Announcement

Collapse
No announcement yet.

Hameed gul ordered Taliban to burn Kabul.

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • Hameed gul ordered Taliban to burn Kabul.

    [bجنرال حميدګل د کابل د سوځولو امر کري و
    03.12.2010 لوی افغانستان

    د ويکي ليکس له خوا په خپرو شويو اسنادو کې راغلي، چې د پاکستان د استخباراتي ادارې (اى اېس اى) پخواني مشر جنرال حميدګل، په افغانستان کې د ځانمرګيو بريدونو حکمونه کول.
    د ويکي ليکس له خوا په تازه خپرو شويو اسنادو کې، د امريکا د سنا مجلس د بهرنيو اړيکو د کمېسيون د مشر جان کيري له خولې ليکل شوي، چې د افغانستان په ځانمرګيو بريدونو کې کارېدونکي موټر او موټرسايکل له پاکستان څخه لېږدول کېږي.

    د تازه خپرو شويو اسنادو د معلوماتو له مخې، د پاکستان استخباراتي اداره (اى اېس اى) په سيمه کې د خپلې واکمنۍ لپاره له ترهګرو ډلو سره نږدې اړيکې لري.

    په نويو خپرو شويو اسنادو کې دغه راز ادعا شوې، چې اى اېس اى په ٢٠٠٧ زېږديز کال کې ١٠٠٠ عرادې موټرسايکلونه د ځانمرګيو او نورو بريدونو په موخه افغانستان ته ولېږل.

    د ويکي ليکس په دې اسنادو کې دغه راز راغلي، چې د پاکستان د استخباراتي ادارې پخواني مشر جنرال حميدګل، په قبايلي سيمو کې د وسلوالو طالبانو او القاعدې مشرانو سره په پرله پسې توګه کتل او هغوى ته يې په افغانستان کې د ځانمرګيو بريدونو په اړه سپارښتنې کولې.

    په اسنادو کې ادعا شوې، چې جنرال حميدګل طالبانو ته ويلي، پر هغو لويو لارو دې ماينونه ځاى پر ځاى کړي، چې افغان ځواکونو پرې تګ راتګ کوي.

    ويکي ليکس ادعا کړې، چې جنرال حميدګل، القاعدې او طالبانو ته د کابل د سوځولو امر هم کړى و.

    خو جنرال حميدګل رسنيو سره د خبرو پر مهال ياد شوي تورونه رد کړي او ويلي يې دي، چې امريکا په افغانستان کې له ناکامۍ سره مخ شوې او دا ډول بې بنسټه تورونه پورې کوي.

    ]
    ~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~

  • #2
    Ofcource mostly simple minded pashtons ,who been used by all in the name of religion and the promise of orgy sorry I mean 72 virgin ,how greedy some Muslim get.

    Tobah
    ~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~

    Comment


    • #3
      Afghan Taliban are freedom fighters and Pakistan friend but Pakistani Taliban are Indian agents and Kafir says M A Janah.


      LOL.

      Niazi! I like your signature.

      Comment

      Working...
      X