Announcement

Collapse
No announcement yet.

آريانا پوهنتون له پکتيا پوهنتون سره مدغم ž

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • آريانا پوهنتون له پکتيا پوهنتون سره مدغم ž

    نن ديكشنبې په ورځ دګردېز ښار دجرګو په تالار كې ديوې سترې غونډې په ترڅ كې دآريانا په نوم شخصي پوهنتون په پكتيا پوهنتون كې مدغم شو. هغه غونډه چې دپكتيا پوهنتون دفارغانو او داريانا پوهنتون دادغام په وياړ دپكتيا دجرګو په تالار كې جوړه شوې وه، په كې ددې ولايت سلګونو تنو اوسېدونكو، حكومتي چارواكو، په ولسي او مشرانو جرګو کې دپکتيا او دخوست دخلکو استازو او دپوهنتون ګڼ شمېر محصلانو او دهغوي خپلوانو ګډون کړی وو.

    آريانا پوهنتون چې دطب، انجينري او حقوقو درې پوهنځي لري پکتيا والو يې څو، څو ځلي له مرکزي دولت څخه پکتيا ته درا انتقالېدو غوښتنه کړې وه او شا او خوا يو كال وړاندې يې ولسمشر حامد کرزي درا انتقالېدو حکم ورکړ، سږ كال په رسمې ډول له پكتيا پوهنتون سره يو ځاى شو. غونډې ته ډېرى ويناوالو په خپلو خبرو كې په سيمه كې دپوهنتون په ارزښت او پكتيا پوهنتون كې دآريانا پوهنتون په مدغم كېدو خوښي وښودله او ويناوالو يې له ټولو هغو گډونوالو مننه وكړه، چې ددې پوهنتون په را انتقالولو كې يې مرستې كړې.

    دپکتيا پوهنتون رئيس پوهاند عبيدالله پريار غونډې ته دوينا په مهال وويل، په دې سره وياړ کوي چې سږ کال بيا د کرنې له پوهنځي څخه څلور شپېته او دښوونې او روزنې له پوهنځي څخه دوه دېرش تنه فارغان ورکوي نوموړي زياته کړه. نوموړی وايي، دا مهال دمحصلانو تر ټولو غټه ستونځه دليليې نشتوالى دى او زياته يې كړه چې دپوهنتون رياست او ولايتي چارواكي په دې هڅه كې دي چې محصلانو ته وړ شرايط برابر كړي،نوموړي وويل: (موږ په پوهنتون کې دوس تر بريده کوښښ کړی، چې ټولو محصلانو ته د زده کړي وړ شرايط برابر کړو، خو بيا هم ځينې شتونزې شته چې موږ به يې په راتلونکې کې انشاالله هوارولو ته لارې چارې پیدا کوو.)

    همدا ډول په غونډه كې دا هم ياده شوه، چې دپوهنتون هغو استادانو ته چې دنورو ولايتونو اوسېدونكي دي، دې ژر تر ژره دكور جووړولو غم هم وخوړل شي. بل خوا ددغه ولايت والي جمعه خان همدرد دغونډې ګډونوالو ته ژمنه وركړه، چې دپكتيا پوهنتون دبهبود او پرمختګ لپاره به خپلې هلې ځلې جاري ساتي. نوموړي له فارغينو څخه دا غوښتنه هم وكړه، چې كه دوي غواړي دپكتيا په هغو ولسواليو كې چې دښوونكو د كمبود له ستونځې سره مخ دي، دښوونكو په توګه دنده اجرا كړي، نو سر له سبا به يې دلوړو معاشونو په بدل كې پر دندو وګماري.

    دمحصلانو په استازيتوب دښوونې او روزنې پوهنځي فارغ خواځک خپلواک خوښي وښوده چې نن دفراغت سند ورکول کېږي. نوموړي همدارنګه زياته کړه، چې دوي به دهېواد چوپړ ته په صداقت سره ملا تړي او دخپلو استادانو هغه ربړي به نه هيروي چې له دوي سره يې دڅلورو کالونو په اوږدو کې ګاللي دي. پکتيا پوهنتون چې دآريانا پوهنتون په مدغمېدو سره يې دپوهنځيو شمېر پينځو ته پورته شو، شا او خوا درې زره محصلان په كې په زده كړو بوخت دي او له تېرو څلورو كلونو راهيسې يې ټولنې ته په سلګونو تنه فارغان وړاندې كړي دي. دليلي نه شتون، دتدریسي بلاکونو کمښت، دمجهز لابراتوار او بشپړ کتابتون نه موجوديت هغه ستونځې دي چې ددې پوهنتون محصلان يې دهوارولو غوښتنه او مسوولين يې دهوارولو ژمنه كوي
    .

    http://www.afghan-german.de/upload/n...20%D8%B4%D9%88
Working...
X