Announcement

Collapse
No announcement yet.

رهین مخدومه ! خراسان (خر او اسان)یاني څه؟

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • رهین مخدومه ! خراسان (خر او اسان)یاني څه؟



    خراسان د ایران یو ایالت دي، اوسني مشهد او پخواني طوس يي مرکز دي! پخوا د افغانستان يو څو ولایته هم د دي نامه تر چتر لاندي راغلي وو، بلخ او هرات، هیره دي نه وي چي مشهد هم د افغانستان تر ولکي لاندي وو، خو د وخت په تیریدو او د ځینو شاهانو د غفلت له وجي يي له لاسه ووت
    که دوي وايي چي خراسان زر کلن تاریخ لري او څه ناڅه سیمي ورپوري تړي! که تر دي تجاوز کوي او خپل دروغجن تاریخ په خلکو مني نو په حقیقت کي بیا ټول افغانستان د دغه نوم تر سیطري لاندي نه وو راغلي، د ګنداهارا، پکتیکا (پکتیخا، پکتین، پښتیخا) او اراکوازیا (اراکواسیا، ارکوزیا او ارکوسیا) نومونه هم باید له هیر نکړاي شي
    د ګنداهارا سیمي په ښکاره ډول مالومي دي! له ټیکسلا نیولي بیا د ستلج تر سینده پوری د کابل، بګرام، کاپیسا، ننګرهار، کونړ، نورستان، لغمان او نوري ډیري وادیان يي تر خپل پوښښ لاندي راوستي وي، د ګنداهارا مشهور ښارونه، پوراشاپور (پیښور)، چارسده، مردان، کوهاټ، هډه، بګرام، بټګرام او نور دي، تر خراسان يي تاریخ ډیر روڼ او ښکاره دي او ډیر پخواني نوم هم دي
    پکتیخا، پکیتکا نوم هم ډیر زوړ دي ان د یونانیانو په کتابونو کي هم یوناني مورخینو د هغه ذکر کړي دي، د پکتیا، خوست، پکتیکا، ټل، وزیرستان او ان تر اباسین پوري ځمکي د پښتیخا سيمي وي
    اراکوازیا خو له چا پټه نده، د کندهار برم څوک پټولي نشي، د اراکواسیا لمن بیا ډیره پراخه وه، د کندهار، کويټي، پښین، هلمند، غور، او ان تر اصفان پوري سیمي بیا د اراکوازیا تر ولکي لاندي سیمي وي
    د خراسان نوم پخپله یو ډیر بیځایه، ناسم او بیخي غلط توري دي
    خراسان مانا د لمر زمکه، یا د لمر د راوتو لوري یا زمکه
    نو تر دي ځایه خو ډیري نوري داسی سیمي شته چي د لمر وړانګي پري د مخه پریوزي یا تر دغه ځایه ډیر د مخه هلته د لمر وړانګي زړي شوي وي، ...نو بیا خو يي مانا ناسمه او بی مفهومه شوه
    ځیني بیا یوه بله مانا ورکوي: خراسان یاني بخور اسان( اسانه يي وخوره) ولي په بل ځاي کي په اسانه خوراک نه کیږي؟؟؟
    زه خو وایم چي د دي ټکي اصلي ابا او اجداد ندي مالوم، لعین هسی لیوني شوي دي، لمړي دي ورته سمه او دقیقه مانا پیدا کړي بیا دي دا ناشولته خوبونه ویني
    د یوه ټکي یا وييکي چي مانا ناسمه وي او کوم مفهوم نشی افاده کولي نو بیا به هغه څه ډول د یوه هیواد نوم ونیسي؟
    ځینو خلکو بیا یوه بله مانا پیدا کړي ده، شاید دا ډیره دقیقه مانا وي او صدق هم کوي
    خراسان یاني خر او اسان (یو خر او څو اسان) دلته که ځیر شو نوکه رهین د لمړي توري سره مشابه کړو او نور يي اسان نو شاید پر ځاي وي
    دغه د ایران تالي څټي، ناپوه، بی ضمیره، بی وجدانه او خرڅ شوي تالي څټي ګوداګیان اوس ځانونه په شنه زور خره او اسان( حیوانات) کوي
    ډیره حیرانوونکي ده چي دوي هم د داروين نه يو څو قدمه د مخه ځي او ځانونه د دوه نسله حیواناتو (خر او اسانو) له جملي شمیري
    هیره دي نه وي چي د پاروپامیزاد سیمه چي د هرات، ځیني سیمي، د بامیانو او نور مرکزي افغانستان سیمي يي تر ولکي لاندي وي، دا چي اوس ایرانیان وايي چي په خراسان کي ټول ایران، افغانستان، تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان شامل وو، نو دا ډیره بی ځایه او... خوشي خبره ده، نه تاریخي حیثیت لري او نه کوم تاریخي پیړ، د خراسان سیمه ډیره محدوده او په یو څو ولایاتو پوري راټوله وه ځیني وخت د یوه سلطي تر ولکي لاندي سیمه پراخیده او بله به کمیده، یو پر بل بریدونه، د امپراطوریو تر منځ ټکرونه او داسی نور عوامل يي وو، خو په بشپړ ډاډ دا ویلی شو چي د افغانستان ۵/۱ يو پر پنځمه حصه ځمکه هم د خراسان تر ولکي لاندي نه وه راغلي، د ایران دغه نوم هم د غلا نوم دي، د دي شرمیدلو پخواني نوم فارس دي، هغه شرمیدلي فارس چي د اسلام د پیغمبر ص قاصد یی ته يي په درانه نظر ونه کاته، د پیغمبر ص ورلیږلي پیغام يي څیري کړ، نو اوسني غل نسل يي بیا له ډیره شرمه د فارس د شرمیدلي نوم پر ځاي ځانته د ایران نوم غوره کړ، پاتي دي نه وي، چي دوي دا نوم د اریانا پوري تړي چي په حقیقت کي د افغانستان لپاره کاریدلي دي او په ډیرو پخوانیو تاریخي نخسو کي راغلي دي، یونانیانو د ایریانا، ایرنا، ایرن او دي ته ورته کلمو سره ذکر کړي دي، دغو تورو ته علامه سید جمال الدین افغان هم ځیر شوي وو، او هغه ویلی وو چي دا توري اوس غواړي په ځان پوري وتړي او د ارایانا په تاریخ کي ځان ته تاریخ پیدا کړي، دوي په تاریخ کي هم زمونږ څخه ډیري غلاوي کړي دي، زمونږ د برم لمر تر اصفهان او مشهده رسیده، دوي هغه ټول هیر کړل، لمړي دي خپل نوم فارس ته واړوي چي له شرمونو او ننګه ونو څخه ډک دي
    په علامه سید جمال الدین افغان باندي يي د ایرانیتوب ټاپه نه وه لګولي؟
    چي سید جمال الدین افغان بیا په خپل ژوند هم رد کړي وه
    هغه مهال خو زمونږ مشران، پوهاندان دي خبرو ته ځیر شول او دغو ټولو ناسمو تبلیغاتو ته يي غاښ ماتوونکي ځواب ورکړ
    ښاغلو د نوم د بدلون هیڅ سوال نه پیدا کیږي. که څوک لدي نوم سره څه ستونزه لري نو کولاي شي چي ځان وباسي او خپل پلرني هیواد او ټاټوبي ته ولاړ شي، هغه هیواد ته ولاړ شی چي تري راغلي دي، راشړل شوي دي او یا د غلام په توګه تري راوستل شوي دي، دا بی پلاره صیغه يي، مزدور او تالي څټي ګوډاګیان... به دغه خوب له ځانه سره ګور ته یوسي! دا افغانستان وو، دي او وي به
    څو چي دا ځمکه اسمان وي
    څو چي ژوند په دي جهان وي
    څو چي لمر په شنه اسمان وي
    څو چي پاتي یو افغان وي
    تل به دا افغانستان وي
    تل به دا افغانستان وي
    شیرزاد لقماني
    benawa.com

  • #2
    These teezanaan are nothing but "gapsamaniacs" (people who lie for the kick of it) best at lying, forgeries and making fake history. I must admit they are good at. I'm proud to lay a claim to the word "Khar aw Assan" or "Kharistan" that I minted which are now part of popular Pashtu lexicon. I swear I remeber having debate with some goons over this where I made the first use and since the word is put in to good usage. Boyakashaaaa!

    Long live khar aw yaw dwa assan.
    Last edited by ComradePashtun; 03-22-2011, 03:42 PM.

    Comment

    Working...
    X