قدرمنو لوستونکو، د طالبانو مشر ملا عمر په دی ورستیو کی خپل د نامعلومه پټن ځای څخه ادعا کړی ده چی د ښونځیو سوځول او ودانیو ویرانه ول د طالبانو کار نه دي. د طالبانو ویاند هم په خپل وار نړیوالو ته چیلنج واستاوه او هغوي څخه یی وغوښت چی داسی ثبوت دی وړاندی کړی په کوم کی ثابت شی طالبان دی د ښونځیو په سوځولو کی لاس ولری. قدرمنو لوستونکو، راځی چی د طالبانو د ویاند څخه د لاندی ویدیو په هلکه توضیحات وغواړو او د هغوی نظر په کی څه دی ایا دا ویدیو هم رده ولی شی؟
دوستانو په پورتنی ویدیو کی تاسو په واضیح ډول د طالبانو جنګیالی لیدای شی چی په هلمند ولایت کی یو ښونځي ته اور اچوی او داسی وای چی کوم نصاب په ښونځیو کی چی تدریس کیږی هغه د لویدیزوال لخوا لیکل شوی دي. دا ویدیو چی د یو افغان رپورتر لخوا ثبت شوی په کی هیڅ ډول سانسور تیا هم نه ده شوي.
دوستانو زه په دی نه پوهیږم چی طالبان څنګه کولای شی دا ادعا وکړی چی هغوی بیګناه انسانان نه وژنی او بیا د هر سرک غاړی د ماین په چاودیدو سره د پیښه مسولیت هم په غاړه اخلی؟ زما په نظر د طالبانود تبلیغ لری نن یوازی په خپله طالبانو اثر لری او بس. دوستانو دغه طالبان نه وه چی تیر کال خپل ځان مرګی بریدکونکي فروشګاه بزرک افغان ته واستول کوم فروشګاه چی تولو ته معلومه ده د ورځی لخوا د مشتریانو څومره ګنه ګونه په کی شته.
ایا د فروشګاه بزرګ افغان ودانی د خاوری سره دغه طالبانو یو ځای نه کړ چی د کبله یی بیګناه دوګانداران او مشتریان و وژل شوه، او بیا دغه طالبانو د پیښه مسولیت په غاړه وانخیست؟
YouTube - Afghanistan capital Kabul hit by suicide attack
عزیزانو د طالبانو په ځواب کی د فروشګاه بزرک افغان د تخریب څخه وروسته د طالبانو لخوا، افغان حکومت خپل د نړیوال ملګړو سره په ګډه دا وویل چی طالبان د افغانستان د بیاړغونی لری هیڅکله کولای نشی منحرفه کړي، په دی چی افغان حکومت او نړیوال د هیواد د بیارغونی لپاره تینګه اراده لری.
د امریکا سفارت په کابل کی ژمنه کړی چی فروشګاه افغان ودانی بیرته ترمیم کړی، او د دی لپاره چی د پیښه د قربانیانو سره خپل همدردی شریکه کړی د هغه دوکاندارانو سره مالی همکاری وکړه کوم چی په پیښه کی خپل پلورنځی د لاسه ورکړی دی.

په پایله کی قدرمنو، غواړم تاسو ته د طالبانو د وحشت او ظلم دوي بیلګی درته وړاندی کړم. په یاد ولری قدرمنو چی د دغه پیښی مسولیت هم طالبانو په غاړه اخیستي او د وژل شويو انسانانو په خاطری ځانته د کریدت ادعا هم کړي ده. دا ویدیوګانی چی د کندز ولایت په مسجد باندی برید او د جلال آباد ولایت د کابل بانک څانګی برید ښه یی.
YouTube - Blast at mosque kills Kunduz provincial 'NA tajik' governor in northern Afghanistan
نورزی جهانی
د امریکا مرکزي اداره

Comment