قدرمنو لوستونکو څرنګه چی د جولای میاشت مخ په رارسیدو ده او نړیوال او افغان ځواکونه د ځني سیمو د امنیت د قدرت د انتقال لپاره چمتو والی نیسي، داسی اتکل کیږی چی طالبان د دی لپاره چی په پروسه کی خند رامنځته کړی، غواړی خپل په ترهګریز بریدونو کی زیاتوالی راوړی په ځانګړی توګه په هغه تکتیکو کی لکه د ولسی مشرانو ترور، ځان مړګی بریدونه او داسی نور ویره اچونکی تکتیکونو په زیاتوالی سره. دوستانو نړیوال او داخلی نظامی چارواکی ویلی دي چي د طالبانو بریدونه به ده دی وړتیا ونلری چی کوم تکتیکی او یاهم ستراتیژیکی بدلون را منځته کړی، خو ممکن دغه بریدونه وکولای شی چی تبلیغاتی جنبه ولری او د هغي لیاري ولسی وګړی تهدید کړی، چون ولسی ویره اچونه د طالبانو لخوا د یوي لویه وسلحه په څیر استفاده شوي ده.
طالبان تل غواړی دا په ولس ومنی چی طالبان د پخوانی مجاهدینو له ډلی څخه دی کوم کسانو چی پخوانی شوروی ته کلکه ماته په افغانستان کی ورکړی ده. خو د طالبانو هر عمل د پخوانی مجاهدینو سره په خلاف کی دی. طالبان خپل په بریدنو کی شپه او روځ بیګناه ملکی انسان په قتل رسوی ترسو وکولای شی د دغه لیاری په ولس باندي حکمروای وکړی او د ولس په زړونو کی ویره واچوي، د طالبان دغه کړنی مجاهدینو د روسانو سره په جګړه کی هیڅکله ترسره کړی نه دی.
دوستانو غواړم تاسو ته خپل د مشرتابه په استاذیتوب اطمنان در کړم چی د طالبانو دغه حرکت د افغان او نړیوال ځواکونو د پرمختګ په وړاندی هیڅ ډول لاسته راوړنه ونلری او د دوی تول د ویری اچونی هلی ځلی به د امنیتی ځواکونو لخوا خنثی شی. دوستانو مطمّن و وسی چی طالبان دیر ضعیف او مات شوی دی او د دی وړتیا په هیڅ عنوان نلری چی د قدرت د انتقال د پړاو څخه مخنوی وکړی. تیر کال افغان او نړیوال ځواکونو د ژمی څخه په استفاده د طالبانو هغه مشران خپل تر موخه لاندی راوست کوم چی غوښتلي د ژمی د ختمیدو سره په افغان ولس باندی ترهګریز بریدونه ترسره کړی.
دوستانو هغه چاپیریال چی طالبانو پخوا په کی ژوند کول اوس هلته د طالبانو لپاره د ژوند کولو چاپیریال نه دی چون هغوی د ولس لخوا اوس نه استقبال کیژی. طالبان د سختي ماتي سره مخامخ دی، د طالبانو دیر مشران یا خو وژل شوي او یاهم خو زندانی شوي دي او یای هم خو د حکومت سری جوره روغه کړی ده. نن تر هر وخت څخه بی سابقه دا چی افغان ولس د امنیتی ځواکونو سره همکار دی، د ملاحظه وړ بیلګه هم دا دی چی د تیر ژمی په عملیاتو کی د طالبانو زیات د وسلحه او مهماتو ځيرمی د ولس د معلوماتو په نتيجه کی کشف شول، چون دوستانو نن تر هر وخت څخه زیات افغانان خپل په امنیتی ځواکونو باور لری.
طالبان هڅه کوی چی دا ثابت کړی افغان امنیتی ځواکونه د دی وړتیا نلري چی خپل د هیواد امنیت د نړیوال ځواکونو پرته کولای نشی تامین کړی، دوستانو تاسوته اطمنان درکوم چی د افغانستان زړور بچیان به د خپل هیواد د امنیت د تامین مسولیت به په موفقیت سره په خپله غاړه واخلی او خپل هیواد د طالبانو د ګواښونو څخه خوندی کړی. دوستانو په پایله غواړم تاسوته لاندی ویدیو ډاله کړم.

Comment