د خدائ په ښائسته زمکه
دا بي رنګه او کږي وږي لکيري
چه ورته وائ سرحد ونه
د قيد خانو دئ ديوالونه
قيديان داسي ساده دي
ورته وائ وطنونه
ډيورنډ لائن دي که نور لائنونه
د پاک او هند دي که د سيام دي سرحدونه
ټولي د جيلونو دي پنجري
نه شم اوسيدلي په پنجرو کښ
په پنجرو کښ اوسيدل خو غلامي ده
غلامي که د پردو وي يا د خپلو
غلامي خو غلامي ده
زه ئ نه شمه زغملي
زمکه د خداي لويه او ښائسته ده
سمه ده که غرونه
پکښ نشته سرحدونه
کوم خوا ته چه زه ګورم
په کښ رزق دي پريوانه
قدرت زه پيدا کړي يم آزاد
غوا يا ميخه نه يم چه په موږي تړلي اوسم
زه خو يو مارغه يمه آزاد
څو چه م څانګونو کښ طاقت وي
په پنجرو د چړيا ګر
قيد ته نه يمه تيار
الوتل زما فطرت دي
آزاد ژوند زما نعمت دي
دا بي رنګه او کږي وږي لکيري
چه ورته وائ سرحد ونه
د قيد خانو دئ ديوالونه
قيديان داسي ساده دي
ورته وائ وطنونه
ډيورنډ لائن دي که نور لائنونه
د پاک او هند دي که د سيام دي سرحدونه
ټولي د جيلونو دي پنجري
نه شم اوسيدلي په پنجرو کښ
په پنجرو کښ اوسيدل خو غلامي ده
غلامي که د پردو وي يا د خپلو
غلامي خو غلامي ده
زه ئ نه شمه زغملي
زمکه د خداي لويه او ښائسته ده
سمه ده که غرونه
پکښ نشته سرحدونه
کوم خوا ته چه زه ګورم
په کښ رزق دي پريوانه
قدرت زه پيدا کړي يم آزاد
غوا يا ميخه نه يم چه په موږي تړلي اوسم
زه خو يو مارغه يمه آزاد
څو چه م څانګونو کښ طاقت وي
په پنجرو د چړيا ګر
قيد ته نه يمه تيار
الوتل زما فطرت دي
آزاد ژوند زما نعمت دي


Comment