Announcement

Collapse
No announcement yet.

كندهار والي توريالى ويسا ! په شرمونو دي وشر

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • كندهار والي توريالى ويسا ! په شرمونو دي وشر

    د كندهار والي توريالى ويسا په شرمونو دي وشرمولو ، د خداى روى دى افغان دولت او ستا په فساد لړلي اداره دومره او بيا هم دومره كمزوري ده چي ستا هغه دښـمن چي ته يي دا مهال هره ورځ په رسنيو كي د وركيدو خبري كوي دومره په لوړه سويه بريالى شو چي له ستا له ښار او ستا له كوره د زرګونو كورنيو او بهرنيو سرتيرو په شتون پنځه سوه هغه زندانيان باسي چي څلويښتو نړيوالو هيوادونو د زرګونو سرونو او سلګونو ميليارډونو په بيه نيولي او بيا يي د زندان د تورو تمبو شا ته غورځولي وه ستا پر ځاى موږ له خپله ځانه او نورو خلكو څخه شرميږو .
    تا خو به پريږدو ته خو بيخي په شرم نه شرميږي .
    په كندهار كي ټول خلك پر دولت او ستا پر بي غوره اداره خندا كوي ، هغوى اوس دا دولت نه بلكه د اداري فساد د يوي لويي اداري او د وسله والو طالبانو د ملكيتونو په نوم پيژني .
    ستا اداري د خان محمد مجاهد تور داغ چي په خپل دفتر كي ځانمرګي بريد وواژه نه وو پاك كړي چي د محبس په دي لويي پيښه سره دي پر لمن بل داغ څه چي ټوله لمن دي توره او د تل لپاره داغ منه سوه .
    ګوره د كندهار محترم والي پوهنوال ډاكټر توريالي ويسا او د سرپوزي د زندان مديره دستګيرخان ماياره هغه پيسي چي ددي محبس څخه مو د سلګونو زندانيانو د خوشي كيدو په بدل كي واخستي او شمير يي ملیونونه ډالره دى په كوم بانك كي جمعه كړي او يامو د چا په واسطه تر ځايه ورسولي .
    كندهار والي توريالي ويسا د دوشنبي په ورځ خبريالانو ته دوه ځله خبري كنفرانس وركړ هغه ددي دپاره چي بله هيڅ لار يي نه درلوده ويي ويل دا په ډاګه سره منو چي په دي كي د افغان ځواكونو بيغوري سته.
    ښاغلى ويسا ولي دا نه وايي دا زندانيان په ښكاره ډول ، په ډاډه زړه ، پوره ميړانه او بشپړ جرئت سره د محبس له هغي دروازي ووتل كوم چي د دوه كاله يي د كلكيدو دپاره ددي دپاره كار شروع وو چي زندانيان يي ونه تښتني خو هغه ګوتي او هغه لاس ولي نه په ډاګه كوي چي د محبس دروازه پري خلاصه سوي او وتلو كسانو ته بري د راتګ اشاره سوي ده .
    ته وايي چي يو كيلومتره تونل يا نغم كيندل سوى څنګه به يي يو عقل ومني چي تر ځمكي دري متره لاندي دي د زر متره په اوږدوالي په داسي مسلكي مسير نغم كيندل سوى وي او بيا دي زندانيان پري وتلي وي ، هيڅ امكان نه لري ، هغوۍ د وتلو په وخت كي هلته اكسيجن د كومي خوا تنفس كړ؟ ، څنګه ټول روغ ووتل
    ته ولي د هغه خوله چي تونل پري پيل سوى ده خبريالانو ته نه ښيي او دا بهانه كوي چي دلته چاوديدونكي توكي سته .
    ته خپله او يا هم يو بل څوك دي تونل ته واچوه او بيا يي د خبريالانو او خلكو په مخكي تر وروستى خوله وباسه نو بيا يي در سره منو چي دا تونل دى او طالبان ددي لاري تښتيدلي دي . خو ته به دا ونه كړي ځكه هلته تونل نسته .
    هغه پښتو متل دى چي وايي : ( درواغجن دي درواغ وايي او رشتياګويي دي قياس كوي )
    ښه كندهار والي ، نورو ادارو او خپله د محبس اداري ! تا ولي ټول زندانيان په يوه سراى كي ايله كړي وه او بيادي دومره د اسانه ژوند زمينه ورته برابره كړي لكه د خواښي كره دي په شپو راغلي وه .
    تيره شپه د افغانستان او نړۍ ټولو رسنيو پر دي توده او له خبري ارزښته پر ډكه موضوع خبري اتري وكړي او ټولي هغه پوښتني يي د چارواكو مخي ته وغورځولي چي د محبسينو د ايله كيدو په برخو كي وي خو چارواكو او په ځانګړي ډول د محبسونو عمومي ريس اميرمحمد جمشيدي يوازي دا ويل چي په دي اړه پلټني كوي .
    هاهاهاهاهاهاها !!!!!!!!!!!!!!!
    د هغه نورو لويو موضوعاتو پلټنو څه پايله و درلودل ، د خان محمد مجاهد د وژل كيدو په اړه دي پلټني څه وكړه ، د سپوږمى او زرنګار صالونونو پلټني دي څه سوې ، د ۲۰۰۸ كال د محبس د پيښي د څيړني او پلټني پايله خو دي لا د تيري يكشنبي په ماښام روښانه سوه او ټولو وليدل چي پنځه سوه زندانيان په تـښتيدو بريالي سوه .
    خير دا وخت غواړي د دي نورو لويو پيښو پايله به نو ستاسو په سرونو تمامه سي .
    د كندهار والي او نور چارواكي وايي چي ټول تښتيدلي كسان په بايوميټريك سيمسټم كي ثبت دي او ډير ژر به ونيول سي .
    دا در سره منو چي زنداني خو په قران كه ونسي بلكه ټول به هغه كسان ونيسي كوم چي مخكي د بند د سزا د مودي په پوره كيدو سره خوشي سوي وي او ريس جمهور پر مهربانه سوى يي او يا بۀ ټول ملكي خلك چي بي ګنا وي د تمبو شا ته وغورځوي .
    خو د خداى روى وګوره د كندهار ځورويدلى ټوك ټوك او ستاسو له لاسه تر پوزي سوى ولس نور مه ځوروه او د هغه كسان پر ځاى چي تښتيدلي او وخت له وخته لا خوندي ځايونو ته رسيدلي په نوم مه نيسه .
    هو رشتيا وايي ماويل ستاسو په پام نه وي د كندهار والي د دفتر ، امنيه قوماندانۍ او د نظامي ارګانونو شاوخوا سيمي هم بايد وكتل سي چي هلته نغمونه نه وي كيندل سوي .
    اي د كندهار رسنيو دا خو ستاسو مسووليت دى دا روښانه او په ډاګه كړى چي رشتيا تونل كيندل سوى دى كه يا؟ او كه سوى نو څنګه سوى دى ؟
    داسي راپورونه جوړ كړى چي زندانيان په خلاصه پښه او پوره تشريفاتو له دروازي وتلي دي او كه يا پټ تـښتييدلي دي؟
    داسي تحليلونه وكړى چي په دي لويه او پراخه توطيه كي د چا لاس دى ؟
    اوس ويره دلته چي د دغو كسانو په تلو سره به بيا طالبان څومره قوي سي ؟ بيا به څومره ويني توى سي ، بيا به كندهار څومره څومره ټوك ټوك او ټوكر ټوكر سي ؟
    د خداى دپاره كه تللي ياست خپله مړانه مو ده خو زموږ خلك مه ځوروى ، مه يي وژنى ، مه يي قتلوى ، ښځي مو مه كونډوى ، ښوونځوى مه سوځوى ، سړكونه مو مه خرابوى پلونه مو ويجاړوى !!!!!!!!!!!!!!!!!!!!
    كه دولت او يا د بهرنيانو سره دښمني لرى په داسي ځايونو كي يي ورسره معلومه كړى چي زيان يي ستاسو تر منځ وي .
    نو اي د كندهار والي هڅي ګړندۍ كړه د امنتي شورا مشري هم در د غاړي ده نور د داسي پيښو مخنيوى وكړه ! ريس جمهوره ښاغلې حامد كرزيه ! ښه پوهيږي چي ستا په پلرني كور كي څه تيريږي يو څه غور وكړه او كندهار ته داسي كسان وليږه چي كار وكړي ، مسلكي وي او خپله دنده پيژني .

    benawa.manana.

  • #2
    din lala mannnnnnna da bya da QOOM GUMRAH Kedo awa Drama da ...
    .....


    Comment

    Working...
    X