Announcement

Collapse
No announcement yet.

سپنتا د متعصب رهين په څېره کې

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • سپنتا د متعصب رهين په څېره کې

    لويه څارنوالي د رهين او سپنتا په چوپړ کې
    قربان دې شم ولسمشره چې لږه متره درکې پيدا شوه. رهين چې له ازله خدای بدبخته پيدا کړی د ملي نهادونو، مؤسسو، ادارو، د ملي شخصيتونو او په تېره د پښتنو سره يې دښمني له وړوکوالي نه په زړه کې ټوکېدلې چې کله ناکله يې له تعصبه دغه ډکه دښمني د ملي ورځپاڼو او ويبپاڼو سره تبارز وکړي او د قانوني عدلي مرجع له خوا پرې ګوزار وکړي. د محکمې په زور يې بندې کړي او خپل ايراني باداران او د شمال ټلوالې اتلان پرې خوشاله کړي. نوځکه خو يې يوځل د بېنوا پاڼې سره خپله عقده او بيا يې د سرنوشت ورځپاڼې سره ښکاره کړه او په دواړه ځل يې عدلي ارګان لويه څارنوالي د خپلې عقدې او تعصب ښکار کړه.
    لويه څارنوالي بايد خپل صلاحيت وخپل ځای وپېژني. دا د ټول هېواد په کچه د عدلي ارګانونو څخه يو عدلي ارګان دی داسې نه چې د رهين وسپنتا او د شمال ټلوالې په چوپړ کې شپه او ورځ استخدام وي.
    داسې برېښي چې ښاغلي سپنتا دا ځل د فهيم غوندې د رهين متعصب د ناولو موخو ښکار شوی. هلته يې د مولانا مارشال د مړينې په پلمه د بېنوا پر پاڼې بنديز ولګولو او دا ځل يې سپنتا د هغه د ورور د خبر په پلمه چې د ده نوم ورسره راغلی وو د سرنوشت ورځپاڼې مسوول او چلوونکی ښاغلي وحيدي د ۲۸ ساعتو لپاره په توقيف کې وساته.
    سپنتا دليل نيسي چې د ده نوم يې ولې د ده د ورور په قضيه کې ليکلی او وايی چې ((جرم فردي دی)). نو د خپل نوم په خپرولو يې وحيدي د اته ويشت ساعتو لپاره د څارنوالۍ په حکم په توقيف کې وساته. خو د نوموړي دا هېر دي او يا لکه چې نوموړی هېڅ د قران په ارشاد نه پوهېږي چې ((وانذر عشيرتک الاقربين)). ورور يې چې په هرات کې د ده له موقفه ناوړه ګټه پورته کوي، نو دومره نه شي کولای چې خپل ورور ته ووايی چې ((زما له موقفه ناوړه ګټه مه پورته کوه)). فکر کوم چې په زړه کې به يې بد هم نه راځي چې وذلک اضعف الايمان.
    د ايراني اخوندانو څادري او پنځوس زره ډالره يې د ريا او ځانښوونې په پار نه اخېستل چې بيا به مې ګوندې نوم بد شي او نورو غربي دوستانو ته به بدنام شم، خو له بل اړخه بيا د رهين متعصب لپاره د ايراني اخوندانو د خوشالولو لپاره د وحيدي غوندې شخصيتونه له خپل موقف نه په ناوړه استفادې سره د څارنوالۍ په حکم په توقيف کې ساتي، نو بيا خير دی او باک نشته.
    دا خو هماغه سپنتا دی چې کله وزير شو، ويې ويل چې زه به په وزارت، بهرنيو سفارتونو او نماينده ګيو اصلاحات راولم، خو هېڅ يې ونه کړل. ان تر دې چې خلک په بهرنيو سفارتونو کې په پښتو ويلو ووهل شول او اوس خو د ملي امنيت مشاور هم دی. خدای خبر چې څه خيرنې عقدې او ناڅپړلې غوټې به يې لا په زړه کې همداسې ناسپړلې پاتې وي.
    رهين چې د مارشال صاحب د مرګ په خبر يې له بېنوا پاڼې سره خپله کينه او عقده ښکاره کړه، نو اوس ولې د دغه مولانا مارشال په هکله څه نه وايی چې ايران ته د افغاني سوداګرو د تېلو د خلاصون په موخه تللی وو او هغوی ورته د خپلو جوړو شوو وسلو څخه د خپل ساخت يو ايرانی ساخت ټوپک په لاس ورکړ او رارخصت يې کړ چې په حقيقت کې ښه ملنډې يې پرې وهلي دي، خو که مارشال صاحب مې پوه شي. مارشال صاحب چې راغی، نو د دروغو پوڼۍ يې والوځولې چې دا دی تېل به راخلاص شي، خو ولې سوداګر لا هماغسې له ستونزوه سره لاس وګرېوان دي، نو اوس به دغه سيّد څه کوي؟ په کار خو دا ده چې څارنوالي دوی محاکمې ته راکش کړي چې ولې يې دروغ وويل او ولې يې پر ايراني چارواکيو پرده واچوله. ان تر دې چې د ناټو مشر ورخلاصه کړه چې موږ ترې ګټه نه پورته کوو، خو ايراني چارواکي دې د خلکو تېل راخلاص کړي. د مخدوم خپل ضمير او وجدان په دې اړه څه وايی؟ ده خو سيّدان په شرمونو وشرمول که خدای دی په شرمونو وشرموي لکه چې دا شرمولی يې دی.
    په پای کې له ولسمشر څخه مننه کوم چې د کابينې په پرونۍ غونډه کې پر رهين او سپنتا کلکه غوسه وکړه او دواړو ته يې امر وکړ، چې : ((نور نو داسې ناقانونه کړنې بندې کړي او ژر تر ژره دې د سرنوشت ورځپاڼې مسول مدير له توقيف څخه آزاد کړي)).
    په پای کې له ښاغلي سپنتا څخه په خورا درناوۍ کېږي چې د ځان قدر وپېژني او د متعصب ايراني تالېڅټي سيّد مخدوم رهين د ناولو موخو ښکار نه شي. دا ازلي ازار ګټلی دی. د ازار ګټلو او د متعصبو له دوستۍ نه لېرې لېرې ګرځه.
    پسر نوح با بدان بنشست بی راه شد
    خاندان نبوتش ګم شد
    يا دا چې :
    صحبت صالح ترا صالح کند

    صحبت طالح ترا طالح کند
    په درنښت

    سيدحسين پاچا benawa.com
    سرپاڼه

Working...
X