وسله والو طالبانو د چهارشنبې په ورځ ادعا وکړه چې په زابل ولایت کې یې شپېته تنه سرحدي پولیس وژلي دي.زابل له پاکستان سره پوله لري او طالبان په دې ولایت کې له خپلو پټنځایونو ، چې په پاکستان کې دي، عملیات پرمخ بېولی شي.
طالبان وايی چې دوی ته خپلو جګړه مارو تېره شپه خبر وکړ چې دشملزوولسوالۍدکلارشيدپه سيمه کې دحاجي جمعه خان کلي ته نژدې دسرحدي پوليسوپه يوه غټه قرارګاه مخامخ اوپراخ بريدترسره کړ.
طالبان همداراز وايي:«دغه وسله وال بريدچې سپکي اودرنې وسلي پکې کارول شوي اوترسهاره یې دوام درلود،ددښمن قرارګاه چې په څلوروامنيتوپوستوخوندي وه دمجاهدينوله خواپه بشپړه توګه فتحه شوې ده اوپکې ميشت شاوخواشپيته تنه سرحدي عسکرځای په ځای مړه اوګڼ نورسخت ټپيان شول.»
طالبان همداراز ادعا کوي چې د دوی په حمله کې دولس عرادې پوځي اواکمالاتي موټرهم له منځه تللي اوتخريب شوي دي .
طالبان همداراز ادعا کوي چې په دې مخامخ بريدکې، چې ټوله شپه يي دوام درلو، د دوی یوازې دوه تنه ژوبل شوي دي .
تراوسه پوري د طالبانو د دې ادعا په باب دولتي مقاماتو یا خبلواکو سرچینو څه نه دي ویلي .طالبان عموماً خپل مخالف لوري ته د زیاتو تلفاتو د اړولو ادعاوې کوي.د شپېتو تنو انسانانو وژل لویه خبره ده که طالبانو مبالغه نه وي کړې دولتي چارواکي یې هم نه شي پټولی.
طالبان وايي څرخکه مو ویشتئې
طالبان همداراز وايي چې په ننګرهارولايت کې یې نن ماسپښين مهال يوه دوه څرخه چورلکه غورځولې.د دوی په ادعا دا څرخکهدحصارک ولسوالۍ له لوري دهوايي ډګر خوا ته روانه وه چې وویشتل شوه.طالبان همداراز وايي:«دغه وسله وال بريدچې سپکي اودرنې وسلي پکې کارول شوي اوترسهاره یې دوام درلود،ددښمن قرارګاه چې په څلوروامنيتوپوستوخوندي وه دمجاهدينوله خواپه بشپړه توګه فتحه شوې ده اوپکې ميشت شاوخواشپيته تنه سرحدي عسکرځای په ځای مړه اوګڼ نورسخت ټپيان شول.»
طالبان همداراز ادعا کوي چې د دوی په حمله کې دولس عرادې پوځي اواکمالاتي موټرهم له منځه تللي اوتخريب شوي دي .
طالبان همداراز ادعا کوي چې په دې مخامخ بريدکې، چې ټوله شپه يي دوام درلو، د دوی یوازې دوه تنه ژوبل شوي دي .
تراوسه پوري د طالبانو د دې ادعا په باب دولتي مقاماتو یا خبلواکو سرچینو څه نه دي ویلي .طالبان عموماً خپل مخالف لوري ته د زیاتو تلفاتو د اړولو ادعاوې کوي.د شپېتو تنو انسانانو وژل لویه خبره ده که طالبانو مبالغه نه وي کړې دولتي چارواکي یې هم نه شي پټولی.
طالبان وايي څرخکه مو ویشتئې
طالبان همداراز وايي چې څرخکه هوايي اډې ته تیزه روانه وه څوخپله سوارلي بچ کړي خوهوايي ميدان ته له رسېدومخکي په هوا کې وچاودېده چې له امله يې درویشت تنه سپرلي ووزل شوه.
طالبانو نه دي ویلي چې څرنګه پوی شول چې په څرخکه کې درویشت تنه سپاره ول او درست وژل شوي دي.
طالبانو نه دي ویلي چې څرنګه پوی شول چې په څرخکه کې درویشت تنه سپاره ول او درست وژل شوي دي.

Comment