د کندهار په پرمختللي ښارګوټي عينو مېنه کې تېره ورځ د دغه ولايت د پوهنتون لپاره د يوې بلې ودانۍ د بنسټ ډبره کېښودل شوه.
د کندهار پوهنتون لپاره د نوې ودانۍ د بنسټ ډبره د افغان ولسمشر حامد کرزي د ځانګړي فرمان پر بنسټ د لوړو زده کړو د وزير او کندهار والي له خوا کېښودل شوه.
د لوړو زده کړو وزير عبيدالله عبيد د دغه وزارت له علمي مرستيال، د کابل پوهنتون استاد او يو شمېر نورو لوړ پوړو چارواکو سره يو ځاى کندهار ولايت ته د سفر پر مهال د پوهنتون د بنسټ ډبرې د اېښودلو تر څنګ په کندهار پوهنتون کې د دوو نورو پوهنځيو د بنسټ ډبرې هم کېښودې.
د لوړو زده کړو وزير عبيدالله عبيد او د كندهار والي پوهنوال ډاكتر توريالي ويسا په داسې حال كې، چې يو شمېر نور دولتي چارواكي هم ورسره ملګري وو، د ولسمشر د فرمان له مخې د كندهار ښار ختيځ پلو په عينو مينې ښارګوټي كې د كابل ـ كندهار د لويې لارې شمال پلو ته موازي په ۲۲۰ هكتاره ځمكه كې د كندهار پوهنتون لپاره د نوې ودانۍ د جوړولو د بنسټ ډبره کېښوده.
د لوړو زده كړو وزير عبيدالله عبيد رسنيو ته وويل: «د دغې ځمكې فرمان له وړاندې نه د ولسمشر حامد کرزي له خوا د لوړو زده كړو وزارت ته وركړل شوى و، چې اوس مو دا دى پرې د پوهنتون د بنسټ ډبره كېښوده او د افكو كمپنۍ له لوري به يې د ملكيت اسناد هم د لوړو زده كړو وزارت په واك كې وركړل شي.»
د لوړو زده كړو وزير د عينو مينې په عصري ښارگوټي كې د كندهار پوهنتون لپاره د نوې ودانۍ جوړول د دغه پوهنتون د پرمختيا لپاره يوه ښه پيلامه وبلله.
د كندهار والي پوهنوال ډاكتر توريالي ويسا هم په دغو مراسمو كې هيله مني وښوده، چې د كندهار پوهنتون د نوې ودانۍ د بنسټ ډبرې په اېښودلو سره به د لوړو زده كړو وزارت دغه پوهنتون ته خپله پاملرنه نوره هم ډېره كړي او له دې وروسته به د دغه وزارت پلاوى هر وخت دغه پوهنتون ته سفرونه كوي او د محصلينو او استادانو له ستونزو به ځان خبروي.
وروسته د لوړو زده کړو وزير، د کندهار والي او ورسره ګډ پلاوی، د کندهار پوهنتون ته ولاړل او هلته يې د پوهنتون په انګړ کې د ژورناليزم او اقتصاد پوهنځيو لپاره د نوو ودانيو جوړولو د بنسټ ډبرې هم کېښودې او همدا راز يې د عمومي لابراتوار، هوا پېژندنې او کار موندنې مرکز هم په رسمي توګه پرانېستل.
د لوړو زده کړو وزير د پوهنتون له ریيس، مرستيال، استادانو او سلګونو زده*کړیالانو سره د هغوى پر ستونزو خبرې وکړې او په اړوندو برخو کې یې د مرستو ژمنې ورسره وکړې.

http://www.bostnews.com/details_pu.php?id=9605&cid=6