Announcement

Collapse
No announcement yet.

درغل دولت ( امریکا په ملګرو ملتو کی د نړۍ پر ض

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • درغل دولت ( امریکا په ملګرو ملتو کی د نړۍ پر ض

    خپروونکی : د لراوبر اداره
    ليک : د ډاکټر نثار احمد صمد ژباړه
    نېټه : ١٧ / ١٢ / ١٣٨٩ | 2011-03-08

    لیکوال : ویلیم بلوم

    ژباړن : نثار احمد صمد

    یادونه : دا چی امریکا ځان د بشری حقوقو او انسان دوستۍ ټېکه دار بولی ، نو راځیً چی صرف په یوه برخه کی یې دا غولونکې ادعا مشاهده کړو تر څو هغو کسانو ته چی ځانونه د امریکا په پښو کی اچوی ، ثابته سی چی د امریکا دوستي تر دښمنۍ هم بدتره ده . ښه به دا وی چی د هغه کتاب صرف یو فصل ذکر کړو چی د واشنګټن اصلی څیره او ماهیت رسوا کوی . دا کتاب ما پخوا ژباړلی دی چی یوه یوه برخه یې د افغان رسالې په هره ګڼه کی خپریږی . ویلیم بلوم ډیره موده د امریکا په خارجه وزارت کی مامور و خو وروسته یې استعفأ وکړه او دا کتاب یې په ۲۰۰۵ کی تألیف کړ . نو دا یې تاسو او دا یې هم د « درغل دولت » د کتاب شلم فصل چی د امریکا د انسان دوستۍ پر صرف یو اړخ رڼا اچوی ، ( ن . صمد ) .
    امریکا په ملګرو ملتو کی د نړۍ پر ضد
    موږ ټوله د څه باندی نیمی پیړۍ راهیسی دا فکر کوو چی امریکا د « آزادی نړۍ » مشره ده . که داسی وی نو ښه به دا وی چی وپوښتو : نو پله ور ( پیروان ) یې چیری دي ؟ آیا په دې هکله کوم شواهد سته چی وښیی چی د واشنګټن نړیوال قضاوت او بهرنۍ تګلاره نور حکومتونه او مشران ، بېله دې چی د هغوی په وړاندی د یوې لس زره پاویزه لویی تورې بیزو رول لوبوی ، په بله کومه ښېګڼه سره اغېزمن کوی ؟ چیری دﺉ هغه صداقت او تحسین چی د تعقل یا اخلاقی مشرتیا پایله وی ؟ وګورﺉ امریکا په کوریا ، ویتنام ، یوګوسلاویا ، افغانستان ( دوه ځله ) ، او عراق ( دوه ځله ) کی د خپلو جګړو د ملاتړ لپاره تل رشوت ، تهدیدونو ، چم او چلبازیو ته مخه کړې ده . واشنګټن په ملګرو ملتو کی د یو مهم منتظم په رول کی داسی وی چی ځینی وخت یوازی او کله کله هم د یو یا دوو نورو هېوادو په شمول ، د عمومی اجلاس د هغو پریکړه لیکنو پر ضد دریځ غوره کوی چی هدف یې د بشری حقوقو ، سولی ، اټومی بې وسلې کولو ، سپماییزه نیاو ( یعنی اقتصادی عدالت ) تعمیم او د جنوبی افریقا د اپارتاید او اسراییلی بې قانونیو د مخنیوي او نورو مترقی قضیو پر مخ بېول وی .

    لاندینیً جدول د دغسی کړنو ښه بېلګه ده چی لس کاله ، یعنی د ۱۹۷۸ څخه تر ۱۹۸۷ پوری موده ورڅخه را اخیستل سوې ده چی لاندینۍ برخی لری :

    ۱۹۷۸ ـ ۱۹۸۱ : په عمومی غونډه کی ټولی رایه ګیرۍ وپلټل سوې ؛ صرف هغه پریکړه لیکونه په دغه لیست کی را اخیستل سوي دي چی امریکا په یوازی توګه « منفی » رایه ورکړې او یا هم یو یا دوه نور هېوادونه ورسره درېدلي دي .

    ۱۹۸۲ ـ ۱۹۸۳ : د عمومی غونډې ټولی رایه ګیرۍ وسپړل سوې ؛ صرف هغه پریکړه لیکونه په لیست کی شامل کړه سوي چی امریکا په یوازی توګه « منفی » رایه ورکړې ده .

    ۱۹۸۴ ـ ۱۹۸۷ : د عمومی اجلاس د پریکړه لیکنو صرف یوه نمونه اصلأ د بېلابیل والي په غرض وړاندی کیږی .

    په مجموعی توګه ۱۵۰ مثالونه وړاندي سوي دي . د ممتنع ( یعنی رایې نه ورکولو ) تعداد نه دﺉ ښودل سوی . په دغه موده کی ښه ډیر نور پریکړه لیکونه هم وو چی په هغو کی اسراییلو د یوازیني هېواد په توګه « منفی » رایه ورکړې او امریکا هم یوازینیً هېواد دی چی د رایی ورکولو څخه یې ډډه کړې ده .

    د امنیت د شورا ، د اقتصادی شورا او ټولنیزی شورا پریکړه لیکونه په دغه لیست کی شامل نه دي ، خو هغه رایه ګیرۍ هم همدغسی حالت لری . د امنیت په شورا کی د امریکا یوازینۍ « منفی » رایه بېله شکه د اړونده اقدام د محوه کېدو معنا لری .

    پر ګرینادا باندی د امریکا د ۱۹۸۳ کال یرغل د لاتینی امریکا د څه کم ټولو هېوادو لخوا وغندل سو ، خو صرف ځینو دیکتاتوریو لکه چیلی ، یوروګوای او ګواتیمالا یې ملاتړ وکړ . ملګرو ملتونو په بشپړ اکثریت سره هغه تقبیح کړ چی په ځواب کی یې ولسمشر ریګن داسی وویل : « په ملګرو ملتو کی سلو هېوادو زموږ سره د هغه څه په باره کی موافقه و نه کړه چی موږ پکښی دخیل یو ، خو دې کار زما د سهار نارﺉ لا هم راګډوډ نکړ . »

    د کمونیسټی دولتونو یو شیطانی کار چی همیشه موږ ته ویل کېدﺉ ، دا و چی هغوی نړیوال نظر هیڅ په باک نه راوړي .

    . . . د بشر د نظریو شریفانه درناوﺉ . . .

    « د خپلواکۍ اعلامیه »

    اوس به هماغه لیست ذکر کړو :

    نېټه / لانجه .............................. د پریکړه لیک نمبر .................... مثبته ـ منفی رایه
    ۱۹۷۸ :
    ـ د ډسمبر ۱۵ ........................... ۳۳ / ۷۵ .............................. ۱۱۹ ـ ۲ ( امریکا ، اسراییل )

    د امنیت پر شورا ، خصوصأ دهغې پر دایمی غړو ټینګار وسو چی د نړیوالی سولی او امنیت د ساتنی په هکله د ملګرو ملتو د فیصلو د تضمین لپاره ګامونه واخلي .
    ـ د ډسمبر ۱۸ ......................... ۳۳ /۱۱۰ ........................... ۱۱۰ ـ ۲ ( امریکا ، اسراییل )

    د عربو په نیول سوو هېوادو کی د فلسطینیانو د ژوندانه د حالاتو په هکله د یو راپور غوښتنه .
    ـ د ډسمبر ۱۸ ........................ ۳۳ / ۱۱۳ ( سي ) ................ ۹۷ ـ ۳ ( امریکا ، اسراییل ، ګواتیمالا )

    په نیول سوو سیمو کی د اسراییلو د بشری حقوقو د ثبت غندنه .
    ـ د ډسمبر ۱۹ ........................ ۳۳ / ۱۳۶ ........................ ۱۱۹ ـ ۱ ( امریکا )

    پر مترقی هېوادو ږغ کوی چی د وروسته پاته هېوادو د ترقۍ لپاره د خپل کومک مقدار او کیفیت لوړ کړي .
    ۱۹۷۹ :
    ـ د جنوري ۲۴ ........................ ۳۳ / ۱۸۳ ( ایم ) .................. ۱۱۴ ـ ۳ ( امریکا ، فرانسه ، انګلستان )

    د جنوبی افریقا د اپارتاید سره دې ټولی پوځی او اټومی ګډی مرستي پای ته ورسول سی .
    ـ د جنوري ۲۹ ........................ ۳۳ / ۱۹۶ ........................... ۱۱۱ ـ ۱ ( امریکا )

    د ودې په حال کی هېوادو د صادراتو ملاتړ او ساتنه دې وسی .
    ـ د نوامبر ۲۳ ..................... ۳۴ / ۴۶ .............................. ۱۳۶ ـ ۱ ( امریکا )

    د ملګرو ملتو د سیسټم په دننه کی د بشری حقوقو او بنسټیزو آزادیو د ګټمن کېدو د سمون په خاطر متناوبه لاس رسي .
    ـ د نوامبر ۲۳ ..................... ۳۴ / ۵۲ ( اي ) .................... ۱۲۱ ـ ۳ ( امریکا ، اسراییل ، اسټرالیا )

    د هغو اوسېدونکو بیرته راستنېدل چی اسراییلو شړلي دي .
    ـ د ډسمبر ۱۱ .................... ۳۴ / ۸۳ ( جې ) ................... ۱۲۰ ـ ۳ ( امریکا ، انګلستان ، فرانسه )

    د بې وسلې کولو په هکله خبری اتری او د اټومی وسلو د سیالۍ بندول .
    ـ د ډسمبر ۱۲ ..................... ۳۴ / ۹۰ ( اې ) .................... ۱۱۱ ـ ۲ ( امریکا ، اسراییل )

    د اسراییلو څخه دا غوښتنه چی د یو لړ بشری حقوقو د تېریو څخه ډډه وکړي .
    ـ د ډسمبر ۱۲ .................... ۳۴ / ۹۳ ( ډي ) ..................... ۱۳۲ ـ ۳ ( امریکا ، انګلستان ، فرانسه )

    د جنوبی افریقا پر ضد د وسلو د بندیز ټینګول .
    ـ د ډسمبر ۱۲ ..................... ۳۴ / ۹۳۱ .......................... ۱۳۴ ـ ۳ ( امریکا انګلستان ، فرانسه )

    د جنوبی افریقا د مظلوم ولس او د هغوی د آزادي غوښتونکي تحریک سره مرسته .
    ـ د ډسمبر ۱۴ .................... ۳۴ / ۱۰۰ ............................. ۱۰۴ ـ ۲ ( امریکا اسراییل )

    د هېوادونو په داخلی او خارجی چارو کی د لاس وهنو د ننګې پر ضد .
    ـ د ډسمبر ۱۴ ................... ۳۴ / ۱۱۳ .......................... ۱۲۰ ـ ۲ ( امریکا ، اسراییل )

    په نیول سوو عربی هېوادو کی د فلسطینیانو د ژوندانه د شرایطو په هکله د راپور غوښتنه .
    ـ د ډسمبر ۱۴ .................. ۳۴ / ۱۳۳ ......................... ۱۱۲ ـ ۳ ( امریکا ، اسراییل ، کاناډا )

    د فلسطینی خلکو سره مرسته .
    ـ د ډسمبر ۱۴ .................. ۳۴ / ۱۳۶ ........................ ۱۱۸ ـ ۲ ( امریکا ، اسراییل )

    په نیول سوو عربی سیمو کی پر ملی منابعو باندی حاکمیت .
    ـ د ډسمبر ۱۷ ................... ۳۴ / ۱۵۸ ....................... ۱۲۱ ـ ۲ ( امریکا ، اسراییل )

    د ښځو په هکله د ملګرو ملتو د کنفرانس لپاره چمتوینه او مخته وړنه .
    ـ د ډسمبر ۱۷ .................... ۳۴ / ۱۶۰ ...................... ۱۲۲ ـ ۲ ( امریکا ، اسراییل )

    د ښځو په هکله د ملګرو ملتونو په غونډه کی د فلسطینی ښځو شاملول .
    ـ د ډسمبر ۱۹ .................... ۳۴ / ۱۹۹ ...................... ۱۱۲ ـ ۱ ( امریکا )

    په نړیوالو سوداګریزو خبرو اترو کی د مخ پر انکشافو هېوادو د حقوقو دفاع .
    ۱۹۸۰ :
    ـ د نوامبر ۳ .................... ۳۵ / ۱۳ ( اي ) ................. ۹۶ ـ ۳ ( امریکا ، اسراییل ، کاناډا )

    د اسراییلو څخه د بې ځایه سوو خلکو د بیرته وربللو غوښتنه .
    ـ د ډسمبر ۵ .................... ۳۵ / ۵۷ ......................... ۱۳۴ ـ ۱ ( امریکا )

    د یو نوي نړیوال اقتصادی نظم جوړول تر څو د وروسته پاته هېوادو او نړیوالی اقتصادی ګډی مرستی انکشاف ګړندی کړی .
    ـ د ډسمبر ۵ ..................... ۳۵ / ۷۵ ........................ ۱۱۸ ـ ۲ ( امریکا ، اسراییل )

    د فلسطینیانو د ژوندانه د حالاتو په هکله د اسراییلو تګلاره غندي .
    ـ د ډسمبر ۱۱ ................. ۳۵ / ۱۱۹ ........................ ۱۳۴ ـ ۳ ( امریکا ، انګلستان ، فرانسه )

    مستعمره هېوادو او د هغوی خلکو ته د خپلواکۍ د عطاینی د اعلامیې تطبیقول .
    ـ د ډسمبر ۱۱ ................. ۳۵ / ۱۲۲ ( سي ) .............. ۱۱۸ ـ ۲ ( امریکا ، اسراییل )

    په نیول سوو سیمو کی د اسراییلو د بشری حقوقو کړني . [ په همدې ورځ کټ مټ بل پریکړه لیک : ۳۵ / ۱۲۲ ( اي ) : ۱۱۹ ـ ۲ ، او ۳۵ / ۱۲۲ ( ایف ) : ۱۱۷ ـ ۲ ]
    ـ د ډسمبر ۱۱ ................ ۳۵ / ۱۳۶ ........................ ۱۳۲ ـ ۳ ( امریکا ، اسراییل ، کاناډا )

    د ښځو لپاره د ملګرو ملتو د دوهمی لسیزی اړونده د عمل د پروګرام تاییدول .
    ـ د ډسمبر ۱۲ ................ ۳۵ / ۱۴۵ ( اې ) .................... ۱۱۱ ـ ۲ ( امریکا ، انګلستان )

    د هر ډول اټومی امتحانی چاودنو بندښت .
    ـ د ډسمبر ۱۲ ................ ۳۵ / ۱۵۴ ....................... ۱۱۰ ـ ۲ ( امریکا ، البانیا )

    د غیر اټومی هېوادو پر ضد د اټومی وسلو د نه استعمال اعلامیه .
    ـ د ډسمبر ۱۵ ................ ۳۵ / ۱۶۹ ( سي ) ................ ۱۲۰ ـ ۳ ( امریکا ، اسراییل ، اسټرالیا )

    « د فلسطینی ولس د روا حقوقو » مخته وړل .
    ـ د ډسمبر ۱۵ ................. ۳۵ / ۱۷۴ ....................... ۱۲۰ ـ ۱ ( امریکا )

    پر دې ټینګار چی د هېوادونو او افرادو پرمختګ بشری حقوق دي .
    ـ د ډسمبر ۱۶ ................. ۳۵ / ۲۰۶ ( جې ) .................. ۱۳۷ ـ ۳ ( امریکا ، انګلستان ، فرانسه )

    د جنوبی افریقا د مظلومو خلکو او د هغوی د ملی خپلواکۍ غوښتونکي غورځنګ سره مرسته .
    ( نور بیا )

    
Working...
X