Announcement

Collapse
No announcement yet.

Gharghasht TV, Khost

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • Gharghasht TV, Khost



    خوست ښار (پژواک د لړم لومړۍ نېټه ٨٩): په خوست ولايت کې د دولتي ټلوېزيون ترڅنګ د غرغښت په نوم يو ازاد ټلوېزيون هم خپلې رسمي خپرونې د لړم په لومړۍ نېټه، پيل کړې.
    د غرغښت ټلوېزيون مشر سخي سرور مياخېل پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د غرغښت ټلويزيون خپرونې پر خوست سربېره، له پولې هاخوا په مېرانشاه کې هم رڼې ليدل کېږي.
    هغه زياته کړه، چې تراوسه پورې يې پر دغه ټلوېزيون شاوخوا دوه سوه زره امريکايي ډالره لګولي دي.
    د مياخېل په وينا، نوموړى ټلوېزيون يې په خپل شخصي لګښت جوړ کړى او هيله من دى، چې موسسې او شتمن خلک به مرسته ورسره وکړي.
    سخي سرور مياخېل زياته کړه: ((زموږ د ټلوېزيون خپرونې به په اول کې تر درېيو ساعتونو پورې وي او هڅه کوو، چې په راتلونکي کې ٢٤ ساعته خپرونې ولرو.))
    په دې اړه جوړه شوې غونډې ته په خپله وينا کې د خوست والي عبدالجبار نعيمي وويل، چې ده هېڅ ګومان نه کاوه، چې د خوست غوندې په لرې پروت ولايت کې دې شخصي ټلوېزيون جوړ شي.
    نوموړي زياته کړه: ((د خوست لپاره دا يوه لويه نېکنامي ده، چې د يوه غښتلي دولتي ټلوېزيون ترڅنګ، يو شخصي ټلوېزيون هم خپلې خپرونې پيلوي.))
    د غونډې په ترڅ کې نورو ويناوالو هم په خوست کې نوي ټلوېزيون ته خوښي څرګندوله او ټولو غوښتنه کوله، چې د خپل اصيل کولتور په خپراوي کې دې زياته هڅه وکړي.
    په خوست کې يوه ازاد ژورنالېست بسم الله ارمان پژواک اژانس ته وويل، چې د خوست په رسنيز ډګر کې دا يوه لويه زياتونه ده.
    نوموړي زياته کړه: ((په خوست کې د غږيزو او چاپي خپرونو کمى نه تر سترګو کېږي او د خوست په نوم دولتي ټلوېزيون هم شته، خو د يوې ازادې انځوريزې رسنۍ تشه محسوسېده، چې دادى اوس پوره شوه.))
    د يادونې وړ ده، چې په خوست کې دا مهال شپږ ازادې راډيوګانې، يوه دولتي راډيو او يو دولتي ټلوېزيون خپرونې کوي.



    په خوست کې د غرغښت په نوم ازاد ټلوېزيون خپرونې پيل کړې | پژواک خبري اژانس


  • #2
    Great news . These are the real steps to be taken. They should improve it further so that the cable operators may buy and show it in all Pashtun areas.

    Comment


    • #3
      Originally posted by osho View Post
      Great news . These are the real steps to be taken. They should improve it further so that the cable operators may buy and show it in all Pashtun areas.
      At the moment, we need few but quality channels. This way, at least our Pashtuns will enjoy watching quality programs in their own language - they shouldn't have a reason to turn to Dari or Urdu language medias.

      Comment


      • #4
        dar kha....
        .....


        Comment

        Working...
        X