همدا نن دکندهار ولایت دمقام لخوا یو عجیبه او حېرانونکې اعلامیه راووتل ، چي پکښي لیکل سوي وه چي د کندهار بې ضمیره ښآراوال د جاپان هیواد ته پنځوس زره ډالره خرابات وکئ او د کندهار بې ضمیره او بې احساسه والي ئې بیا ښه په زیر او زور مطبوعاتو ته راباسي .
یوغریب چي ژوند ئې دبل په مرستو پېوند وي تر هغو مرسته ترلاسه کوي چي په ده کي ددې توان پیدا سي چي دنورو سره مرسته وکړي !!!
ایا دغه دښاروال بې ښکره اقدام یا په کندهاری اصطلاح دپروتي لغته به یوازي نړیوالو ته داثبوت په لاس ورنه کړي چي افغانان دونه پر پښو دریدلي دي چي اوس زموږ د مرستو په پیسو خراباتونه کوي ؟
زه نه پوهیږم چي ښآروال لکه چي اوس ددې لاري دنیا ته ښکاره کوي چي کندهار مرستو ته اړتیا نه لري ؟؟ او که ئې دخپلي ذاتي دښمني لمخي پرکندهاریانو له اره نړیوالي مرستي پېرزوکیږي نه ؟؟
په اعلامیه کي راغلي چي د کندهار ښآروال غلام حیدرحمیدي دغه خبري نن ماپښين دکندهار ولايت د رسنيو په مرکز؟؟؟؟؟ کي يوې خبري غونډي ته وکړې..
هغه په جاپان کي د ټولو زلزله او سونامي ځپلو سره خپله خواخوږي څرګنده کړه او زياته يې کړه چي کندهار ښاروالي غواړي د خپلو ښاريانو؟؟؟؟ په استازيتوب د انساني ميني له خاطره ددې پيښي د قربانيانو سره ٥٠ زره ډالره مرسته وکړي.
ښاروال وويل چي دغه پيسې به ډېر ژر په دې اړه جوړسوي دمرستو صندوق ؟؟؟ ته ولوېږي.
د تيري پنج شنبې په شپه د جاپان هيواد يو شمېر سيمي د ريښتر په کچه ٨ اعشاريه ٩ درجې زلزلې سختي وڅپلې او ورسره سم يو شديد سونامي هم راپورته سوى چي له امله يې تر دې دمه له زرو څخه زيات کسان مړه، زخميان او نادرکه دي.
اول خو زه باید یادونه وکړم چي دجاپان غوندي یو ستر اقتصادي او پرمختلی ملک یوه څنډه که ۸،۹ زلزلې لړزولې نو ستا دترکو کلاچه خو ۷۰۰۰ کیلوګرامه بمونو داسي ولړزول چي د ریښتر په کچه ئې درجه ۱۰۰ ته رسیده ، ایا زموږ ښاروال او والي هغوی ته یو ډالر ورولیږه ؟؟؟؟؟؟

زه نه پوهیږم دغه ښاروال د کومي انساني عاطفې خبري کوي هغه عاطفه چي د کندهار پرغریب ، بچاره او بې روزګاره خلکو ئې د یوې مړۍ پیدا کیده درولي دي . او که هغه عاطفه چي د ښار ټولي اتحادئې ، اعلانات ، پروژې ان چي ددغه ښآر دولتي مځکي ئې د دو ،دروکسانو په انحصار کي ورکړي دي .
داخو بیخي دشرم خبره څه چي بې غیرتي ده چي ښآروال صاحب ددرپه دره ، جګړه ځپلي او چورسوي کندهار د غریبو اوبې روزګاره خلکو حق د جاپآن په څیر یو هیوادچي هم په ملګروملتونوکي دسر سړي لري هم په نړۍ کي اهمیت هم اقتصاد او هم پر خپلو پښو ولاړ حکومت لري ، ته لیږي . هغه هم خدای خبر چي پیسې به تر جاپانه ورسیږي او که به دښآروال دنورو پیسو په څیر په امریکا کي د بي بي رنګینې جاني حمیدي شخصي اکاونټ ته ولیږدول سي ؟
زه نه غواړم پر دې بحث ورکړم چي ولي د کندهار والي توریالي جان اودهغه داکا زوی ښآروال حیدرجان داسي وکړه ځکه د پردو په زور د پردو دنصیب سوي غلامانو څخه همدا توقع کیږي . لکه چي ښکاره مثال ئې څوورځي وړاندي والي توریالي جان په مطبوعاتو کي ورکړ چي د ژړۍ او پنجوائې په ولسوالیو کي د څه بانډي ۷۰۰۰ بې کوره سوي انسانانو ترڅنګ د کابل څخه راغلي دولتي پلاوي او مطبوعاتو ټولو په یوه خوله د پردي امید په نامه جګړې تازه اوښتی زیان تر سل میلونه ډالره زیات ښوده خو یکي یوازي توریالی جان پر خپل خره چپه سپور و او ویل ئې چي دا دروغ دي ځکه چي که ده داسي نه وای ویلي نو دده کاناډایي خدایان بېا خوابدي کیدل .همدا د غلامۍ زنارونه دي چي نن ورځ دچارواکو په غاړه دي او د پردو لپاره پر حقایقو سترګي پټوي .چي ترڅنګ ئې مطبوعات هم په وچ زور او نور لارو زیړ ژورنالیزم ته هڅول کيږي او حقایق د یو څو بې ضمیره او خرڅ سوي ژورنالیستانو لخوا سانسور کیږي .
زه غواړم چي ددغه بې کفایته چارواکو نظر هغه لومړیتوبونو ته راواړو م چي دجاپان ترزلزلې مخکي او تر هغو ورته نژدي او لاس په لسټوني ورسره مخامخ دي .
۱ : ـ په دغو پیسو به دي دښآر هغه کنډ او کپر سیمه جوړه کړې وای چي درې اوونۍ مخکي په یوه ترهګریز برید کي ستاسي د پولیسو په جوابیه برید کي دخاوروسره خاوري سوه چي همدا اوس هم هغسي نړېدلې پآته او ددرست ښار د ښکلا پر مخ یو داغ دی .
۲ : ـ په دغو پیسو به مو د سپوږمۍ صالون هغه سیمه جوړه کړې وه چي دښاغلي ویسا د بې کفایته ادارې د غفلت په نتجه کي پوره یو ټيلر چاودیدونکي مواد دښآر منځ ته را وارید سوي وه .
۳ :ـ ددغو او نور چاودونو ټپیانو او وژل سوي کسانو کورنۍ تر سونامي سخت ویر ځپلي وې ایا یوه ورځ ئې ښاروال یا والي په روغتون کي پوښتنه وکړه او که ئې د یتیمانو اوښکي ورپاکي کړې .
۴ : ـ پوهنه چي د یو هیواد دملا تیر جوړوي دغه پیسې به ئې دپوهنتون هغو استادانو ته ورکړي واي چي د میاشتو میاشتو معاشاتو نه ورکولو څخه اوس پوهنځیو ته نه حاضریږي . دلته دوالي ویسا او ښاروال عاطیفه چيري ده چي دا درې کاله کي د کندهار د ښوني او روزني بهیر ورځ په ورځ د سقوط سره مخامخ کیږي .
۵ : ـ په دې شنه یخ کي به ئې دا پنځوس زره ډالره د کندهار بریښنا ریاست ته ورکړي وا چي یو څو ورځي د خوارو کندهاریانو بچیان په تاوده سوي یوای . نه پوهیږم چي د دغو بې ضمیر او بې احساسو عاطفه دلته چیري ده چي ټول ژمۍ ئې پر کندهاریانو بې بریښنا تیر کړ.
۶: ـ دغه پیسې به ئې د ترکو د کلاچې هغو څلویښتو کورنیو ته ورکړې وای چي ټول کلی ئې امریکایانو دکندهار دنقشې څخه پاک کړ ، داچي تاسي اوس حکومت یوازي د درانیو په دو قومو پوري تړلی دی خیر دی که هغه غلجي پښتانه وه اخیر انسانان خو وه.
۷: ـ ددغو اصلي مستحق خو د پنجوائې او ژړۍ هغه ۷۰۰۰ بې کوره سوي کورنۍ وې چي د امید سونامي خپلو مېنو پریښودو ته اړ کړل . ایا یوه ورځ دغه بې احساسه ښآروال او بې ضمیره والي دهغوی پوښتنه وکه او که ئې یوه افغانۍ دمرستي په نامه ور کړیده .
۸ : ـ په دغو پیسو په ئې د اسلام دستر پېشوا انحضرت محمد ص دمبارکي خرقې احاطه پاکه کړې وائ چي د درست علم الاسلام یو د ډيرو سپیڅلو ارزښتنو څخه ده .
۹ : ـ په دغو پیسو به ئې په کندهار کي دافغانستان د ستر ټولواک علحضرت احمدشا ا بدالي د ارامګا ه ته څیره د انبارو هغه غونډۍ د ښآر له منځه لیږدولي وای چي هرڅوک ئې د بوی دلاسه ددغه ستري هستۍ زیارت نسي کولای .
۱۰ : د کندهار میرویس روغتون ته به ئې ورکړي وای چي یو لابراتوار ئې او څو بستره ئې په رانیولي وای چي د جګړې زخمیان ئې په دهلیزونو کي پرمځکه پراته وي او په بسترو نه رسیږي ؟
داسي زر نور لومړني ضرورتونه دي چي باید د لس زره کیلومتره لیري واټن وهلو پرته ئې دخپل دفتر په څومتری کي ترسره کړي اومرسته ورسره وسي ، زه نه پوهیږم چي دا دپیل په غوږ کي بیده ولس مشر ، د ماليې وزیر او نور چارواکي د کندهار د بېکفایته چارواکو ددغسي شوډنګونوپوښتنه ولي نه کوي ، ولي د دوی سره د ملت د هیلو سره سم حساب نه کوي ؟؟؟؟
هغه د ښځو خبره چي وائې خپله مي وارنه د بل پرکور ودانه اوس هم هغه کانه دکندهار په سرټمبه چارواکو سوې ده .
که چیري دغسي یو ناشوده ګام ولسمشر پورته کړی وای چي دهغه سره هم په اوسني وخت کي چي افغانستان د نړیوالو د فقر په پیسو چلیږي نه ښائې لابه ئې یو ځای نیولی وای ، اوس ته راسه دې بې عقلی ته چي دافغانستان یو ولایت او دهغه ولایت بیا یوه ښاروالي دغسي بې غوزه کولمې کاږي چي د انسان بغیر د ښکنځل ماسیوا به څه پرخوله نسي ورته راتلای . او هرڅه ئې دپیل په غوږ کي دیوې غوماشي ارزښت هم نه لري .
هر هغه څوک چي دخپلو مظلومو خلکو د عزت ،ناموس ، غربت او خواریو په مقابل کي د پردو دخوشحالولو لپاره دریږي هغو ته په افغاني سپیڅلي قاموس کي مخامخ د بې غیرته او بې ناموسه خطاب کیږي او دا کار دکندهار اوسنیو چارواکو په وارو وارو کړی دی .
لعنت پر دغسي وجدانونو ، لعنت پردغسي بې احساسه چارواکو.
کندهار ته ددپخواني تنظیمه ریس جنرال اکرم په څير د یو طورت او توند نظامي والي د راتګ په هیله
نفیصه اعظمي bwnawa.com
سرپاڼه
یوغریب چي ژوند ئې دبل په مرستو پېوند وي تر هغو مرسته ترلاسه کوي چي په ده کي ددې توان پیدا سي چي دنورو سره مرسته وکړي !!!
ایا دغه دښاروال بې ښکره اقدام یا په کندهاری اصطلاح دپروتي لغته به یوازي نړیوالو ته داثبوت په لاس ورنه کړي چي افغانان دونه پر پښو دریدلي دي چي اوس زموږ د مرستو په پیسو خراباتونه کوي ؟
زه نه پوهیږم چي ښآروال لکه چي اوس ددې لاري دنیا ته ښکاره کوي چي کندهار مرستو ته اړتیا نه لري ؟؟ او که ئې دخپلي ذاتي دښمني لمخي پرکندهاریانو له اره نړیوالي مرستي پېرزوکیږي نه ؟؟
په اعلامیه کي راغلي چي د کندهار ښآروال غلام حیدرحمیدي دغه خبري نن ماپښين دکندهار ولايت د رسنيو په مرکز؟؟؟؟؟ کي يوې خبري غونډي ته وکړې..
هغه په جاپان کي د ټولو زلزله او سونامي ځپلو سره خپله خواخوږي څرګنده کړه او زياته يې کړه چي کندهار ښاروالي غواړي د خپلو ښاريانو؟؟؟؟ په استازيتوب د انساني ميني له خاطره ددې پيښي د قربانيانو سره ٥٠ زره ډالره مرسته وکړي.
ښاروال وويل چي دغه پيسې به ډېر ژر په دې اړه جوړسوي دمرستو صندوق ؟؟؟ ته ولوېږي.
د تيري پنج شنبې په شپه د جاپان هيواد يو شمېر سيمي د ريښتر په کچه ٨ اعشاريه ٩ درجې زلزلې سختي وڅپلې او ورسره سم يو شديد سونامي هم راپورته سوى چي له امله يې تر دې دمه له زرو څخه زيات کسان مړه، زخميان او نادرکه دي.
اول خو زه باید یادونه وکړم چي دجاپان غوندي یو ستر اقتصادي او پرمختلی ملک یوه څنډه که ۸،۹ زلزلې لړزولې نو ستا دترکو کلاچه خو ۷۰۰۰ کیلوګرامه بمونو داسي ولړزول چي د ریښتر په کچه ئې درجه ۱۰۰ ته رسیده ، ایا زموږ ښاروال او والي هغوی ته یو ډالر ورولیږه ؟؟؟؟؟؟

دکندهار د ترکو پر کلاچې تیره سوې دامیدزلزله
ایا دغه بې کفایته والي او ښآروال د ژړۍ ، پنجوائې او محله جات دپردي امیددناتار او وژونکي عملیاتوڅخه پر څه باندي ۷۰۰۰ بې کوره سوي کډوالو یو یو ډالر وویشه ؟ هم د شمیر دلحاظ او هم دهر ډول انساني کرامات له لحاظه دجاپان تر زلزله ځپلو مستحق وه .زه نه پوهیږم دغه ښاروال د کومي انساني عاطفې خبري کوي هغه عاطفه چي د کندهار پرغریب ، بچاره او بې روزګاره خلکو ئې د یوې مړۍ پیدا کیده درولي دي . او که هغه عاطفه چي د ښار ټولي اتحادئې ، اعلانات ، پروژې ان چي ددغه ښآر دولتي مځکي ئې د دو ،دروکسانو په انحصار کي ورکړي دي .