Announcement

Collapse
No announcement yet.

پښتانه وژغورئ

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • پښتانه وژغورئ

    د پښتني ستونزو،سيميزو، نړيوالو سیاسي، اقتصادي ،اوضاع، پيښو ناخوالو او شته ګواښونو په وړاندي د يو پښتني سوليز خوځښت اړتیا:
    دلته ویب باندي موږ ډير پښتون احساسه ،پښتون پوه ځوانان او ټولنه لرو، ښه به نه وي، چی دا ټول احساسات سره يو ځای شي. او د يو پښتني خو ځښت په لور وړاندي لاړشي؟

    تر هغه وخته پوري چي موږ سره یو نه شو، او په خپلو مسايلو خپله خبري و نه کړو او دحل لاري يي په ګوته ، او سوليز حرکت پيل نه کړو، خدای مه کړه په همداسي حال...ت کي پښتون ملت سر و نه خوري او د خان غفار خان خبره ورک به شو. ويني خو مو بهیږي، ورک نه شو.

    ددي دپاره چي اقدام وکړو، د ۵۰ ځخه تر ۱۰۰ پوري تکړه پښتون احساسه ځوانانو اړيکي ونيسي دپيس بوک له لوري د افغانستان، پښتونخواه، او ګردی نړی څخه ورته پښتانه ځوانان، په یو مرکز راټول ،.په کابل کي يو پښتون، افغان سرنوشت جوړونکي کنفرانس ونيسو او خپل تګلوری او راتلونکي قدمونه د پښتون جوړوني دپاره وړاندي کړو .

    زما په اند لومړنی سر ته رسونه باید داسي وشي ، چي هر ځوان يا ځوانه باید د خپلو پښتني، وطني او معنوی اړيکو پر بنسټ ۵ پښتانه خپل ځان ته ورته فکر ته ورته، ملګرو سره اړیکه ونيسي د نومړي خوځوښت په اړه ورسره وږغيږی. هغه خبري ورسره وکړی چي پښتانه يي غواړي، سیمه يي غواړي، او افغانستان يي غواړي.
    ټولي اړيکي ، د تليفون شميري نومونه یو ايميل ادرس ته وليږي که داسي وشي نو ۲۰ پښتان ملګري به وکولای شي ۱۰۰ او ۴۰ = ۲۰۰تکړه ملګري سره راټول کړي اواو ددې سپيڅلي خوځښت په لومړني کنفرانسغونډه کي ګډون وکړي.
    موږ به په یو لویه غونډه کي شور جوړ کړو، د پښتون جوړوني اوودروان بحران په وړاندي ليڅي راونغاړو، او چيغي کړو.
    راځی پر سپيڅلتوب باور وکړ، د يو پوه ټولني په څيرحرکت وکړو، او دپښتون اواز، ستونزو، ناخوالو، سمون او ودي په لور اوز جګ کړو، او يو سولیز حرکت پيل کړو.

    لنډه لاره:

    ستاسي نوم:
    اړیګه؛
    نظر:

    لاندي ایميل ادرس ته وليږۍ. تر څو ستاسو ټولو سره خبري وکړو، اوپلان جوړ کړو.

    Pashtonistan@yahoo.com
    تر هغه وخت پوري مي احساسات اور وا نه خلي چي ستاسو ټولواړیکی تر لاسه کوم.


    په مينه:
    بهیر، کابل


    http://www.facebook.com/#!/event.php?eid=107720629302955
    Last edited by Guest; 02-03-2011, 06:20 AM.
Working...
X