Announcement

Collapse
No announcement yet.

ANP stance on suicid-killing ... Afrasiab Khattak

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • ANP stance on suicid-killing ... Afrasiab Khattak

    YouTube - Afrasiab Khattak: Remembering Hameedullah Daward

  • #2
    I did not hear anything against suicide bombing, he said he reserves the right to name names,
    When?. When Babar builds another minaret of pashtoon heads

    Comment


    • #3
      Afghan Jarga response to ANP statement.

      (برېزر – امریکه)

      څو ورځې له مخه په چمن کې د اڅکزو یو مخور او د عوامي نېشنل گوند مشر جیلاني خان اڅکزی د سپاه صحابه نومي توندلارې ډلې چې د پنجابي استخباراتو د ادارې، ای ایس ای یوه لاسپوڅې ډله ده، ووژل شو. په چمن کې عوامي نیشنل گوند او د پښتونخوا ملي عوامي گوند ملاتړو ددې وژنې خلاف لاریون وکړ او د ملایانو څو ډلې هم ورسره مل شوې. خو له بده مرغه ساده پښتانه یوځل بیا په ځای ددې چې اصل دوښمن او قاتلان په گوته کړي، د پاکستان بې وسه حکومت ته یې رد بد ویل او ورسره یې د ناټو څو لاریو ته اور واچاوو. د ای ایس ای مشرانو به خپلو دفترونو کې په ډکه خوله خندلي وي، چې شاباش ساده پښتنو هم دغه خو مونږ غوښتل، وژنو به مونږ او ورسره به تاسو هغه کار کوۍ چې مونږ یې غواړو، یعني د پاکستان بې وسه ملکي حکومت وترټۍ او په افغانستان کې د تالبانو ضد ټلوالې ته تاوان ورواړوۍ، او لویدېځو هیوادونو ته ور ثابته کړۍ چې ټول پښتانه د لویدځ څخه نفرت کوي.

      څو ورځې وروسته د عوامي نیشنل گوند مشر اسفندیار ولي خان چمن ته د ارواښاد جیلاني خان اڅکزي فاتحې ته ورغی او په خپله وینا کې یې وویل چې (د پښتنو دوښمنان پښتانه وژني). ښاغلي اسفندریا هیڅ کله خپلو ملگرو ته دا په گوته نه کړه چې دا دوښمنان څوک دي او پښتانه مشران ولي وژني؟ دا په داسې حال کې ده چې په اسفندیار خان باندې په خپله ځانمرگی برید شوی دی او خور ډاکټر گلالۍ یې څه وخت له مخه د خپل کلینیک مخې ته په ډز وویشتل شوه.

      هم دا ډول د شهید حمیدالله دوړ په یاد د پېښور په باچا خان مرکز کې جوړې شوې غونډې ته د گوند یوه بل مشر ښاغلي افراسیاب خلک په خپله وینا کې بیا د اسفندیار په څېر داسې گونگې خبرې وکړې چې نه یې سر مالومېدو نه یې پای. دوی هم دغسي د حمیدالله دوړ د قاتلانو نومونه وا نه خیستل او ویې ویل چې هغه خلک چې حمیدالله دوړ یې وواژو هغه ترهگر دي. نو گرانو مشرانو ته باید وویل شي چې په دې خو هر ساده سړی پوهیږي چې قاتلان به خا مخا دوښمانان او ترهگر وي، له دوستانو او نیکانو خو د پښتنو د قتل تمه نه شي کیدای. د مشرانو په توگه تاسو باید خپل کام ته ووایاست چې دغه قاتلان او ترهگر څوک دي؟ ولي د هغوی نومونه په خوله نه اخلی؟ ترڅو به مو هغوی وژني او تاسو به د مصلحت او یا د ویرې له کبله د هغوی نومونه په خوله نه اخلۍ. ای ایس ای په ډاگه وايي چې تالبان د هغوی ځانگړې سرمایه دي او امریکا ته د ملا گل بدین، ملا عمر، ملا بن لادین، ملا سمې الا هک، او ملا جلالدین حکاني د ځپلو اجازه نه ورکوي. یعني په ډاگه د پښتنو د قاتلانو تر شا ولاړ دي او وايي د پاکستان خپل خلک دي، او بلې خوا ته زمونږ مشران که په افغانستان کې دې او که په پاکستان کې ای ایس ای او پنجاب ته د پښتنو قاتلان نه وايی. یوه فلسفي څه ښه خبره کړې ده چې وايي (هغه څوک چې د امنیت لپاره په خپلواکۍ سودا وکړي، هغه نه د خپلواکۍ او نه ده امنیت حقدار وي)، پښتنو مشرانو د خپل او کېدای شي د قوم د امنیت لپاره په خپلواکۍ سودا کړې ده، نو هم دا وجه ده چې هم وهل کیږي ټکوله کیږي، وژل کیږي، بې عزته کیږي او هم له خپلواکۍ محرومه دي.
      Last edited by Toramana; 12-18-2010, 04:00 PM.

      Comment

      Working...
      X