشې هم چاودلي دي . که چیري دي مطلب دا وي چي دا چاودیدونکي مواد هم د ولایت مقام څنګ ته ستا دبیدې ادارې دغفلت له خاطر راغلي وي نو بیا خو سمه ده ځکه ستا دادارې څخه لوی لوی ټیلرونه او ټرکونه چاودیدونکي مواد ښار ته راننوزي دا خو هغه دچا خبره یوه خوله نسوارو ته ورته دي . په داسي حال کي چي ستاسو په قول د کندهار داداره څخه په توره شپه کي پر توره ډبره تور میږئ هم نسي تللاې !!!!!!!
    تر اوسه ډېر وختي دى او موږ نه سو ويلاى چي ياد بريدونه به د چا لخوا پلان سوي وي خو زما په لاس کي دغه کارت چي تاسو وينى د پاکستان هيواد د يوه تبعه کارډ دى چي نوم يې ساجد اقبال دى او پاکستانى شناخته کارډ ورڅخه په لاس راغلى دى.

    ښاغلی توریالی ویسا دغه کارډونه چي تاسي په خپلو مبارکو ګوټو کي نیسی دا په سپین بولدک کي په پنځه افغانۍ جوړیږي او هرعکس چي ورکوې ورباندي درمښلوي ئې . پاکستان سرحدي سپي یا ویزه او یا هم شناخته کارډ غواړي کنې بې پیسو نسې ځني تللای . اوس خلک دغه شناخته کارډونه وړوي او په اوړي او رااوړي . زه خپل په څو ځله په همداسي شناخته کارډو د پاکستان هیواد ته داخل سوی یم چي اوس ئې د پاکستان سرحدي چارواکي دغه ځای ته راوستلي دي چي اصلي او جعلي شناخته کارډونه یو ه نه مني . دا مي ددې پوري درته وویل چي والي صاحب دغه خبري اوس ولس ته بیخي زړې سوي دي چي دخپلي بېکفایتی ټوله پړه پر بل ورواچوی ، دغه د درواغو شناخته کارډ چي ستاسو په ګوتو کي دی دا کومه غټه کارنامه نده چي تا پیدا کړی دی او خبریالانو ته داي په کنفرانس کي پورته کښته کاوه فقط لکه ډهلی او بخارا چي دي نیولی وي خدای خبر دچا دجیبه لویدلی وی او یا تاسو پخوا ددغسي پیښي لپاره ساتلی وي چي ځه خیر دی دیوې پیښي پړه پر بل اچول کیږي . ښاغلی والي صاحب موږ پښتانه یوازي دونه پوهیږو چي خپل مال په خپله وساته خو همسایه غل مه نیسه . ته چي د خپلو خلکو په ساته ، خپلي ادارې او بلاخیره خپل کندهار په ساته کي پاته راغلې ئې نو نن به خود همسایه غل معرفي کوې ځکه ته دخپل کندهار په ساته کي پاته راغلی ئې او دا یو حقیقت دي .
    زه له کندهار ښاريانو مننه کوم چي نن يې بيا حوصله کړې او يوه ستړې ورځ يې تېره کړې ده.

    ښاغلي والي صاحب کندهاریان تاته حوصله نده کړې ، کندهار یان ۳۰ کلني جګړې دونه ځپلي دي چي اوس حوصیله پیژني لانه . په کندهاریانو کي دسر سړي ستا په بې کفایته اداره کي د کندهار دمافیا لخوا ووژل سول ږ په کندهاریانو کي اوس ژغ پورته کولو توان نسته ځکه ستاسي د ترورونو په روانه لړۍ کي ئې به په هغه لحضه خپل سر وخوري . کندهاریانو اوس یوازي خپلي خولې د خدای پر لور وازي نیولي دي چي خدای ئې ستا او ستا دادارې څخه خلاص کړي . کندهاریانو ته اوس ستا غوندي د یرغلګرو غلامان او اجیر ښه ترا معلوم دي . ښاغلي والي صاحب د کنداریانو نن ورځ یوازي دونه په وسه پوره دي چي مخالفین (دلسټوني ماران ) د لاچارې څخه ستا تر دفتره په خپله مستقیمه مرسته راورسوي . څه فکر کوې چي دا دونه مخالفین د ولسي ملاتړه پرته ستا تر بغله راتلای سي ؟
    نني بريدونه دافغانستان د دوښمنانو د هغو پلانونو څخه وو چي په ترسره کولو سره يې يوازي غواړي خپل شتون وښيې او د افغانستان خلک له ارام ژوند څخه بې برخي کړي خو زه غواړم دوى ته ووايم چي بايد خلک ونه وژني او د ملي روغي جوړي د پروسې څخه چي د افغانستان د ولسمشر له خوا يوه ښه پروسه ده ګټه واخلي او د افغانستان په سوله کي ځان شامل کړي.

    نني بریدونه یوازي یوازي دا وښوده چي په کندهاری کي دولتي اداره په صفر کي ضرب ده . نه یوازي نني برید ښاغلي ویسا ستاسي کوم کوم یو یاد کړم وای غلبیل کوزې ته ویل چي سورئ . د کندهار دمحبس ماتیدل څه وښودل . د قوماندانۍ دننه چي لس ځایه ئې په ورتګ کي تلاښي کیږي حه وښودل ؟ د کندهاری مظاهرو څه وښدل ؟ دسپوږمۍ صالون ...... ددې ترڅنګ د پنجوائې ، ژړی بولدک پیښو څه وښودل ؟ دترکو کلاچې حه وښودل د کندهار د مومن ولس باغونو چي سړکانو په کښلو وچ سول څه وښودل ؟ .....
    په پښتو کي یو بل متل دی چي وای اوښ ته ئې ویل غاړه دي کږه ده دول کوم ځای مي بیا سم دی ،نو اوس ستا هم دنني برید خبره همداسي وبوله کاشکي ستاسي په والیتوب کي دایو پیښه وائې . بل ستاسي ولسمشر سره څوک دسولي په پروسه کي یوځای سي هغه پروسه چي مشري د افغانستان د لکونو انسانانو قاتل کوي . او که هغه دولت چي د فهیم . خلیلي ،دوستم ، سیاف غوندي ترورستیانو ته چي تر پورنه تا خپله د خلق او پرچم تر سیوري لاندي اخوانیان دامریکا او پاکستان بچیان بلله ؟؟
    مخالفين بايد په دې پوه سي چي زموږ دولت يو ډېر پرمختللى دولت دى او کافي قدرت لري او مخالفين به په هيڅ وخت کي ددې جوګه نه سي چي ورسره مقابله وکړي.

    دغه نو دبې شرمۍ هغه حد دی چي یوازي په ښاغلي ویسا کي موندل کیدلای سي ، چیري چي ولایت سقوط ته ولاړ وي او دولتي والي دمعلوماتو د راټولو څخه عاجزه وي او دولتي تاسیسات مخامخ تر اور لاندي وي ، چیري چي محبس ته سورئ راځی او میاشتي میاشتي کار ورباندي روان وي اوبندیان دشپې تښتي او دولت د سهار په اته بجو خبریږي هغه نو په ریشتیا یو پرمختلی دولت دي . دانوهغه پرمختلی فاسد دولت دي چي حکومتداري نه پیژني یوازي یوه مافیا او دجیبو ډکونکي غله پکښي راټول دي .

    داسي دولت چي دیوالونه او امینتي خنډونه ئې یوازي دترخپلو دفترو او کورونو محدود وي هغه به خو کافي قدرت ولري . کاش چي ښاغلي ویسا دا خبره هغه وخت کړې وای چي ددې برید له پیښدو مخکي ئې دا برید شنډ کړی وائې لا به ئې یو ځای نیولی وای . ښاغلي ویسا ته دونه وایم چي په کندهار هوټل کي دي هم جګړه روانه ده !!!!!!!!!

    په پای کي دیوې پوښتني او جواب په ډول هغه ملنډي خپروي چي دخندا دانسان غومي پرې کوي .
    پوښتنه: والي صاحب که راته وواياست چي ټولټال څو تنه بريد کوونکي راغلي وه؟

    ځواب: تر اوسه زموږ تحقيقات بشپړ سوي نه دي خو بيا هم غواړم ستاسو په ځواب کي ووايم چي زموږ د معلوماتو له مخي شپږ تنه وه، خو تر اوسه هم پلټني بشپړي سوي نه دي او که چيري مو ژر بشپړ معلومات په لاس راغلل همدا نن شپه به يې ستاسو سره شريک کړو او کنه وو سبا ته به له خيره د يو بل سره ږغيږو
    پورته ښاغلی والي صاحب خپله وویل چي ۶ کسه ووژل سو ه ، بیا ئې وویل چي جګړه لا تر اوسه روانه ده او بیا دهغه پوښتني په جواب کي والي صاحب خپله وائې چي زما دمعلوماتو لمخي بریدکونکي ۶ کسه وه هاهاهاهاهاها ښاغلي والي صاحب دا روانه جګړه لکه چي پیریان کوي ځکه راغلي بریدکونکي خو ستا چټکو او باشهامتو ځواکونو لخوا ووژل سول او تاسي خپله وایاست چي بریدکونکي شپږ کسه وه دلته دملانصرالدین هغه کسه راپیادیږي چي چا په دوو کسو ملا وهلی و او یو ئې ده نیولی و نو په سبا ئې قاضي ته قسمونه خوړل چي دوه کسانو ووهلم یو مي ونیوی خو دوه وتښتیدل .
    ښاغلی والی صاحب درواغ دونه لنډ مزل لري چي ستاپه یوه اعلامیه کي د دوه کرښو ترمنځ رسوا کیږي هودا درسره منم چي دا بیا بیله خبره ده چي په کندهار کي د پرس کلب په نامه د شرابوخوریو ځاله ئې بیا نسي رسواکولای څخه چي هغه له یوا خوا ستا پرکاسو رالوی سوي دي له بلي خوا ستا لخوا ستایل کیږي که رغه نقطې راوباسي نو بیا خو له دواړو بې برخي کیږي .
    په پای کي باید دونه ووایم چي ښاغلی توریالی ویسا ستاسي ددغه اعلامیې رالیږلو څخه یوه نړۍ مننه
    داعلامیې پوره متن لاندي ولولئ :
    مطبوعاتي خبرپاڼه:د کندهار د ننيو پيښو په اړه د کندهار والي خبري غونډه

    نېټه: 1390.02.17

    کندهار افغانستان: نن شنبه د ١٣٩٠ لمريز کال د غويې مياشتي ١٧ نېټه د افغان دولت او خلکو وسلوالو مخالفينو يو ځل بيا د يوه ډېر ماهرانه پلان له مخي په کندهار کي پر يو شمېر ودانيو باندي حملې وکړې.

    د خلکو دوښمنانو نن ورځ د کندهار ولايت مقام ودانۍ، د کندهار هوټل، د عامه نظم د پوليسو قومندانۍ او د لومړۍ امنيتي حوزې ماموريت تر خپلو بريدونو لاندي ونيول.

    دوى د کندهار پر ولايت مقام د شمال د لور څخه د برېښنا رياست اړوند د يوې تر کار لاندي ودانۍ څخه ګټه او همداراز د سهيل لوري څخه د تجارتي مارکېټونو څخه ګټه پورته کړه او ولايت يې تر خپلو ډزو لاندي راوستى.

    مخالفينو د ميرويس مېني په سيمه کي د عامه نظم د پوليسو پر لواء او همداراز په کندهار کي هوټل کي هم ډزي پيل کړې او يو ځل بيا يې خپله بده څېره خلکو ته وښوول.

    زموږ چټک او با شهامته امنيتي ځواکونه په دې وتوانېدل څو په ټولو سيمو کي د مخالفينو بريدونه پر شا وتمبوي او هغوى ووژني خو يوازينى ځاى چي تر اوسه هم پکښي مقاومت دوام لري هغه کندهار هوټل دى او هلته به هم ډېر ژر مقاومت پاى ته ورسيږي ځکه اوس هغه سيمي ته ډېر امنيتي قوتونه ولاړل.

    د ننيو ترورستي بريدونو پرمهال ٢ کسان وژل سوي چي يو دولتي او يو بل ملکي دى او ٢٩ نور ټپيان دي چي له ډلي يې ١٠ تنه د امنيتي ځواکونو غړي او پاته نور ټول ملکي کسان دي.

    د ملکي کسانو په ډله کي شپږ کوچنيان او درې ښځي هم شاملي دي چي د درملني لپاره د امنيتي ځواکونو له خوا روغتونه ته وړل سوي دي.

    تر دې مهاله پوري بشپړ معلومات په لاس کي نه لرو خو يوازي دومره ويلاى سم چي شپږ تنه بريد کوونکي تر دې دمه وژل سوي دي او پلټني رواني دي چي وروسته به د ټولو په اړه معلومات درکړو.

    مخالفينو نن دوې موټم بم چاودني او دوې نوري رکشې چي د چاودېدونکو توکو ډکي وي د خپلو هدفونو لپاره کارولي او چاودني يې ورکړي دي.

    تر اوسه ډېر وختي دى او موږ نه سو ويلاى چي ياد بريدونه به د چا لخوا پلان سوي وي خو زما په لاس کي دغه کارت چي تاسو وينى د پاکستان هيواد د يوه تبعه کارډ دى چي نوم يې ساجد اقبال دى او پاکستانى شناخته کارډ ورڅخه په لاس راغلى دى.
    زه له کندهار ښاريانو مننه کوم چي نن يې بيا حوصله کړې او يوه ستړې ورځ يې تېره کړې ده.
    نني بريدونه دافغانستان د دوښمنانو د هغو پلانونو څخه وو چي په ترسره کولو سره يې يوازي غواړي خپل شتون وښيې او د افغانستان خلک له ارام ژوند څخه بې برخي کړي خو زه غواړم دوى ته ووايم چي بايد خلک ونه وژني او د ملي روغي جوړي د پروسې څخه چي د افغانستان د ولسمشر له خوا يوه ښه پروسه ده ګټه واخلي او د افغانستان په سوله کي ځان شامل کړي.

    مخالفين بايد په دې پوه سي چي زموږ دولت يو ډېر پرمختللى دولت دى او کافي قدرت لري او مخالفين به په هيڅ وخت کي ددې جوګه نه سي چي ورسره مقابله وکړي.
    پوښتنه: والي صاحب که راته وواياست چي ټولټال څو تنه بريد کوونکي راغلي وه؟

    ځواب: تر اوسه زموږ تحقيقات بشپړ سوي نه دي خو بيا هم غواړم ستاسو په ځواب کي ووايم چي زموږ د معلوماتو له مخي شپږ تنه وه، خو تر اوسه هم پلټني بشپړي سوي نه دي او که چيري مو ژر بشپړ معلومات په لاس راغلل همدا نن شپه به يې ستاسو سره شريک کړو او کنه وو سبا ته به له خيره د يو بل سره ږغيږو.

    --

    Kandahar Media Office(KMIC)

    Email Add: Kandahar.mediaoffice@gmail.com

    Phone No: +93302002585

    دکندهار یو سمیزخبریال
    سرپاڼه بېرته شاته ملګري ته لیږل تجارتي اعلانونه په بېنوا کي داعلاناتوخدمتونه ( ارکوزیا افغان اعلانات)تاسو ته وړاندي کوي call :+93(0)700300169 www.arakozia.com
Working...
X