
افغان بنسټ چې له موخو څخه يې یوه داوه هغو سیمو ته چې له ښووني او روزني څخه بې برخي دي د ښووني او روزي خدمتونه وړاندي کړي روان کال د غوايې په میاشت کې وتوانیدل چې د افغان ښوونځي په نوم دکابل په خوشحال خان مېنه کې د هلوکانو او نجونو لپاره بېلابېل ښوونځي جوړ او زده کوونکي ومني. دافغان ښوونځي د ښووني ژبه پښتو ده چې ښوونکي يې په پښتو ژبه تدریس ورکوي، داځکه چې په کابل کې په خصوصي ښوونځیو کې ددغسي یو ښوونځي اړتیا وه. د ښوونځي په نصاب کې د ساینسي مضمونو ترڅنګ دعربي او انګلیسي ژبو، کمپیوټر زده کړي هم شته، په اړین ډول دیني او اسلامي مضمونو ته پکې ځای ورکړل شوی دی، چې دغه تشه پدې کچه لا هم تراوسه په دولتي او نورو خصوصي ښوونځيو کې شته.
په دواړو څانګو کې د ژمي د دریو میاشتو د رخصتي په وخت کې د زده کوونکو لپاره د هغوی د زده کړي د سویې د لوړوالي په منظور د ژمني کورسونو ترنوم لاندي پروګرام روان دي او ګڼ شمیر هلوکان او نجوني ددغه ژمني روزنیز پروګرام څخه ګټه ترلاسه کوي.
دافغان بنسټ مشرانو غوښتل چې په راتلونکي کال ۱۳۹۱ کې دغه ډول ښوونځي د کابل په نورو سمیو (احمدشاه بابا مېنه، کارته نو، خیرخانه او کمپنۍ) کې هم پرانیزي خو د اقتصادي ستونزو له امله يې اوس پریکړه کړي چې د بګرامي په سیمه کې (د احمدشاه بابا مېني او کارته نو ترمنځ چې ددواړو ځایو زده کوونکي ورته تللای شي) د افغان ښوونځي دهلوکانو او نجونو لپاره بېلابېلي څانګي پرانیزي.
يو ښه او ډیر اړین کار چې د افغان بنسټ مشرانو يې پریکړه کړیده هغه دافغان پوهنتون په نوم خصوصي پوهنتون جوړول دي چې په هیواد کې دننه څوتنه بادرده او بااحساسه په هیواد او ولس مین شتمن حاضر شول چې اقتصادي برخه يې په غاړه واخلي ، اداره او اړوند چاري يې افغان بنسټ پرمخ یوسي ترڅو د ۱۲م ټولګیو څخه خلاص شوو زده کوونکو ته پکې معیاري، مسلکی دیني او اسلامی زده کړي وړاندي شي.
