افغانستان هم دنړۍ يو د لوی عجایباتو څخه دی ، چي هر څه کي ئې یو دعقل وتلې عجیبه پیښه نغښتې وي . لکه هغه چاچي کابل داور په لمبو کي وسوځاوه او دلوي جنګسلار لقب دولس لخوا ورته عطا سوی هغه نن ورځ دسولي رهبري کوي . هغه پولیس چي ځان دټولني خدمت ګار بولي ترټول زیات ټولنه دهمدوی دلاسه زوکلیږي ،هغه ولسمشر چي دپښتون په سهم او نامه راځي نو اول دپښتو او پښتنو ریښې همدئ وهي ، هغه چا چي هیواد او دهیواد ملي شتمنۍ په روس او فرانسې وپلورلې هغه ته د اتل نوم ورکول کیږي یا په بله معناافغانستان یوازنۍ هیواد دي چي ولس ئې ۳۳ میلونه دي خو پریکړي ئې په درې میلونه رائې کیږي هغه هم په غلاو او درغلیو پوره کوي که څه هم په نوره نړۍ کي ئې تر نیمائې دزیات ولس رائې معادل دی همداسي دافغانستان دفساداورشوت سره دمبارزې نمایشي اداره دهغه چاپه لاس کي ده چي خپله ترغوږو په فساد کي غرق دي .
اوکله چي ددې ادارې فساد، پښتني او ملي ضدکړیني اوج ته وختلې او هغه دچا خبره بوی ئې ترمطبوعاتو راورسیده نو بېنوا ملي ویب پاڼي ئې په یوه ډیر ه څیړنیزه مقاله کي پرده پورته کړه چي د (( فساد دیاسين عثمانی تر ږیري لاندې)) سرلیک لاندي دبېنوا په ملي پاڼه کي د روان کال دجنوري په ۱۲ نیټه خپره سوه .
لکه مخکي چي مو وویل دغه سمبولیکه اداره چي دفساد او درغلیو په وړاندي مبارزه ئې نوم باندي ایښی دی او اوس ئې چاري یوازي دفساد او بډو اخستلو ته ځانګړي سوي دي . هغه وخت بېنوا ملي پاڼي ته په غوسه سوه چي ددې ادارې فسادونه ئې په عالم کي د رسوائې سره مخ کړه . ددې ادارې مشر یاسین عثماني په خورا قهر دافغانستان دملکي خدمتونوپرانسټیتوت چي مشري ئې دده دوراره فرهادعثماني په غاړه ده امر کړي چي د انسټیتوت پر ټول پرسونل دي بېنوا پاڼه وتړل سي ، او د روان کال دجنوري میاشتي پر اتلسمه نیټه ئې د انسټیتوټ پر کمپیوټرونه دا پاڼه بنده کړه .
که څه هم په انټرنیټ کي د یوې ویب پاڼي بندیدل مجال کار دي ځکه اوس هم بېنوا پاڼه موږ په همدې انسټيټوت کي دنورو لارو ګورو او هغه وخت مو هم کتله چي د ایراني اجینټ مخدوم رهین په امر تړل سوې وه خو دخندا خبره دلته ده چي ښاغلی عثماني فکر کوي چي داپاڼه په انسټیتوت کي بنده سي نو نور به دده دادارې خبري دمطبوعاتو خوندي وي ، په دې کار دې ښاغلي خپل سر لکه کیشپ په کاسه ننوست او فکر کوي چي ما به څوک نورنه ویني !
حال دا چي ددې ادارې اود ملکي خدمتونود انسټیتوټ دفساد مرداري اوس ولس څه چي بهرنیان هم تر سږمو راوستي دي . لکه دبېنوا پاڼي دهغې مقالې په یو برخه کي چي لیکل سوي وه چي (( فرهاد عثمانی دملکي خدمتونو څادر پر ځان راغوړولی اوددغه څادر لاندې دامریکايي پوځي انډیوالانو په مټ یې دملکي خدمتونو دظرفيت دلوړولو په نامه ټول ملي اونړيوال ارګانونونه ترپوزې راوستلي اوپه زغرده ورته اعلان کوي چې دظرفيت دلوړولو لپاره چې څه بودیجه اوبسپنه ده هغه باید له مونږ سره شریکه کړی شي . دنوموړي له راتګ سره په ملیونونو ډالر په ۲۰۱۰ کال کې دغه انسټیوټ ته دملکي خدمتونو دمامورینو دظرفیت دلوړولو په پلمه ورکړل شول .یوازې دامریکا دمتحده ایالاتو سفیر ښاغلی ایکن بیري چې دغه انسټیوټ ته راغلی وو په ملیونونو ډالره بسپنه دغه انسټیوټ ته ورکړه اوس خبره داده چې دغه پیسې چې ددغه مظلوم ملت په نوم واخستل شوې دملت دجوړیدو لپاره ولګیدي اوکه دعثماني غوندې خلکو ددغه ملت دویش اوتجزیي لپاره وکارولې اویا یې هم له خپل ځان سره بیرته امریکاته یوړې .))
دغه انسټیټوت کي دانډول او لیاقت لمخي نه بلکې دعثماني کورنۍ تر سیوري لاندي ئې پرسونل کار کوي چي یوازي دیوې کورنۍ او یو قوم خلکو ته تر هرچا لوړ معاشونه ورکول کیږي او په نژدې ۲۰۰ پرسونل کي ئې یوازي شل کسان پښتانه هغه هم په ټیټو پوسټونو کار کوي . چي دا په خپله ددې ثبوت دي چي عثماني دپښتنو سره څمره تعصب لري .
ښاغلي یاسین عثماني د بېنوا پرملي ویبپاڼه په بندیز لګولو سره دا ثابته کړه چي دئ او دده اداره دبېنوا پاڼي د خپاره سوي حقایقو جواب نه درلود او دا کار دده دخیانتونو او فسادککړه څهره نوره هم ولس ته رسواکړه
دبدبختی ځای دلته دی چي په دې ملک کي څوک دچا څخه عبرت نه اخلي که نه نو ددې پاڼي په وړاندي دایراني اجینټ مخدوم رهین پښېمانئ له چا پټي ندي .
benawa.comدافغان ویکي لیکس (بېنوا) دنورو حقایقو راسپړلو په هیله
سلیمان شاه درانئ
سرپاڼه