د تېرو لسو کلونو په اوږدو کې کندهار د ډول ډول تولیدي فابریکو د جوړېدو شاهد پاتې شوی. که څه هم دا فابریکې وخت ناوخت د برېښنا د نشت له کبله تړل شوې هم دي، خو بیا هم شاوخوا ۱۲۷ لویې او کوچنۍ فابریکې فعالې دي.
په دغه ولایت کې د تولیدي فابریکو یاده شمېره هغه وخت نوره هم پورته شوه، کله چې د دغه ولایت په صنعتي پارک کې د کارتن جوړولو یوې فابریکې په کار پیل وکړ. پر دغې فابریکې ٧٥٠،٠٠٠ امریکايي ډالره لګښت شوی او دمګړۍ ۸۳ تنه کارګر لري.
د دغې تولیدي فابریکې مسؤل حاجي فيض الحق مشکاڼي کلید ته وویل چې دوی په خپله فابریکه کې په لوړ کیفت د څلور ډوله کاغذ، پلاستیکي رسۍ او پلاستیکي کارتونونو د تولید وړتیا لري.
د مشکاڼي د معلوماتو له مخې دا فابریکه په ۲۴ ساعتونو کې له پنځو تر شپږو ټنو پورې کاغذ تولیدوي چې په راتلونکې کې به دا کچه نوره هم لوړه شي.
د فابریکې مسؤلین وايي چې یاده فابریکه به د تولید ترڅنګ د دې سبب هم شي چې له ښار او کوڅو څخه د شتو کاغذونو او پلاستیکونو راټولېدو ته زمینه برابره کړي.
د فابریکې مسؤل فیض الحق مشکاڼي وايي: (( اوس مو تولید ځکه لږ دی چې د فابریکې ازمېښتي دوره ده او موږ هم ورسره نابلده یو.))
د کندهار اوسېدونکي هم د دا ډول فابریکو پر جوړېدو خوښي څرګندوي او وايي چې د کارموندنې ترڅنګ به د چاپېریال ککړتیا هم له منځه یوسي.
د کندهار د شهیدانو د چوک یو تن اوسېدونکی همدا خبره کوي، خو وايي: (( خدای دې وکړي چې کار یې دوام وکړي او د ځینو نورو فابریکو په څېر ژر په ټپه ونه درېږي.))
د کندهار د اقتصاد رئیس محمد رحیم رحیمي هم د دغې فابریکې پر جوړېدو خوشاله دی او وايي چې د دغې لړۍ دوام به افغانستان د خودکفایۍ پر لور رهي کړي.
د نوموړي په خبره، د دغې فابریکې جوړېدل به لږ تر لږ په کندهار کې دا اسانتیا رامنځته کړي چې سوداګر د ورته توکو په راواردولو پسې بهر ته سرګردانه، نه شي: (( زره امیدواره یم چې په راتلونکې کې هم دغسې بااحساسه سوداګر ولرو، څو بنیادي پروژې په کار واچوي، زه هیله من یم، هغه وخت لرې نه دی چې موږ د نورو له احتیاجه خلاص شو او خپل تولیدات ولرو.))
د کندهار د چاپېریال ساتنې ادارې چارواکي هم د دغې فابریکې جوړېدو ته د یوې مهمې اړتیا په سترګه ګوري او وايي چې په ښار کې به د شتو غورځېدلو پلاستیکي لوښو او بوتلونو د راټولولېدو زمینه برابره کړي.
په کندهار کې د کارتن جوړولو یاده فابریکه په داسې حال کې خپل فعالیت پیلوي چې څه موده وړاندې په دغه ولایت کې لسګونه فابریکې له دې کبله وتړل شوې چې حکومت ورته برېښنا برابره نه کړای شوه.

د کارتن جوړولو ÙØ§Ø¨Ø±ÛŒÚ©Ù‡Ø› بله Ù‡Ú…Ù‡ - رپوټ - اقتصادی